په یوه زمانه کې په یوه واړه کلي کې یو پلار د جک په نامه ژوند کاوو. جک په کلي کې د ټوکي په نوم پېژندل کیدو. ځکه چې هر کله او په هر حالت کې خوشاله و. چېرته روان يې خوشاله جکه!؟ کب نیولو ته روان يې؟
نه، هو لومړی به د کبانو سره ولامبم ورسته به یې له ځانه سره راوباسم.
هاهاها جک ته ډېر عالي سړی يې ښه ورځ ولرې.
تاسې ته هم ښه ورځ غواړم.
خوشاله جکه! چېرته روان يې؟
زه کور ته روان یم. کوچني هينسل ته هم سلام ووایه.
خامخا به ورته وایم.
په جک باندې د ده یوازې زوی ډېر ګران و. ځکه هغه د ده په ژوند کې یوازینی کس وو. ده د خپل زوی ډېره ښه پاملرنه کوله. او هېڅکله يې د بې مورۍ احساس نه ورکولو.
زویه دا خپل ګوپي وخوره؛ ګڼې غټ بلا به راشي او ټول به وخوري. د دې په خوراک هغه ډېره قوي کېږې. آیا ته غواړې چې بلا له تا نه قوي وي؟
نه نغواړم!
هينسل، اوس باید ځان ومینځې.
نن هوا ډېره سړه ده. نه غواړم ځان ومینځم.
ښه، زویه که ته ځان ونه مینځې ستا وجود به بوی ونیسي او هېڅوک به ستا سره ملګرتیا و نکړي. آیا ته همدغه غواړې؟
نه نغواړم!
یوه ورځ هينسل د کاسې نه سوپ چکلو؛ کله چې سوپ خلاص شو خپله کاسه یې په ځمکه وغورځوله او ټوټې ټوټې شوه. هینسل په ژړا شو خو د هغه پلار ده ته ډاډه ورکړ.
وګوره زویه! هېڅ خبره نده. زه به تاته یوه نوې کاسه واخلم. اندېښنه مه کوه.
مننه پلاره!
د وخت په تېرېدو سره هينسل غټ او ښکلی ځوان شو په کلي کې ټولو ده ته ښکلی هينسل ویل. ګوره! ښکلی هینسل را روان دی. دا لکه یو خوب غوندې دی.
سلام، ښکلیه هینسله غواړې ولاړ شو او د ناریال اوبه واخلو؟
ښه، حتماً! خو کومه بله ورځ! اوس باید خپل پلار ته ورشم او پالنه یې وکړم.
هو، هغه زوړ جک! زموږ سلام ورته ووایه.
حتماً یې ورته وایم.
خوشاله جک اوس د زوړ جک په نامه نامتو و. هغه ډېر زوړ او کمزوری شوی و. لکه پخوا خوشال نه و. خو هینسل یې ښه پاملرنه کوله. هر کله يې هڅه کوله چې د خپل پلار ترڅنګ وي. د وخت په تېرېدو سره هينسل په یوه نجلۍ مین شو. هغه السي نومیده. هغوی دومره په یو بل ګران شول چې پرېکړه یې وکړه چې واده سره وکړي.
ډېر ژر د جک په اجازه هينسل او السي واده وکړ. جک خپل زوی ته ډېر خوشال و. مګر هغه نپوهیدلو چې څه ورته پېښ شي. څو میاشتې تېرې شولې؛ د السي اصلي رنګ مالوم شو. هینسل هم ډېر ژر بدل شو. هر څومره چې د ده مینه د السي سره ډېرېدله؛ د خپل له پلاره یې لېوالتیا او مېنه کمېدله.
السي هینسل کنټرول کولو او پوهېدله چې هينسل د دې هره خبره مني. هينسل، تاسو چېرته روان یاست؟
زه غواړم ولاړ شم چې د خپل پلار احوال واخلم. زه غواړم ډاډه شم چې خپله ډوډۍ یې خوړلې ده.
تاسې هر کله د خپل پلار په فکر کې يې. زما په اړه څه هينسل؟ ته زما هېڅ مسؤلیت نلرې؟
البته چې لرم یې. زما ګرانې! ستا تر څنګ به پاتې شم. خوشاله شوې؟
په دې توګه السي هينسل له خپله پلاره لرې کړ. دې خپل خاوند یوازې د خپل ځان لپاره غوښتلو او د جک سره به یې بد چلند کولو. دې کار په هينسل ډېره اغیزه وکړه او د خپل پلار په فکر کې نور نه و. ستا پلار هر کله ویده وي. د ده دا خرېدا نوره نو نشم زغملی.
پلاره لږ پام ساته، سمه ده؟
جک ډېر ژر د یوازېتوب احساس وکړ او له خپله زویه لرې شو. خو هغه هیڅوک نه درلودل چې خبرې ورسره وکړي او خپل احساست ورته ووايي. یو کال تېر شو او السي زوی وزېږولو. د هغه نوم یې هيري کېښود. هيري د جک لپاره یو نوی ژوند و. هغه د هيري داسې پاملرنه کوله لکه د هینسل یې چې کوله. خو السي د نیکه او هيرې نژدې توب نه خوښولو.
هينسل زه په تا ګرانه نه یم! ستا ټوله مینه د خپل پلار سره ده.
داسې خبره نه ده ګرانې.
