هر پلار بچی لري او دخپل بچي لپاره دپلار ډيرې هيلې وي نو په انځورونو کې هم دافغانستان بچي ګورئ خو ددغو بچيو پلرونه مړه دي شهيدان دي او ياهم معلول دي او همدغه بچي دخپلې کورنۍ لپاره دنفقې دګټلو په موخه هر راز ستړي او شاقه کارونه کوي خو په دې ټولنه کې ددې بېوزلو ماشومانو غمخواران او همدردان ډير کم دي

په دې هيله چې دافغانستان له بيوزلو او يتيمو ماشومانو سره به مرسته وکړي او دخپلو بچيانو په څير يې درزونې او پالنۍ لپاره فکر وکړئ.

يو افغان ماشوم دپنچرۍ په کار بوخت دی

دا معلول ماشوم هم د روغ بدن ارمان لري

څوک که خپل بچي په دې حال وويني څه احساس به کوي؟؟

دکابل اداره بايد خپل بادران پوهه کړي چې دا تنکي ګلابونه تروريستان ندي او مه يې وژنئ.

داماشومان هم ډوډۍ ته،پوښاک او پيزار ته ضرورت لري څوک يې دمرستې شته ؟؟؟

ددې ماشومانو له لاسونو که دکباړ بورۍ واخيستل شي او دکتابونو بکسې ورپه شا شي څه به وشي؟

چې تورخم کې له سهار ترماښامه دغه درانه لاس ګاډي زغلوي دوی بس دهمدې لپاره دی؟؟

ته دې ته تيار يې چې په خپل ماشوم باندې روپۍ وګټې؟

ته ددې لپاره ددوی له دې حالته ويستل نه غواړې چې ته اوستا بچي له نظره نشي؟

داخو يواځې ماانځورنه او نمونې در وښودلې خوته به يې دهيواد په بيلابيلو ښارونو کې داسې ماشومان او بې وزلان ګورې خو که زړه لرې او ايمان لرې او مسلمان يې نو په دغو افغانانو او مظلومانو به رحم وکړې نور ستا خوښه چې له نن پس ته له ځان سره څه فيْصله کوې چې دمظلومانو،يتيمانو،غريبانو او معلولو ماشومانو لپاره به څه وکړي؟