بېلابېلې ليکنې


د ژوند ۵۰ رازونه!

06.04.2016 مشفق حريتمل

هۍ مهاجر کارته !!! مشفق حريتمل

سهار وختي ده لا رسميات نه دي شروع

09.04.2014 مشفق حريتمل

(مزدورې رسنۍ ظالم د مظلوم او مظلوم د ظالم په بڼه ښکاره کوي.)

طنزیه لیکنه! نظرمحمد مطمئن خبرتیا! د ازادو رسنیو د اتحاديې د ادارې له خوا! د امريکايې يوځيانو، ناټو، آیساف، افغان حکومت او طالبانو د پام وړ! که بیا ځل په پنجوايې کې امريکايانو کوچني کندهاري ماشومان شهيدان کړل، که بیا ځل په هسکه مېنه کې پر ورا امريکايانو بمبارد وکړ، که بيل ځل امريکا په لوګر کې پر ملي ادرو عسکرو بمبارد وکړ او ويې وژل، که بيا ځل امريکايې يوځيانو په تګاب کې پر ملکې کسانو د توپکو شپيلۍ ورکږې کړي او ملکې خلک يې په عام ډول شهيدان کړل، که بيا ځل امریکايا

25.03.2014 مشفق حريتمل

د امام ابوحنيفه(رح) عالي لېسه دپرمختګ په لور

دلوی څښتن شکر دی چې هغه وخت هم تېر شو چې دهمدې لېسې په سر اختلافات او لانجې دې حد ته رسېدلې وې چې په مياشتو مياشتو دلېسې دبندېدلو او حتی د ورانېدلو تر ګواښونو خبره رسېدلې وه .ډير زده کوونکي دجنجال له امله نهيلي او له زده کړو پاتې شول خو ډير بيا دې ته انتظار وو چې ستونزه به په نن او سبا کې حل شي .لېسې ته سهار له کتابونو او ملګرو سره تګ نه وه يوازې مازديګر مازديګر به  زده کوونکي دلېسې سلام ته تلل او په افسوس اوخفګان به بېرته راستنېدل.خو بياهم خدای (ج) هغه و

24.03.2014 مشفق حريتمل

بختور زوم// وهاج افغان

نن له ډېرې عجيبه کيسې سره مخ شوم، يو د پاخه عمر کس رانږدې شو؛ له لاسه يې ونيوم، د دېوال څنډې ته يې کش کړم، او کيسه يې پيل کړه چې زه او لور مې له وطن څخه عمرې ته راغلي يو؛ او اوس مکې مکرمې ته د عمرې لپاره روان يو؛ په لور مې مياشتنی عادت راغلی، زما زوم دلته کار کوي، هغه هم راسره ملګری دی؛ دواړو ډېره موده سره نه دي ليدلي؛ نو مېړه يې نشي کولی چې صبر ترې وکړي؛ آيا داسې به جايز وي؛ چې لور مې مونږ سره مکې ته پرته له احرامه لاړه شي، او هلته مونږ عمره وکړو، مېړه يې ورسره کوروالی و

22.03.2014 مشفق حريتمل

ای دنوروز بې ځايه هوسونو او مستيو اخيستو/مشفق حريتمل

ای دنوروز بې ځايه هوسونو او

21.03.2014 مشفق حريتمل

نوروز د يو اختر په توګه لمانځل حرام دي//وهاج افغان

  وروز د يو اختر په توګه لمانځل، او په کې ځانګړي ديني او مذهبي مراسم ترسره کول، يو ناروا مجوسي عمل دی.  . اما د پسرلې په لومړی ورځې او د طبيعت په نوو زېږېدل شويو ښکلاګانو باندې د طبيعي خوښۍ اظهار جلا عمل دی؛ چې د هر انسان او ټولنې طبيعي حق ګڼل کيږي، که چېرې دغه خوښي په منظمه توګه څرګنده شي؛ البته د يوه عام اختر بڼه ونه لري؛ ديني مراسم په کې نه وي؛ نو ان شاء الله باک نه لري. که چېرې د خوشالۍ تر څنګ د نيالګيو په کښېنولو استقبال شي؛ نو دا تر ټولو ارزښتمن کار دی، او

