په یوه زمانه کې یو ځوان په یوه واړه کلي کې ژوند کاوو. هغه الن نومیدو. هغه ډېر صادق سړی و. هېڅکله یې هغه څېزونه نه اخیستل چې په ده پورې یې تړاو نه درلود. خو د غلو سره په یوه کور کې اوسېدلو. هغوی به د ورځې له خوا د کلي له خلکو غلا کوله او په غلا شویو توکو به یې د شپې له خوا به يې میلمستیاوې کولې الن ته دې کار هېڅ خوند نه ورکولو.
زما دا نه خوښېږي!
ستا نه خوښېږي؟
نو ماته يې راکړه! زه به دا ټول وخورم.
ځه! ته حق نلرې چې ویې خورې! زه له ټولو ډنګر یم! ماته یې راکړه! څه شوي دي الن؟ ستا ولې دا خواړه خوښ نه دي؟
زما موخه خواړه نه دي. ستاسو د ژوند دا ډول دی. زما غلا او بې ایماني خوښ نه دي. زه غواړم چې یو ښه ژوند وکړم.
ښه ژوند؟ له دې به نور څه ښه وي؟ موږ ټول سره زر لرو او ټول خوندور خواړه خورو. هېڅ هم له دې نور نه شي ښه کېدلی.
خو زه فکر کړم چې موږ کولای شو. زه صبا دا ځای پرېږدم او ځان له نوی ژوند پیلوم.
هاهاها! هر رقم چې غواړې هغسې وکړه. زما لپاره دا ښه دی؛ زه به د یوه بل کس حق هم وخورم.
ته! نه! نشې کولی! زه د الن برخه غواړم. لاس دې له قاب لرې کړه! تاسې ټول چوپ شئ!
صبا ورځ الن له دوی بېل شو او ولاړ. بل کلي ته ولاړ او یو نوی او صادق ژوند یې پیل کړ. کله چې بل کلي ته ورسید؛ په یوه ګوښه کې کېناستلو او فکر یې وکړ چې اوس څه وکړي.
زه حتماً باید یو کار وکړم ترڅو خپله ګېډه مړه کړم او یو ځای ومومم چې د شپې له خوا پاتې شم. هم! اوس څه وکړم؟
له یوې زړې ښځې مڼې په ځمکه ولوېدلې او ناره یې کړه:
هو دا زما مڼې!
مه خپه کېږه. زه به يې درته راټولې کړم. دغه دي واخله.
ته څومره مهربان يې. شاید ډېر وږی وې؟ تاسو غواړئ یو څو مڼي واخلئ؟
نه! نه زه نشم کولی چې دا واخلم. دا مڼې ستا دي.
آیا ډاډه یې؟ ته ماته وږی مالومېږې.
هو! هو بیخي همداسې ده. خو ډېر وږی هم نیم.
هاهاها.....نو که وږی نه يې په ګېډه کې دې دا غږ د څه شي و؟ راځه او دا واخله هر څومره چې غواړې ویې خوره. زه هر کله کولی شم مڼي واخلم.
الن چې ډېر وږی و؛ ټولې مڼې یې وخوړلې. زړې ښځې ورته وکتل او په خندا یې ورته وویل:
ته څوک يې؟ ته د همدې ځای يې؟
نه! زه د دې ځای نه یم. زما نوم الن دی او زه اوس دغه کلي ته راغلم. زه باید یو ځای د پاتې کېدو لپاره وګورم او دنده ومومم.
ریښتیا وايې؟ له ما سره پاتې شه. زه کولی شم چې تا ته دنده پیدا کړم او خواړه به هم درکړم تر څو چې دنده پیدا کوې.
ښه نو دا به ستاسې لویه مهرباني وي پر ما باندې. ډېره مننه کوم.
ته هېڅ اندېښنه مه کوه.
له هغې ورځې وروسته الن د هغې بوډۍ ښځې سره ژوند کاوو. بوډۍ ښځه ډېره مهربانه وه او د الن سره يې په ډېرې مهربانۍ ژوند کاوو. الن تل فکر کولو چې د بوډئ ښځې نیکي څنګه ادا کړي. بلاخره الن د لرګیو په دوکان کې کار وموندلو او هره ورځ به خپل کار ته تللو. لرګي به یې ماتول او هغه به یې خرڅول. خو هغه ډېر پیسې نه ګټلې. خو هر څومره به يې چې ګټلې د هغې یوه برخه به يې بوډۍ ښځې ته ورکولې.
یوه ورځ چې لرګيو ماتولو لپاره تللی و؛ په فکر کې ډوب شو؛ له ځان سره يې وویل زه باید نن ډېر لرګي مات کړم. پرون هم په کور کې خواړه لږ و. که نن ډېرې پیسې ترلاسه کړم، شاید وکولی شم بوډۍ ښځه حیرانه کړم. ان یوه میله به هم ونیسم. الن دومره په فکر کې ډوب تللی و، چې کله یې لرګی ماتولو؛ تبر یې مات شو او یوه ټوټه په نژدې سیند کې ولویدلو.
هو! دا څه وشول! ما یوازې د همدې لارې کولی شول د بوډۍ ښځې قرض مجرا کړم. اوس څه وکړم.
ګوري چې د سیند ښاپیرۍ پیدا شوله. الن د هغې په لیدو حیران شو. هغې الن ته وکتل او خوا بدې شوله.
سلام ځوانه! زه د دې سیند ښاپیرۍ یمه. راته ووایه ته کومه ستونزه لرې؟
هو! زما تبر په سیند کې لویدلی دی. هغه زما د عاید سرچینه وه.
