شعرونه
غزل // لطف الله ((خيرخوا))
حق شي دغره په سر کې زباد سړی په مخه واخلي ناره دحی علی الجهاد سړی په مخه واخلي يوه دنيا،يوه عقبا، يو تصور دخوځښت دمجاهد دڅڼو باد سړی په مخه واخلي هره تپه هره څېړۍ هره ډبره سنګر دطبيعت دمينې داد سړی په مخه واخلي ورانه مورچه،سوې چانټه، په وينو سره ډبره دشهيد شوي جانان ياد سړی په مخه واخلي ستا دعظمت په لمن ټوله شپه سجدې کفر شي دغه ژړا دغه فرياد سړی په مخه واخلي يوه معنا،يوتصوراو حماسه ده (خيرخوا) ستاغزل خواږه
دښاغلي ولي ممحد ((همدرد)) څو شعرونه
ښاغلی ولي محمد(همدرد) دقدرمن امين ګل زوی او دافغانستان دپکتيکا د ولايت دی خو لاهم دهجرت په ديار کې سړې او تودې ګالي اود پاکستان دسرحدا يالت په ټل کې دژوند شپې سبا کوي . نږدې ۲۸کاله مخکې يې دې نړۍ ته سترګې پرانستلې عصري زده کړې يې تر نهم ټولګي کړي خوپه ديني زده کړو کې يې دبخاري شريف له خوږو څخه هم برخمن دی .يعني ديني زده کړې يې پوره کړي او دفضيلت دستار يې هم له سره تړلی دی. له کوچنيوالي يې له شعر سره مينه لرله دنورو شاعرانو شعرونه يې لوستي او دايې ارما
نوي کال ته!!! جانان خدرخيل
نوی کاله پخېر راغلې نوی کاله بختور شې. نوی کاله پسرلی شې نوی کاله لوي اختر شې نوی کاله دخوښيو خنداګانو پېلامه شې نوی کاله له غمونو ژړا ګانو ناخبرشې نوی کاله دبې وروره اود ورارې خور ټيکری شې نوی کاله دبې څوکه مسافر لالي څادر شې نوې کاله دوژنو او ويرونو تياره مه شې نوې کاله ته دفتحې،ازادۍ او سولې لمرشې نوې کاله دافغان اولس دردونو ته دواشې نوی کاله ته دوزخ شې او محشر په يرغلګر شې نوی کاله اختتام دبلواکۍ دتروږمۍ شې
غزل ///اتليار واکمن///لوګر
نه يې په مال نه په طاقت نه په دولت خوړی شي نه يې په رعب په بدمعاشۍ نه په جرﺉت خوړی شي دانه په مينه نه په وينه نه په سر خپليږي نه يې په ډېر اوچت کمال نه په دولت خوړی شي نه يې په زور څوک خپلوې شي نه خپل کړی دی چا نه چاګټلې په رضا نه په محنت خوړی شي ډېرو دمينې لېونو پرې خپل سرونه ورکړل دخدای دلارې ليوني دي چې جنت خوړی شي
وروڼه وژني /// عزيز الرحمن حبيبي
دچاغټ شـــــول اورميږونــــــــــــــــــــــــــــــــه په حرامو چاکړې ســــرې دظلــــــــــــــــــــــــــــــم تورې پـه عوامو چاپه وينو دشــــهيـــــــــــــــــــــــد کړې بنګلې جوړې څوک شوې کـــونډې څوک شوې بورې په اقسامو څـــــــــــوک قــدرت دومره مستان کړه وروڼه وژني شــــــــــــــــــــــــــــــوې کيسې يې مشهورې په بدنامو څوک خوش
دغرونو په سينه کې/// شمال خان ناصري