21.03.2014 مشفق حريتمل

"قيمتي غمی"/// حمدالله حلميار

دباران یو څاڅکی دهواڅپو دسمندر تر پراخي غیږي راورساوو څاڅکي چي کله د سمندر ژوروالی او پراخي وليدله نو په زړه کي یی ویل: ددي دومره پراخ او ژور سمندر په وړاندي زما وجود څه حیثیت لري؟ زما وجود خو د سمندر په وړاندي په نشت حساب دي کله چي دباران څاڅکي ځان ته په کم او کمزوري نظر وکتل نو یوه صدف (کب) په خوله کي واخیست او په ډیره خواري سره یي وپالي . څه موده پس دغه څاڅکی په یوه قیمتي غمي بدل شو او همداسي لاس په لاس تر باچا ورسیدی او دباچا دتاج ښکلا شو دخونــــد او پنـــد

21.03.2014 مشفق حريتمل

غريب او جنت/ ژباړه حمدالله حلميار

  په هديره کې يو يې دخپل بډای  پلار د مرمرين او ښکلي قبر سرته ناست وو او بل بيا دخپل غريب او نېستمن پلار دخاورو خړ مزار ته ګونډې ماتې کړې

19.03.2014 مشفق حريتمل

په افغانستان کې له خره نه امبولانس جوړ شوی

دافغانستان په اطرافو کې کليوالو او اړو خلکو  له خره نه ا مبولانس جورکړی دی . چې اکثره وخت دحامله ښځو او نورو ناروغانو لپاره ورځینې استفاده کوي دغه انځور یو عربي پاڼی ( الموسوعة بوک ) خپورکړی وه چه په زرګونه خلکو خوښ کړی او شريک کړی اوتبصرې يې پرې لیکلې دي .

19.03.2014 مشفق حريتمل

دځوان شاعرښاغلي عباسي دتره په مړينه دخواشينۍ پيغام

  په ډېرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ چې دځوان تکړه شاعر مولوي عباسي خدرخېل مشر تره  مرحوم عبدالله خان د مرحوم حاجي عباس خان زوى چي د روان ١٣٩٢ لمريز كال د حوت (كب) په ١٤ څوارلسمه نېټه يې   ۶۳کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله د د اجل دا

17.03.2014 مشفق حريتمل

دکبرجن نښې // نصرالله غزنوي

وروڼو هڅه وکړئ چي له دې ناوړو خویونو ځانونه وساتئ. په حدیثو کي دتکبر او لويي ډیري نښي ښودل شوي او ویل شوي چي دانښي په هر چا کي وي هغه کبرجن دی. علماوو په لنډ ډول داویلي چي څوک نور خلک تر ځان ښکته او ځان تر ټولو لوړاوغوره ګڼي هغه کبرجن دی. د کبرجن ځیني نښي دادي : ۱- دنورو خبري په منځ کي پرې کوي او خپله خبر په خلکو په زور اوري. ۲-پایڅې يي تل تر بجلکو لاندي پسي کښیږي . ۳ـ د روغبړ پر مهال مخامخ سړي ته توجه نه ورکوي. ۴ـ په خلکو پسخند وهي ،او ور پوري

17.03.2014 مشفق حريتمل

دمارچ اتمه زما دمور ورځ نه ده // رښتين زابلوال

د مارچ اتمه زما د موركئ ورځ نه ده ځكه زه هر سهار د موركئ خوني په دي نمت ورځم چي يو ځل يي لاس او پښي دواړه مچو كړم، ځكه زه مسلمان يم او لوى رب مي د مور په خدمت او عزت ماموركړى يم، بلكي د مارچ اتمه د هغي بيورلي مور ورځ كبداى شي چي د غرب مبتذل كلتور موروالى ځني غصب كړى او هغه په اولډهوم كي د مارچ اتمي ته ځكه په تمه ده چي ګوندي زوى به يي ورته د ګولانو ګيډئ راواستوي. د مارچ اتمه زما د ميرمن ورځ هم نه ده، ځكه زما ميرمن زما د كور ملكه ده، زه ټول د هغي يم او هغه ټوله زما ده، زما او دهغي زړ

08.03.2014 مشفق حريتمل

مور د مهربانی په هکله یوه ډېره په زړه پورې قصه:

