په سپین لباس کې سپینه ځلیده روانه وه

ته وا رڼو اوبو کې اینه روانه وه

 

هر څه که مې د ستړي زړه غږونه پسې وکړل

خو نه یې اوریدل نه اودریده  روانه وه

 

شرنګا یې له قدم قدم درګرده پاشیده

دنګ غاړې بې پروا لکه غرڅه روانه وه

 

سحر یې راته وې چې په ژړا ژړا دې مړه کړم

په خوب کې دې جلانه ! جنازه روانه وه

 

           غزل

 

چې ستا پر شونډو تماشه مې د غزل کومه

د ګلابونو دریابونو کې مزل کومه

 

شوخي د مینې معیار مینه کې مزه کوینه

خوابدي کیږمه چې کله زورول کومه

 

جوهري یاره تا کړو جوړ رانه مرغه دجوهر

اوس به درو د اینو کې الوتل کومه

 

نور ښه سړی یم خو  چې ښکلي مې پنجو ته راشي

بس بې اختیاره شم بې واره ښکلول کومه

 

ته چې په مینه راته ووایې جلانه ګله!

هغه مهال لکه اوبو کې غمی ځل کومه

 

سیدجیلاني  جلان