چې سرې مرمۍ لګيږي ددې غرونو په سينه کې تېره ازغي خښ شوي دګلونو په سينه کې زمونږ دورونو غوښې دي هرخوا ګورم پرتې دي داڅومره ډېر بارود دي دبمونو په سينه کې داڅومره ښه ګلونه دي خزان پکې ګډشوی ګلونه دي قتليږي دباغونو په سينه کې غليم ښاماره تانه د لال طمعه کوی نشم ستازهر به پکې وي دلعلونو په سينه کې شراب نه دي ظ
غزل///خوږمن جراح
ربه نــــــــــن چــــې پــــه دنـــيا اوســـېداى نـــشـــــمدامــــــــــــې جرم دى لــــه دين تـــېرېـــداى نـــشـــمزه دپاک قــــرآن خـــدمت پـــه ســــر اومــــــال کړمچې په سترګوکې دچا غــــــړيداى نـــــــشـــــــــــــمدسره اور کالـــي په تــــن دانګـــــــم ميــــــــدان تهچا ويل چــــــــې زه پــــــه او ر ګـــډېــــداى نـــشـــمما دســــر په داو کې داسې خـــوند مـــــونــــ
غزل/// عبدالعلي (تسل)کويټه
مـــــــــټې مو لاستړى نه دي توره لاتېره ښکاري
غزل///سيد جمال الدين فاطمي
دايې خدمت دى ګران وطن ته چې پردي راولي څوک پنجابي راولي څوک امريــکايي ر
نيمګړى ارمان /// جانان خدرخېل
چـــې هـــر څــو ک زمـــا جانان شي بې وفا شي نيم نيمګړى مې ارمان شي بـــ
غزل /// محمد نبي ((شريفي))
څومر ه چې شيطان راباندې بد لګي
پټ پاتې نه يو/// نيکمل خاموش
وخت مو واخيست امتـــــــحان پټ پاتې نه يو
غوره بيتونه ///بېلابېل شاعران
ستايم که دي ستايم که دي نه ستايمه ستايمه ستايم خودي ستايم خوچه څنګه به دي ستايمه (ارواښادخالص بابا) څومره خوږتړون خاونده موجودزمااوستاترميان دي محمد(ص)ستاهم جانان دي محمدزماهم جانان دي (درويش درانى) دپښتوفطرت مي دومره اسلامي دي که اسلام نه واي نو هم به مسلمان وم (عبدالرحيم مسلم دوست)
غزل ///اتل افغان شينواری کوهاټ
دابه بې وسه وه چې دې ته مخامخ ودرېدې لمره ! ته راغلې اوسايې ته مخامخ ودرېدې ستادمکارې قربانۍ نه خپله مور لوګی شه غشي دې پټ کړل او ليندې ته مخامخ ودرېدې چې دانسان دوينو څښلوتوان دې شولو تمام وروسته له هغې نه کعبې ته مخامخ ودرېدې په تورو خاورو دې پېرزو نه وو يتيم بچيه! دخپل شهيدپلار جنازې ته مخامخ ودرېدې
غزل ///سعيد((رحيمي))
درقيب اودشيطان خوڅه فرق نشه
زه او زه(ازادنظم)/// نعمت الله((صديقي)) کوهاټ
زه او زه چې سره کېنو ددنيا داشوم نېتونه لويه زمکه کړي راتنګه په مونږ دواړو ناهيلي شي، ناهيلي شي خومونږ بياهم دوجود له درېڅيو دواړه يو بل ته اګاه شو خاموشي وي سوي سوي زګيروي اورو نه پوهيږو کوم تړون کومې خپلوۍ مونږ سره پالو چې ددواړو وجودونو
غزل ///محمد عليم ((بسمل))
په دې ارزې چې سړى درپسې مات شي چې په شرنګ لکه بنګړى درپسې مات شي خوږه ژونده څومره تريخ دې تېرېدل دي سړى کوږ شي اوژوندى درپسې مات شي کله سر کله تندى کله زړه حسنه!! بايدهره ورځ يو شى درپسې مات شي بې حضوره او بې کيفه سجدو تنګ کړم خدايه کاشکې مې تندى درپسې مات شي خرپ او ترپ نکوي شعر وايې له درده
