په هېواد کې دمګړۍ د قیامت ورځ ده
اضافه به له دې څه وي په قیامت کې
داسې ورځ چې هیڅ راغلې پر چا نه ده
نه لېدلې چا تاریخ د بشریت کې
که قیامت ورځ په مانا د لوی افت وي
نن هېواد دی سر تر پایه په افت کې
که دا ورځ څوک د حساب و کتاب بولي
نو حساب باید چې پیل وای دې ساعت کې
که شپېلۍ د اسرفیل ته ورځ معطل وي
اسرافیل دې شپېلۍ پوو کړي دې فرصت کې
دلایل هم د شپېلۍ په ځنډ کې زیات دي
څوک يی هغه څوک يي دا شمېري علت کې
د شپیلۍ له دندې اخوا څوک خبر دی
چې پخپله اسرافیل دی کوم حالت کې
یا به تللی اسرافیل په رخصتۍ وي
پریښتو سره به بوخت وي په عشرت کې
یا به دروغ وي د ملا راپور اسمان ته
اسرافیل به سرګردان وي قضاوت کې
یا به خپله اسرافیل په دغه خوښ وي
چې اخته دې افغانان وي مصیبت کې
یا کېدی شي چې شپېلۍ وي ورکه شوی
مجاهد ترې شپېلۍ وړی وي سرقت کې
اسرافیل به شپېلۍ وخته وای پوو کړې
لاسرسی که وای شپېلۍ ته دم ساعت کې
د حساب ورځ د شپېلۍ سرقت کې تللې
کتاب هم تللی جهاد په غنیمت کې
نه قیامت شته نه حساب و نه کتاب شته
مجاهد لغته والې(۱) ده قیامت کې
یادونه:
(۱) والې ( وهلې)