یو ځوان هلک چي هره ورځ به یې په کور کي د میرمن او مور ترمنځ جنجال ؤ,نو غوښتل یې چي د مور څخه ځان خلاص کړي، فیصله یې وکړه چي مور باید په ځنګله کي خوشی کړي، نو مور یې په شاه کړه او د یوه لوي ځنګل په لور روان شو او یو هسک غره ته وخوت چي خپله بوډۍ مور هلته پریږدي ترڅو راکښته نشي,نو کله چي د ځنګل په منځ کي د دنګو او هیبتي لویو بوټو ( ونو ) لاندي تیریده نو مور به یې دپاسه د ونو څانګې ماتولې او په ځمکه به یې غورځولې... هلک خپله مور په غره کي پریښوده او یوازي راروان شو,لیکن لاره ډېره هیبت ناکه و

08.03.2014 مشفق حريتمل

دامام ابوحنيفه دليسې په جنجال کې دښکېلو لوريو دپام وړ!!

دا لیسه چې زمونږ دسيمې يواځينۍ لیسه ده او يو شمير ځوانان لدې لارې خپلو ارمانو ته ورسيدل او دپوهنتون په درشل

19.10.2013 مشفق حريتمل

دمــــــــورتر پښولاندې جـــــنــت دی

ليکوال: ميامحمد بشريارمورهغه مهربانه اوزړه سواندی بشردی چی دخپل زړه غوښی خپل اولادته ورکوی اودزړه په و ينو خپل اولاد لويه وی دموراوپلار يواځنی ثمر اولادونه دی که دا اولادونه صالح اونيک وی دموراوپلاردافتخار سبب کيږی اوکه خدای مکړه نااهله اوجاهلان وی مور اوپلار ورته زوریږی دموراوپلار په درد نخوری موراوپلارته دردسر جوړيږی ٠

15.05.2013 مشفق حريتمل

دګل اغاشيرزي په نوم/ميامحمد بشر يار

ماستا په شجاعت مردانګی اودلاوری وياړ کاوه مابه ويل چی دګل اغا شيرزی له بر کته به ننګرهار هيڅکله خراب نشی تل به امن اباداوسمسوروی دننګرهارشريف خلک به خوښ اوخوشاله وی بدبختانه برعکس زمادټولو هيلو خلاف نن دننګرهارامنيت ډيرخراب دی ستا په ژوند او

15.05.2013 مشفق حريتمل

د پیسو په پا ليسي، ارزښت او ثبات ته کتنه// انجنیر سید محمد روحاني

د پیسو پا لیسې (مونیټري پا لیسي )څه ته وایي؟   د پیسو پا لیسي له هغه مالي فعا لیتونو څخه عبارت ده کوم چه د یو هیواد د مرکزي بانک له خوا ځنې اداره او کنټرول کیږي لکه د پیسو برابرول، د پیسو موجودول، د اسعارو د تبا دلې نرخ یا ارزښت ټا کل، د پیسو ګټه او د ا سې نور اړونده دندې شوې ترڅو مرکزي بانک وکولای شي چه اقتصادي پرمختګ وکړي، د اسعارو د تباد  لې نرخ ثابت وساتي،  خلکو ته د کار زمی

23.03.2013 مشفق حريتمل

پښتون یو مسلمان او مؤمن دی بلکه یو متعصب ندی

ليکوال: انجنیر سید محمد روحاني خارجیان غواړي د افغانانو تر منځ تعصب رواج کړي تر څو یو قوم له بل قوم سره لس یا شل  کاله نور هم د تعصب په خاطر په خپلو منځونو کې سره و جنګوي  او کفار ورته د خیر په غونډۍ ورته کښیني او سیل یې وکړي. کله چې یو پښتون ورور لکه محترم اسماعیل یون صاحب د پښتنو د حقوقو نه دفاع کوي نو له بده مرغه شمالي ټلواله هغه یو متعصب او د آی-اس-آی غلام ګڼي مګر کله چې خلیلي صاحب د هزاره ګانو حقوق غواړي او یا جنرال دوست

20.03.2013 مشفق حريتمل

ایرانیان غواړي د خپل سیاست او فرهنګ له لارې افغا نستان مستعمره کړي!