ارمان کلي ته وړي /// جاويد کامران///کوټه
ځوانان چې سپينې توري دميدان کلي ته وړي زيـــــانــــونه بــــه دسرټول دښــــمنان کلي ته وړي داکــــــور دمسلمان،نامسلــــمان پکې شرميږي لــــه ګــټي يـې توبه شوه اوس تاوان کلي ته وړي ژوندي کلـــــــــه پاتيږي بــــــي ګودره چې ګډيږي سرزوړندټيټي سترګې پــــــــه ارمان کلي ته وړي داستــادتورې شرنــــګ اوذوالفقار وارخطاکړي داروغ ر
له کمره چيغي خيژي /// قاري هدايت الله هجران
بيا دپــــــــورې غـــــــره له ســــــره چيغې خيژي دهـــــــــــرنــــــاو لــــــــه هر کــــمره چيغې خيژي شپنه مړه شوه که شپونکې پـــــــه بم ورخوت درمــــــــــــــــــــودشپـــــــو له بــــره چيغې خيژي دهوسۍ سترګوکې ډنډ ډنډ اوښکې راغلې دغـــرڅــــه لــه مـــــاتــه ښـــــــکره چيغې خيژي ربه بياڅوک سرپرې کړې سيندکې راغـــــــې
دګل رحماني رحماني نوې غزل
غزل تورې سترګې سپین رخسارپه خوب کې وینم مسافریم خپل دیار په خوب کې ونیم دوطن دهرسړي جبر مې هېر کړ خو ستا کبر او انکار په خوب کې وینم شین سهار، مست بارانونه او ګلونه سوې دښته یم ، بهار په خوب کې وینم نه منصور پېژنم ، نه په چا مین یم خدای خبر چې ولې دار په خوب کې وینم مخه ښه
ګیله
ګیله چي ستا تصویر ته ما امیل د اوښکو جوړ ګړو تا دمننی پر ځای زما د اوښکو امیل شینده وانه که لکه کلونه وړاندې چی دی زما ناچاره زړګې یواځی او تنها پریښی وه . ۱۳۹۰،۳،۳ جلال اباد د شپی لس بجې
هو
هو څومره په مینه مې ستا هري خبري ته هغه خبري چې له زهرو ترخه په مسکه خوله هو ویلي اخیر دي هم په شان د نابللي میلمه ځواب راکړ او هیر دي کړمه . ذبیح الله رحیمزی
ای کاتب تقدیر
داوردوژبې ديوې پخوانۍ سندرې نه په الهام . اې کاتب تقدير!! خوږې خوږې خبرې دګرمې غېږې عطر دشونډودلمبواور دګرمواحساساتو دتګ راتګ بهير اې کاتب تقدير!! ____ ديارخالي اوربل ته يوڅاڅکى دسپوږمۍ ماښام دغني خان يوتاردسپېلني چې وچ يې کړم نذير اې
عزل
اوس چې ستادبېلتون خيــــال راسره نشـــــــــته اوس عــــــــــــــــــروج يمـــــه زوال راسره نشـــــــته ستااوربـــــل ته له سپوږمۍ نه څاڅــکي غواړم فقــــــيرنه يم اوبـــــــــــــــل سوال راســـــــــره نشته اوس دهرښــــــــــــــــــکلي ځوانۍ ته هوس نه کړم اوزګارنه يـــــــم اوم
دابلیس بدرنګ لاسونه
دنړۍ له ستوني تاودي دنړۍ لمن په خپلووينوسره ده ديوچاپه توروجودکې ديوزړه په نوم يوڅه دي دادرنګ اونوره ډکه نړۍ وينه ورته ښکاري دانسان انسان وژونې لړۍ مينه ورته ښکاري ___________ مجيب احساس