نو ولې هغه د متقاعدو خلکو ځای ته نه لېږې؟
موږ نشو کولی دا کار وکړو؛ ځکه چې دا د ده کور دی. او هم یو چاته اړتیا لرو چې په هييی پام وساتي.
د السي دې خبرې ته پام شو وپوهېدله چې هينسل ریښتیا وايي. ریښتیا هم السي نشوی کولی چې هم د کور کار وکړي او هم د هيري پالنه وکړي.
سمه ده، خو اوس درته وایم؛ چې تر تله به داسې نه وي. زه غواړم هغه ډېر ژر له دې کوره ولاړ شي.
سمه ده ګرانې. هیري اته کلن شو او جک نور هم زوړ او کمزوری شو. غوږونه يې نه اورېدل، پښې او لاسونه يې لړزېدل. اوس یې لمسی د ژوند هیله و. ډېر ژر د جک حالت نور هم خراب شو. د هغه لاسونه دومره کمزوري شول چې کاچوغه به يې سمه نشوی نیولی. یوه ورځ چې میز ته د ډوډۍ لپاره ناست و؛ په ډېرې سختۍ یې کاچوغه نیولې وه؛ خو بیا هم سوپ د میز په سر ترې توی شو.
په همدې دلیل بې رحمه السي غوسه شوله.
هو خدایه! دا یو قیمتي سرمیزي وه چې ما له مارکیټ څخه اخیستې وه. اوس به هغه څوک مینځي؟
هينسل هڅه وکړه چې خپل میرمن آرامه کړي.
ارامه شه ګرانې! آرامه شه!
ته پوهېږې چې دا سرمیزي په ما څومره ګرانه ده؟
هينسل سا واخیستلا او وویل چې سر له صبا جک به د میز په سر ډوډۍ نه خوري. نو ځکه وروسته له هغې ورځې جک په یوه کونج کې د میز په شا کې کېناستلو او خواړه به يې په یوه خاورین لوښي کې خوړل. بیا هم یوه ورځ د جک لاسونه ولړزېدل او کاسه یې له لاسه وغورځېدله. السي په منډه ورغله.
هو نن دې دا قیمتي لوښی چې زما کورنۍ ماته ډالۍ کړی و؛ مات کړ. ته زوړ سړی یې. زما د مېړه له جوبه یې خوري او زموږ پیسې ضایع کوې. ته حق نه لرې چې په داسې کاسه کې خواړه وخورې.
جک څه ونه ویل او یوازې یې په اوښکو ډکو سترګو ماتې شوې کاسې ته کتل. په عین حال کې هييی ټول شیان له کونجه کتل. جک د خپل د زوی او انګور له چلنده ډېر خپه و. هر کله به يې د پخواني ژوند فکر کولو. هغه وخت یې یاد شو؛ کله چې هينسل وړوکی و او د کاسې تر ماتولو وروسته ده ورته وویل: «زویه! هېڅ خبره نده، زه به تاته یوه نوې کاسه واخلم. اندېښنه مه کوه.»
بله ورځ هينسل او السي د جک لپاره یوه لرګينه ارزانه کاسه واخستله چې جک په کې خواړه وخوري. بیا هم هيري یوازینی کس و چې د جک په مخ یې موسکا راستله. هييی به ډېر کله راتلو او د جک تر څنګ به کیناستلو تر څو جک خپل خواړه خلاص کړي.
اونۍ تېرې شوې خو د جک نه آرام او خپه ژوند دوام درلود. یوه ورځ هينسل او د هغه ښځه د بخارۍ ترڅنګ ناست وو؛ پام یې شو چې هيري د لرګیو ټوټې راټول کړي.
ګوره زموږ زوی څنګه ښې لوبې کوي. هيري! ته څه کوې؟ آیا زموږ لپاره کور جوړوې؟
نه، غواړم ستاسې لپاره د لرګیو کاسې جوړې کړم.
د لرګیو کاسې زموږ لپاره؟ موږ د لرګیو کاسې ته اړتیا نلرو!
هو د اوس لپاره نه. مګر چې زاړه شئ لکه زما نیکه د هغې وخت لپاره. زه نه غواړم چې تاسې بیا خاورین لوښي مات کړئ. د همدې لپاره یې اوس جوړوم.
د هيري دې خبرې په السي او هينسل اغیز وکړ او پوه شول چې هغوی تېروتي دي.
هو السي موږ څومره غټه تېروتنه کړې ده.
هو ګرانه! موږ بغيیر له نامهربانۍ، بې رحمۍ ستا د پلار په حق کې نور څه نه دي کړي. زموږ کوچني زوی زموږ سترګې راخلاصې کړې. راځه چې توبه وکړو او د هغه سره ښه چلند وکړو.
په دې توګه له هغې ورځې وروسته هغوی د جک ډېره ښه پاملرنه وکړه. دوی به هڅه کوله چې جک د دوی سره خواړه وخوري او هر کله خوشاله وي لکه پخوا چې و.
هينسل قسم وکړ چې د خپل پلار پاملرنه به کوي. د هغه زوی و چې د ده پام یې پلار ته وګرځولو. هر څوک باید په زوړوالي کې د خپل مور او پلار پاملرنه وکړي؛ هغسې چې دوی زموږ په ماشومتوب کې پاملرنه کوله.
د مینا سید ژباړه