يو سړی په ځمکه رغړي ژوندون غواړي
يو سړی په آس را سپور دی، د زړه زور دی
يو شېبه هم ستا له ياده غافل نه يم
ګني ښار دی څومره شور دی، د زړه زور دی
کيفيت مې له حواسو معلومېږي
شاعري هم لکه اور دی، د زړه زور دی
ستا سائر ته اوس د مينې توري زده دي
ستا سائر هم اوس تک تور دی د زړه زور دی
13.02.2013
- امیل همدرد
د مړو غوښه يې وي خوښه مګر هلته دا خواړۀ نۀ وي، په دا وي را الوتے چي خپل دغه ارمان دلته سم پوره کړي نېغ زموږ د ملک په خوا وي را الوتے
او دا خوب يې په رښتيا دلته رښتيا شي چي را ننوزي زموږ د ملک فضا ته مړي مړي وي، هر لور ته مړي مړي چي له پاسه ګوري دَے د مځکي خواته خو ټوټې د تن يې وي سره پاشلي هيڅ يو مړے پرله پوري نۀ وي پاته
چرته جسم د ماشوم له منځه ورک وي او ترې پاته وي وړه غو...
13.02.2013
- امیل همدرد
چې د مظلوم څيرې ګرېوان ته كړي نظر د رحم
په اوسنو زلمو كې داسې شخصيت لټوم
پېغلې زلمي واړه زاړه چې اتفاق شي همه
د شريعت په مقتضى ښه مدنيت لټوم
د مسلمان په حال چې تل كوي ژړا د ورورۍ
دغه شان تل په...