ليکوال: نورمحمد غفوری

د عـــيشـو پـــه نـېشـو مـسـت کـله ويښيږی؟          د رنـځـو نـېـشـه يــاران د بـار مې نـشـته

دا د مينې د ادراک پـــه مـشــغــــــولاکـــې         ماخــسـتـن را ځـنـې هير، ماښام مې نشته

له هــــیواده مې ګـــــرداب د ویـنـو جوړ دی         آرام نـــــــلـرم، د زړه قــــرار مې نـشـتـه

د تـنکـــو هـــــــيلو په و یـنـو تجـــارت دی!          لــه صـفا نه ډ ک زړګي بــازار مې نشته

ما د شــپو د زړو  په تــل کې سـفـر کــړي          د مـاښـام لــه تــروږمــو نـه ډار مې نشته

هر قدم چې وړاندې ږدم اغزی، ځوزان دی         فــولادی پـونـدې لـرم، پرې کار مې نشته

ددې ځمکې مخ هــر ځای راته کورګئ شـو         تیت پــــرک لــــرم یاران، دیـار مې نشته

ســـر مې هم د چا په وره کې کښته نه دیٔ!          که د ســتـرو خــدمـتـو یادګار مې نـشــته

د رقیب د خــپـل ځــــان واک د لاســه تللی         زه خپلواک خو یم، که نوراختیارمې نشته

ســاقی راشــه د ځـــیګــر وینې مې وېـشـه!          چا ویل چې خُم مې مات خمار مې نشته؟

دغه خـپـل د زړه احساس یاره درلــیـږم              د حـسـاسـو شـیـبو بـل ریـبـار مې نـشـته