کميس

غږ مې  نه اورې

ګڼه ګوڼه ده

نن سهار مې

جامې ومينځلې

شمال سو

کميس مې د توت له څانګې

 باد يووړ

د ګاونډي د دېوال

پر اغزن سيم پورې نښتی

نن مې ټوله ورځ

لوڅه شا

دېوال ته تېره کړه

کميس مې

د اغزن سيم پر اندامونو پورې

وچ شو

 

څنګه ؟

 

دا خبره مې په کولو ارزي؟

زما خپلې خونې ته

دومره رڼايي په کار ده

چې ماښام مې

رانه بېل کاندي

خپل سیوری

 

لحظه 
په تا پسې راووتم

وځنډېدې

يوه لحظه هم عمر دی

 

حافظه 
بیګاه شپه چېرته لرې

ورېدلی و باران

نن سهار مې حافظه ډېره لنده وه

 

دربچه

 

په مخ دې وشه، سرې، سرې ګرمکې

چې په بد رنګ شې سپینې نازکې

د خدای پيدا يو، په موږ دې شپه کړه

د پردي کور په دربچه کې

 

سيوری

 

 زه ودرېدم

ته روانه سوې

چې پر دغه لور

 رڼايي تمامه سوه

زه،

زه، د خپلو پښو پر برابر

 پر خپل سيوري کښېناستم

 

 

 

 

 

 

توري

 

توري به پيدا سي

خو نه پوهېږم

تاته بايد پاڼه څنګه توره کړم

 

انتقام

مینه مې تر لاس ونيوه

لوږې، تندې، فقر، جنګ

ماتې، بري، تېښتې، انتقام

بګاو، بګاو راته کتل

 

 

منی

 د مني د پای ورځې

د ځنګله لار 
رژېدلې پاڼې

ماشومان

زېړې، نصواري جامې په غاړه

لکه برخه د ځنګله 

رڼايي

 

زما د کوټې

په کم سورې کړکۍ کې

ته

ګلاب

سيوری

 رڼا

 

 

 

 

ترنم

که دې وخت و

راشه

شېبې ډېرې نالوستې پاتې دي

هغه به ترنم کړو



پړونی

باد يې پړونی واخيست

ژوندی شو

هوا يې وکړه