شعرونه
خوب
خوب خوب مې لیده دونوپاڼوکې مرغۍ ناستې وي کلی له شوره ډک وي ماشومان ګورم پټ پټوني کوي ستړی شپونکی دچینې یخې اوبه په لپولپو وڅښي ــــ خوب مې لیده دکارېزسپینې اوبه له څوکږو،وږولښتیو ا وړي زموږدکلي بزګر بېلچه په لاس پوله په پوله ګرځي ... اوله خوښۍ نه یې خوله نه ټولیږي ـــ خوب مې لیده د دریال غږ اوڅوخوږې زمزمې له پورې کلي راځي شینکي آسان کتار،کتارولاړ وي له کجاو نه دولونګوبوي ځي ناوې
تعبیر
تعبیر دیوشېتمې پېړۍ ستړی انسان نیم دهوس قرباني نیم له ضمیرسره په جنګ کې راګیر اونیم لګیادی له نړۍ څخه کلا ګرځوي دشرق له ځمکې څخه وینې څاڅي په سپېره غولي یې داورلمبوته سیوري ناڅي اودلویدیځ له صحراګانوڅخه دتمدن رڼانړۍ ته ګوري دنړۍ غیږه کې دشرق اوغرب تعبیر ورک شوی نړۍ له درده چوي مجیب احساس
فریاد
فریاد زړه مې اوس دتوروخاورسپېره څلی دتقدیراودتدبیردبادڅپې یې اوس دهرکس اوناکس په لاره شیندي تیرپرون مې دژوندون ماته هنداره او هوډمنې ارادې مې دڅپواخیستې پاڼې ژونده تیرشه نورمې لاس نه درسیږي مجیب احساس
چيغه
چيغه !!!زمادزړه په تل کې مړه اورته پکى مه وهئ
نوروزته ليکل شوي يوشعر
نوروزنن مې دذهن دروازه ټګېده
في البديهه مشاعره
فی البدیهه مشاعره ــــ نوښت خلیل پرون (۲۰۱۱ډسمبر ۲۱) د ورځې شا وخوا یوولس بجې وې چې زه ( نوښت خلیل ) او زما ګران ملګری مجیب احساس په دفترکې بام په سر د لمر تودوخي ته ناست وو ، ما مې د پوهنتون د یو مضمون شل سلنې ازموینې ته درس وایه ، چې درس ورو ورو په کیسو واوښت، کیسې کیسې یو ځلې په شعر واوښتي مامې یو پخوانی بیت : مرګ راته ښه دی ژونده غلی شه ساه مه راکوه ددې ناکامه ضمیر شاته پناه مه راکوه احساس ته واوراوه ، احساس دا بیت نه و اورېدلی خوښ یې شو ا
غزل
فاصلې زمااوستاترمنځ اوږدې اوږدې پرتـــې فاصلې هــــــــسې خيالي راټولوم خـــورې ورې فاصلې زه مې د خپـل تاريخ په ورک باب پسې ستړي يمه ديوه ارمان اويوامکان دوه تلوســـــــــــــې فاصلې درواجـــونودديوال ترشـــــــــــــــــــــــــــاله يوبل پنا خدايه يوځا
دپښتو اصل او ريښه
ليكوال: پوهاند دوکتور حبيب الله تږی کله چې سړی هغه روايات او نظريات راسپړي چې دپښتو داصل او ريښې په باره کې په مختلفو آثارو کې راغلي دي، نو له راورټی سره دا خبره هرو مرو منی چې (دپښتنو دژبې داصل او ريښې په باره کې هم دنظر اختلاف تر هغه نه کم نه دی، لکه خپله دپښتنو داصل او نسب په باره کې چې دی.
