ماستا په شجاعت مردانګی اودلاوری وياړ کاوه مابه ويل چی دګل اغا شيرزی له بر کته به ننګرهار هيڅکله خراب نشی تل به امن اباداوسمسوروی دننګرهارشريف خلک به خوښ اوخوشاله وی بدبختانه برعکس زمادټولو هيلو خلاف نن دننګرهارامنيت ډيرخراب دی ستا په ژوند اوستا په پاچاهی کی په ټوکو ټوکو کې نيمه ګوشته لاړه توروپنجابيو ونيوله دروازې پوستې اوديوالونه ئی پکې جوړ کړه ته به داد بی ننګی تورداغ څنګه پاکوی اوڅنګه به ځان ته برات ورکوی داتورداغ خوستا په تندی پاتی کيږی؟
دافغانستان ټول وطندوست خلک پدی بی شرمانه تيری خفه دی ز ه شخصا چی قلم راواخلم نور نه پوهيږم چی چاته څه وليکم اوڅنګه په فاسدو وطنفروشانو زړه يخ کړم په هرترتيب جناب والی صاحب دخدای اودخدای درسول په خاطردننګرهارخلک اوقومونه بی غيرت ندی دتاريخ په اوږدوکې ئی ثابته کړيده چی دننګرهار خلک دضرورت په وخت کې نوروولايتونوته داوطلب تللي دي اودوطن څخه ئی دفاع کړيده نن ولی بي ډزه و ډوزه نيمه ګوشته لاړه توروچواړيانو ونيوله که ته شخصا دننګرهاردټولوقومونوخلک راټول کړی جرګه ور سره وکړی اوغږ پری وکړی چی دننګرهارشريفو خلکودګوشتی نه دفاع وکړی داخلک به دټول ننګرهار څخه په ميړانه دفاع وکړی دخپل ټوپک اوکوتک سره به دپنجابی په مورچلو ور وخيژی ٠
که تا اودننګرهارخلکو دخپل وطن په مقابل کې احساس دمسؤليت ونکړو تورپنجابيان نورهم رامخ ته کيږی په تاريخ کې به شخصا ستا اودټولو ننګرهاريو مخ توروی اودبی ننګی تور تاريخ به پريږدی او اولاده اولاده به په ستاسو په تور تاريخ 
شرميږی.وطن ناموس دی اوناموس ساتل غواړی خپل ناموس پخپله وساتي ٠
 ميامحمد بشريار

هره ليکنه دليکوال خپل نظر دی دحريت توافق ورسره شرط نه ده البته حريت اسلام او افغانستان ته زيان رسوونکي مطالب نه خپروي