د مړو غوښه يې وي خوښه مګر هلته
دا خواړۀ نۀ وي، په دا وي را الوتے
چي خپل دغه  ارمان دلته سم پوره کړي
نېغ زموږ د ملک په خوا وي را الوتے


او دا خوب يې په رښتيا دلته رښتيا شي
چي را ننوزي زموږ د ملک فضا ته
مړي مړي وي، هر لور ته مړي مړي
چي له پاسه ګوري دَے د مځکي خواته
خو ټوټې د تن يې وي سره پاشلي
هيڅ يو مړے پرله پوري نۀ وي پاته


چرته جسم د ماشوم له منځه ورک وي
او ترې پاته وي وړه غوندي خپړه
چرته نيمه ککرۍ لاندي ښکاريږي
وي پرته پرې شوې پښه ورباندي لوړه
چرته وي يوه ټوټه د پستې غوښي
د سپېرې مځکي په خاورو باندي خړه


چي د دۀ وي څومره هيله، تر هغه وي
د سرو غوښو ټوټې زياتي يو په سله
دَے د دې ټوټو له منځه را اوچته
کله کړي يوه ټوټه او کله بله
پکي ډوبي کړي د خپلو پنجو نوکي
ورته سمه کاندي ژر مشوکه خپله


ترې را بېله کړي خاشه او بيا په خُلۀ کي

هغه واړوي را واړوي تر ډېره
خو په خُلۀ کي شي ښکاره ورته بېخونده
کواى نۀ شي چي تر ستوني يې کړي تېره
ژر د بلي په طرف باندي روان شي
دا تر پښو لاندي ټوټه کړي دلې هېره


خو دا بله هم په خوند کي هغه رنګ وي
نو په دا شي ترې يو مخ د دۀ خوا توره
وږے وي مګر له دغي غوښي موړ شي
زړۀ يې نۀ غواړي چي و ژويي ترې نوره
بېرته تګ ته برابر کړي وزرونه
چي روان شي نو دا ووايي په زوره:

 

چي دا غوښه وه ما لُوى نعمت ګڼلې
خو بدله مي اوس رايه په دا باب ده
دا په دا چي موږ نعمت ګڼو مرداره
دغه غوښه مګر پاکه تر ګلاب ده
يو ټپوس غريب يې نۀ شي هضمولاى
دغه غوښه وړ د باز يا د عقاب ده.