دپښتو ليکدود په اړوند خاصې لارښودنې
دپښتو ليکدود په اړوند خاصې لارښودنې اروا ښاد استاد صديق الله رښتيني 1. د ( مې، دې، پرې، ترې ) اوداسې نورې کلمې چې په پای کې سپک زېر لري، تل په کوچنۍ (ی )) ليکل کيږی. د ( چه) توری هم د وينا
ایا مینه کوم دلیل ته اړتیا لري ؟
ژباړه :رڼا لودین اند ښايي ځینې خلک ددې پوښتنې په ځواب کله هم پوه نه شي . وايي چې یوه ورځ یو نجلۍ له خپل میېن څخه په خبرو خبرو کې وپوښتل، ولې له ماسره مینه لرې . او ول
غزل
زه خو شرا بی يم پيما نه را و ا ړو هنن نو ی ا ند ا ز کې رند ا نه را و ا ړ و همست د ميکد ی په شرنګها ر يم سا قی جا نهمستو پيما نو ته ز ما نه ر ا و ا ړ و همسته ترا نه مطر به ؤ چيړ ه ر با ب کېنن پکې نغمي عا شکا نه ر ا و ا ړ و هشيخه ژو ر مځه هسی نه چی بت پرست شیښکې فلسفه يو ه مستا نه ر ا و ا ړ و هګو ر ه ا با سينه په ورو ورو د ا ميئ نو شی کو هبيا ښکلې غز ل شا عر ا نه ر ا و ا ړ و ه--
نظم
څوک یې چي زما د پردېسۍ پر وطنهېري کوڅې ته رالېږې شعرونهچا مي د زړه لاره در وښودلهچي پر کوگل مي اوروې نظمونهد دې بې دردو په مالت کي اشناڅنگه دي زه په زړه کي وگرځېدمژوند دي د ستورو په حساب غواړمهد خدای په یاد سې چي دي ویادېدمنظم دي داسي پر ما خوږ لگېږيلکه شرنگی چي د سیتار اورمهتر خوله دي وگرځم گړېږه راتهپکښي کیسې مي د خپل ښار اورمهپکښي تصویر د خپل جانان وینمهپکښي سندري د خپل یار ا
په پټه خزانه کې د سبکونو هراړخیزه رنګارنګي
په پټه خزانه کې د سبکونو هراړخیزه رنګارنګي پټه خزانه د هوتکي پاچا اعليحضرت شاه حسين هوتک، د عصر نامتو ليکوال محمدهوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې په (۱۱۴۱- ۱۱۴۲ هجری ق.) کلونو کې ليکل شوې او د پنځوسو پښتنو شاعرانو او ليکوالو ژوند ليکونه يې د تاريخ د خاورو په زړه کې سا
امير حمزه شينواری
امير حمزه شينواری د پښتو دغزل بابا امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩٠٧، مړينه: فبروري ١٩٩٤) (په انګرېزي: Amir Hamza Shinwari) يو پښتون شاعر، اديب، د ډرامو ليکوال، فلم جوړونکی، د راډيو وياند او ليکوال ؤ. هغه د تصوف د لارې لاروی هم ؤ او په همدې ډګر کې
ديونان لرغوني ادبيات/ سيد نظيم سيدي
سيدنظيم سيدي په دې كې شك نه شته، چې د هر ولس يا په ټوليزه توګه هرې ټولنې وبپوهنه د هماغې ټولنې د وبې پورې اړه لري؛ خو ادبيات بيا داسې نه دي؛ په دې معنا چې ادبيات هېڅكله پوله او بريد نه پېوني كه څوك غواړي او كه نه هغه به له پولو اوړي او د نورو ټولنو له ادبياتو او په ټوليزه توګه له فرهنګ او كولتور سره به يو ځاى كېږي؛ خو اوس مهمه خب
افغان وژني
راليږونکی : الحاج الهام الدين قيام افغان وژنيچه انسان خپله ،دښمن دانسان جوړ شيهسې نوم یی دانسان وي،شيطان جوړشيتا اشرف المخلوقات پيدادي خدايهوروسته ولې ترې خونخواره ليوان جوړشي
يادونه اونكلونه : اكبر كرگر
يادونه اونكلونه : اكبر كرگر خبر يې !زموږ دكلي فتح خان دشپيتو بړيڅو سره له ملكه ودانگل ٠ كرمى هم ورسره و ٠ كرمي ډيرې لاري ووهلي ډير كاروانونه يې لوټ كړل ٬ بيا يې ډير پاټكونه جوړ كړل اوډير څه يې را ټول كړل خو اخير چې دمغلو په چړو ومړ نو بيا رابيا گلې ورته جسد څيرې كړ ٠جسد يې ورته وچ كړ اودگوارو په لويه كلا كې يې وساته ٠چې گوندې يوه ورځ يې كلي ته يوسي خو باالاخره ۰۰۰۰
زه بې ګناه يم!
