پر وحشت یې اړولی

دلته ځمکه کې بشردی

***

داسې وایي، چې درې ورځې به تور تم وي

درڼا رڼه څېره به

ورکه شوې له هر چم وي

انسانان به اوړیدلي

په یو بل شاني الم وي

د دنیا د پای پیام به

رسیدلی تر عالم وي

***

مګر زما سره تشویش دی

خدای ومکړه چې درواغ وي

نه محشر وي نه یې شر وي

نه تیاره نه یې خطر وي

خلیفه د بادار نه وي

انسان لا هماسې خر وي

رڼاګانې به خپرې وي

د جنګونو د اورونو

او بویونه به جګیږي

د انسان د کبابونو

زموږ کوره به وي کرکجنه

د خالق تر دوږخونو

***

نو زما سر تشویش دی

خدای و مکړه چې درواغ وي

دنیا هسې هم تیاره ده

بس یوڅو شیش محلو کې

ځل و بل د رڼاګانو

په څو سپینو قندیلو کې

لمبې ناڅې د شمانو

یو څو سترګې دي رڼیږي

په شغلو د څراغانو

 

د سپوږمۍ له لڅ بدنه

څو بدمست اخلي خوندونه

پر بستر د دې بربنډې

څو بربنډ کړي بانډارونه

لمر یواځې تاوده کړي

یو څو لوی ښکلي کورونه

د تودوخي دې بچي ته

زموږ نه رسي لاسونه

***

کاشکې کاشکې چې محشر شي

پر څو پړکنده ماڼیو

د وحشي تور تم ګذر شي

 

موږ خو هسې هم لاهو یو

د ابهام تورو اوبو کې

موږ رڼا ده اورېدلې

خو لیدلې مو لا نه ده

زموږ د ژوند تعریف تیاره ده

موږ اشنا له رڼا نه یو

 

که دا لمر توره تبۍ شي

که دا ځمکه تکه توره

توره شپه ټوله نړۍ شي

زموږ به څه تکلیف سیوا شي

خو تیاره به څو ماڼۍ شي

***

لویه خدایه! لویه خدایه!

ستا په کرکه پر هر ځایه

لکه سپي خوري یو له بله

انسانان شوله بدرایه

د اټوم پر خره سپاره دي

ستا نړۍ به کي پایماله

ښه به دا وي چې ته خپله

موږ کړې خلاص له دې جنجاله

 

خدایه! خدایه ! لویه خدایه !!!

نور رښتیا دا اوازه کړه

نور دخپلې سختې ورځې

کړې ژمنه دې پوره کړه

نوره ختمه، ختمه، ختمه

ادم زاد د ویر کیسه کړه

د حوا د لور له سره

د ژوند لرې فاجعه کړه

 

هله ، هله ، خدایه هله

را خوره توره پرده کړه

نوره بشپړه خاونده

د نړۍ د غم جمله کړه

دا جمله ډیره اوږده شوه

را خطا باندې نقطه کړه

 

خدایه! خدایه! لویه خدایه!

نور رښتیا دا اوازه کړه

لویه خدایه! نور در ټوله

دا تراژیده ډرامه کړه

........................