اوس ورته خیر مخامخ ناست یمه پروا یې نشته

وخت به راځي چې به جانان راته کوکارې وهي

هغلته ډیره تنهایي ده په یارفکر کیږي

له ښاره تښتم بیابان راته کوکارې وهي

زه هم انسان یمه خو خوی د اژدهاوو لرم

زه ژوند ترې اخلم که انسان راته کوکارې وهي

ګوری بدرنګ یو ګورې لار رانه غلته ښکاري

ځی چې بدل شو ځی دوران راته کوکارې وهي

د تبسم به باب یې چاته تیره شپه وویل

چې خوب کې راشي دا نادان راته کوکارې وهي

 

منصوربه خپل مرشد کړمه خيام به خپل جانان کړم

ملګرو! ما به نه ويل يوه ورځ به مو حيران کړم ؟

ساقي مې دې ته جوړ کړو چې سجدې کوي مزدک کې

اوس واردى د ملا ، چې ميکدې ته يې روان کړم

يو داسې درد لرمه په زړګوټي کې د ننه

رباب که غېږ کې کېږدمه راښکته به باران کړم

رخصت يې اخيست غـــــلې، غـــــلې ژړېـــده تېره شوه

خالقــه! دا دى بيا پر دوو زړونو چــــــــــــاړه تېره شوه

لکه ماشـــــــوم راته ژړېږي بيا دي شـــــونډي غواړي

د زړه لـــــــه مخې مي يوه پېغلـــه تلـــــــــوسه تېره شوه

ستړي نــــظر مي ستا د خولې حجر الاسـود ښکلاوو

پر واوره، واوره سپينــــــــه زنه دي خــــــولـه تېره شوه

د نړېــدلي بام له ســـــــــــوړې نه رڼا ښــــــــکاره شــــوه

لا چــــــــا وژلى نه يم دا دى بلــــــه شپـــــــــــــه تېره شوه

                زمــــا پر مــــــخ يې تشې کرښې د ستم پاتې شـــــــوې

هغــــــه چې راغلــــــه بې پروا لکــــــه سنــــــه تېره شوه

لا د بېلتــــــــون وړانــــــګې وژل کـــــوي د ګل پر اوږو

هغـــــــه دى بيا د کـومې پرخې جنـــــــــازه تېره شــــــوه

دا مي وعـــــده ده د اختر په سهــــار خــوله درکـووم

که ژونــــــدى پاتې شــوې سقيمه! او روژه تېره شوه

 

دا درد زمـــــــــا د زړه زما درمان څومره ښايسته دى

هر څو كه مې قاتل دى، خو جانان څومره ښايسته دى

چا وينې ترېنه وڅښې چا سپرلو له وينــــــــې وركړې

انسان څومره بدرنګه دى، انسان څومره ښايسته دى