ايمل جلال دزمري دمیاشتې په ۱۵مه دیکشنبې په ورځ دسهار دلسوبجوپه شاوخواکې زه اود ژورنالېزم پوهنځي نورزده کوونکي دکابل ولایت قصرته دننوتلوپر مهال په عمومي دروازه ودرول شو،موږکه څه همیوه اوونۍ له مخه دکورنیوچاروله وزارت نه دکابل ولایت توقیف خانې ته دننوتلواجازه تر لاسه کړې وه؛ خود دروازې ساتونکیودیولړامنیتي دلایلو له امله اجازه رانه کړه، یوه شېبه وروسته یوتن سا
چې جنګ سوړ شو، ميرى تود شو
علم ګل سحر دپښتو لنډيو په څېر، د پښتو متلونو د منځ ته راتلو ځاى او وخت هم څرګند نه دى او نه يې هم ويونکي معلوم دي، خو( چې جنګ سوړ شو، ميرى تود شو ) هغه متل دى،چې د ځينو څېړونکو په اند يې دمنځ ته راتلو ځاى معلوم دى. ويل کيږي،چې دغه متل لومړى ځل دلوګر ولايت، د زرغون ښار په سيمه کې ويل شوى او بيا
ژرنده که دپلار ده هم په وار ده
علم ګل سحر وايي،چې په يوه کلي کې يوه ژرنده وه، خلکوبه په نوبت غنم پرې اوړه کول. بله ورځ ددوو کسو په وارجنجال شو، يوه ويل، زه د مخه راغلى يم ، اول نوبت زما ده، دابل ويل، زموږ په کور کې اوړه تمام شوي دي اول وار به زما وي. ددواړو په منځ کې جنګ جوړ شو. يو دريم سړى راغى دواړو خپل خپل دلايل ورته وويل،يوه ويل،
غزل
سپینه خولگی درانه واخیسته په زورهلکهومی لیدی مورهلکهدسپینی خولی په تلوسه کیته شولی ما ته په غوسه کیسپینه خولگی می درکوله بیا په کورهلکهومی لیدی مورهلکهدرسوایی کارونه پریژده ته می مه شرموهدا کلی کورپه ځان ته مه خبروهصبرکوه چی بیارانشی ته په لورهلکهومی لیدی مورهلکهدغه ارمان به د پوره کړم ته قرارووسهچی موربیده کړم انتظارووسهداغ می د پریښودپه سپین مخ کی تکه تورهلکه
دځوان شاعر واصل حسنيار يو څو شعرونه
څومره هنر دى چې د جهل تر غره ځان اړويد خاموشۍ بېړۍ د قهر پر توپان اړوي پخوا مې نه لوېدى و زړه ته د ډالرو طاقت اوس يې منم له يو افغان نه بل افغان اړوي نه شومه پوه مغرور رقيب مې څنګه پښو ته راغلىښايي په دې ډول له ما څخه جانان اړوي هر نوى مشر مو په ژوند كې هومره فرق راوليهغه كيسه هغه مضمون وي خو عنوان اړوي د عقل كور خرابوي ټول د دنيا په كار كې(واصل
پښتنه شاعره
فريده هوډ سيفي د استاد ميرافغان كامه وال لور ده هغه په 1348 هـ ل كال په مني د كابل په ښار كې زېږيدلې ده، خپلې زده كړې يې هم د كابل په ښار كې تر سره كړي دي. په كال 1370 كې د كابل پوهنتون د طب له پوهنځي نه فارغه شوه. د اتو كالو راپديخوا د پېښور په ښار كې اوسيږي. په پېښور كې يې په بيلابيلو روغتيايي مركزونو كې د ډاكټرۍ دندې تر سره كړي دي او اوس د بي بي سي په تعليمي پروژو كې د روغتيايي پروګرامونو پروډيوسره او د ابن سينا د روغتيايي چارو كاركونكې ده د شعر بېلګي ئې : زما كابله&n
دادم عليه سلام دپيدايښت كيسه
دا کیسه جلالتمآب شیخ نبیل العوضي په یوه تلویزیوني وینا کې کړې ده. شیخ نبیل العوضي : بسم الله الرحمن الرحیم ، حمد او ثنا خدای لره دي ، او پر وروستي نبي محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر اصحابو دې درود او سلام وي ، او پر ټولو هغو چې تر قیامت ورځې پورې د هغه لاره تعقیبوي . ګرانو وروڼو او خویندو ! انشاء الله له دې برخې څخه به د نبیانو د کیسو لړۍ پيل کړو ، چې د پند اخیستونکو لپاره پند دی ، او دغه کیسې له هغه راهیسې چې الله تعالی انسان جوړ کړ ان تر وروستي نبي صلی الله علیه وسلم پورې يو انساني تار