چې د مظلوم څيرې ګرېوان ته كړي نظر د رحم

په اوسنو زلمو كې داسې شخصيت لټوم

 

پېغلې زلمي واړه زاړه چې اتفاق شي همه

د شريعت په مقتضى ښه مدنيت لټوم

 

د مسلمان په حال چې تل كوي ژړا د ورورۍ

دغه شان تل په اخوت كې محبت لټوم

 

چې غدارۍ جفا كارۍ تخم له ملكه كړي ورك

داسې رښتېني فدايان د حقيقت لټوم

 

د خوار يتيم اوښكې چې تل همېش مدام پاكوي

هر مسلمان له دغه خوى داسې خصلت لټوم

 

چې د بې وزلي بې نوا ژړا چې واوري تل

په يو دانا انسان كې دغه لياقت لټوم

 

چې د انصاف منګول يې سيورى په خوارانو كړي تل

په دې ملت کي دا صفت دغه زينت لټوم

 

چې كينه بغض حسد نه ساتي بڅرى زړه كې

داسې حاكم داسې قاضي او قضاوت لټوم

 

كچكول تر څنګ لكه ملنګ ګرځم كوڅه په كوڅه

مزخرفاتو خرافاتو نه نفرت لټوم