ښه نو ته اندېښنه مه کوه زه به یې راواخلم. د سیند ښاپیرۍ په جادو ګرۍ د اوبو څرخ جوړ کړ او په هغه يې د د سروزرو تبر له اوبو رابهر کړ؛ چی له سروزرو او زمرودو جوړ و. د سیند ښاپیرۍ تبر په ډېر خوښۍ الن ته ورکړ.
آیا دا ستا تبر دی؟
نه دا زما تبر نه دی.
تاسې ډاډه یاست؟
هو! بیخي ډاډه یم! دا زما تبر نه دی.
ډېر ښه! زه به یې بیا درته وګورم.
د سیند ښاپیرۍ دا ځل د خپل څرخ په وسیله د سپینزرو تبر چې زمرود په کې کارول شوي و له اوبو بهر کړ.
دا به حتماً ستا وې. راشه او وایې اخله.
زه بښنه غواړم دا هم زما نه دی.
د سیند ښاپیرۍ په خندا شوه او وویل: سمه بیا به هڅه وکړم. دا ځل یې د لرګیو تبر له اوبو را بهر کړ.
هو همدا دی! همدغه زما تبر دی. ډېره مننه مهربانه ښاپیرۍ.
ما تاته د سرو او سپینو زر تبر وړاندې کړ چې په قیمتي شګو جوړ شوی و؛ خو تا هغه ونه منلو او ریښتیا دې وویل او د خپل تبر د پیدا کولو غوښتنه دې وکړه. ستا له دې صداقته ډېره خوښه شوم. ښاپیرۍ د سرو او سپینو زرو تبر الن ته ورکړ.
الن ډېر حیران شو، د ښاپیرۍ نه يې مننه وکړه او په ډېر خوښۍ کور ته ولاړ. په هغه پیسو یې چې د تبرونو له خرڅلاو تر لاسه کړې وې؛ بوډۍ ښځې ته یو کور جوړ کړ.
هغوی اوس ډېر آرام ژوند کوي.
یوه ورځ الن کلي ته ولاړ، ځینو خلکو ته یې خپله کیسه وکړه. ټول خلک متعجب و چې الن څنګه وکولی شول دومره پیسې ترلاسه کړي.
ایا تا د کوم چا د سروزرو تبر غلا کړی دی؟
نه ما د هېچا تبر نه دی غلا کړی. هغه زما یوه نیکمرغي وه. الن ټولو ته د سیند د غاړې کیسه وکړه. د الن یوه ملګري جیمز په بد ګمانۍ پرې وخندل.
هو نو ما هغه دوه تبرونه داسې تر لاسه کړل.
دا د سیند ښاپیرۍ خو ډېره مهربان وه. جیمز په خندا ورته وویل.
بله ورځ جیمز د خپل تبر سره د سیند غاړي ته ولاړ. شاوخوا یې وکتل ترڅو ډاډه شي چې هېڅ څوک یې نه ویني. خپل تبر یې سیند ته غوځار کړ او په ډراماتیک ډول یې چيغې وکړې.
هو زما تبر! هغه زما د عاید سرچینه وه. هیله کوم یو څوک زما سره مرسته وکړئ. ګوري چې د سیند ښاپیرۍ پیدا شوله.
راته ووایه څه خبره شوې؟ څه پیښه شوې ده؟
مهربانه! ښاپیرۍ زما تبر په سیند کې ولوید. هیله کوم زما سره مرسته وکړه.
ته اندېښنه مه کوه زه يې درته پیدا کوم.
ښاپیرۍ د خپل جادو په وسیله د اوبه څرخ جوړ کړ او د سروزرو تبر یې له اوبو راویستلو. د جیمز سترګې حرص نیولې وې. ښاپیرۍ ورته وویل: دا ستا تبر دی؟
جیمز وویل: هو! هو دا زما تبر دی. ډېره مننه کوم ښاپیرۍ!
جیمز لاس اوږد کړ چې تبر واخلي خو د ښاپیرۍ د جیمز دا عمل خوښ نه شو او جیمز ته یې وویل:
ته یو ډېر حریص او بد انسان یې! ستا په دغه نا صادقه کار زه ډېره خپه شوم. اوس نه د سروزرو تبر درکوم او نه هم ستا د لرګیو تبر درته پیدا کوم. دا ستا سزا ده.
ښاپیرۍ ترې ولاړه او جیمز یوازې او نا هیلی پاتې شو. جیمز ډېر حریص شوی و. هغه خو د سروزرو تبر ترلاسه نه کړ، هغه خپل تبر یې هم له لاسه ورکړ.
کله چې الن خبر شو، د جیمز لپاره اندېښمن شو او د سروزرو سکې ورکړې؛ تر څو ځان ته بل تبر واخلي. خو ورته یې وویل:
ملګریه! په یاد ساته چې صداقت ښه دی او ته صادق نه وې.
جیمز په ژړا شو او له الن يې مننه وکړه.
کله چې الن د بودۍ کور ته ولاړ؛ ګوري چې د پخواني کور په ځای یو بل غټ د سروزرو کور هلته جوړ شوی دی. الن حیران شو ایا زه خوب وینم؟
ګوري چې پر ځمکه یو خط پروت دی. خط یې راوخیست او هغه یې ولوست.
ګران النه! ته دا نه چې یوازې صادق وې ډېر مهربان هم وې. خپل پام ساته. په ډېره مینه د سیند ښاپیرۍ په خندا هو هغه بوډۍ ښځه.
الن نشوی کولی ومني چې هغه بوډۍ چې د الن سره ژوند کاوو هغه د سیند ښاپیرۍ وه. له سترګو یې د خوښۍ اوښکې توی شوې. موږ باید صادق او مهربان ماشومان وروزو، تر څو نړۍ د ژوند لپاره ښه او بهتر ځای شي.
د مینا سید ژباړه
شعرونه