زمونږ دي له پخوا نه ارادې پخې

پاکې او سپېڅلې عقيدې پخې

 

ډار له سرو اورونو بې بها ګڼو

يون مو په سکروټوکړلې پښې پخې

 

دلته يرغلګرو جنګ راوړی دی

بيا ورځنې هيرې دي توبې پخې

 

خود به يې ککرې دړې وړې وي

مونږ سره دي تورې ښې تيرې پخې

 

داچې مونږ دسر سپماوی نه کوو

کړي مو له رب سره وعدې پخې

 

هر درته به ټيټ نه کړو سرونه خپل

يو رب ته مو کړې دي سجدې پخې

 

اورو له (افغان) نه زمزمې پخې

واه واه څومره ښکلی ترانې پخې