طنز

غني زه ستا سره حکومت موازي جوړوم
په ارګ کې بیا ستا سره دفتر مساوي جوړوم
زه بل څه ددې ساده بوله خلکو نه غواړم
له رحیمي څخه څارنوال یا قاضي جوړوم
که موزه قبول نه کړم په خپله خوښه پاچا
په ټول هیواد کې هر خوا هوایي ډزي جوړوم
خیر که ما پنځوس په سلو کی رایې نه دي وړي
زه دلته یو ښه حکومت د بورژوازي جوړوم
زما عصري دفترونه په کار نه دي که مرسته نه وي
زه په دفترونه کې دپرو ډک ګړبوزي جوړوم
ما د ګران دوستم سره دا وعده کړی
دهغه زوړ لواط څخه څلوروریزي جوړوم
دهغه چې نومونه بد سوي زما د ښو غلو یارانو
دهغو لپاره د سرو زرو نوی پزي جوړوم
د قومونو تر منځ د نفاق مړو سکروټو ته
ډیر ښه وطنی پوپکي ببوزي جوړوم
که چا زه ونه منلم په ټول هیواد کې
چي حلال مو نه کړي له دوستانو سرکوزي جوړوم
تر هغه وخته چې تاسو ماته وایاست پاچا سلامت
زه لکه مچي په ټولو رسنیو کې بوزبوزي جوروم

څلوروریزی ( نوی ځوان چي نوی برېتونه يي راغلی وی ) بوزبوزی (دمچیو ږغونه) ،ببوزی( پکه ) ،ګربوزی( بالښت)