حدیث شریف: (الحرب خدعة). ژباړه: په حدیث شریف کې راغلي دي:( چې جنګ یو هنر/چل دی). مونږه افغانان باید په دیني، سیاسي، اقتصادي، مالي، اجتماعي، فرهنګي، تعلیمي او فزیکي جنګ کې له سلیم عقل او فکر نه کار واخلوو او د جنګ په هر قسم میدان کې لازم هنر یا چل نه استفاده وکړو ترڅو په هر ډول جنګ و مبارزه کې پر دښمن او یرغلګرو بریالی شو. سیاسي لیکوال: انجنیر سید محمد روحاني نن ورځ(۲۸ حوت، ۱۳۹۱ ) د آزادی رادیو سهار په اوو بجو خبروکې داسې وویل:( د کابل پو هنتون به ډی

18.03.2013 مشفق حريتمل

انګریزان او امریکائیان ولې پښتنانه نه غواړي او ا قلیتونو ته ارزښت ورکوي؟

سیاسي لیکوال: سید محمد روحاني (تل له اسلام او وطن نه قربان) پښتنو وروڼو! د دښمن او یرغلګرو په مقابل کې یو شئ! او که یو نشوئ ستاسو هیواد او ناموسونه به ډیر زر له بین څخه لاړشي او په هغه دنیا به مو جهنم ځای وي ځکه چې خپله خاوره او خپل ناموس د پښتون قوم لپاره هم اسلام دی او هم ایمان. نو که خپل اسلام او دین درباندې ګران وي نو متحد شئ چې خپل هیواد او خپل ناموسونه د پردو یرغلګرو ظالمانو نه بچ کړو. (Divide and Rule Theory)  خارجیان ولې ز

18.03.2013 مشفق حريتمل

افغانستان کې ولې هر سړی پاچا دی؟/// انجنیر سید محمد روحاني

• کفار به هیڅ وخت د مسلمانو دوستان نشي ترڅو هغوی اسلام نوي قبول کړی او یو مسلمان به هیڅ وخت د کفارو دوست نشي ترڅو یې کفر نه وي قبول کړی. نو محترم حامد کرزی او د هغه کابیني نه دا هیله کیږي چې مسلمانو هیوادو ته سفرونه زیات کړي تر څو مسلمانان له افغانستان سره مرسته وکړي ځکه یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی او پدې اوسني عصر کې افغانستان په ټولو اسلامي ممالکو حق لري چې ورسره بسپنه او ښېګڼه وکړي. دغه کار دې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري او دنده دې ورکړي چې له اسلامي هیوادونو س

16.03.2013 مشفق حريتمل

ایا پوهیدئ چی پیغمبر علیه السلام ولي موږ سپي ته د لاس ور وړلو څخه منع کړي یو ؟!

ژباړه : جلال الرحمان ((شرر))یوې تازه طبی څیړني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لارښوونو حقیقت هغه وخت لا جوت کړ چی کله یې سپیانو ته لاس ور وړل، د هغو سره لوبی کول ، د هغو مردایو ته لاس ور وړل یا یې په لاس د بولو یا ناوړو ور مینځل منع اعلان کړه او ویره یې څرګنده کړه چی په دې سره د ړندیدو شونتیا سته .... د حیوانانو د ډآکټرانو یوې خاصی ډلی ویلی دی چی د سپیانو روزنه کول، د هغه فضله موادو او بولو ته لاس ور وړل انسانی بدن ته یو ډول چینجیان انتقالوی

20.02.2013 مشفق حريتمل

الماني ډاکټر په مغزو کې دشيطان ځاله ومونده /// نجيب الله ملګری

د جرمنی د بريمن پوهنتون يوہ پروفيسر او د اعصابو ډاکټر گيرهارورت د انسان په مغزو کی د شيطاني لمسون موقعيت او يا د هغه  په وينا د شيطان ځاله ده د اعصابو په  ژنونو کی  په  نړيواله کچه دغه وتلی  ډاکتر وايي همدغه  ځای د انسان د کرکې؛لمسونې او شيطاني  کارونو د ترسره کولو آمر دی چی ميليونونه انسانان له سمې لارې کږوي؛ دی وايي د ځينو مجرمو کسانو د ازموينې پر مهال يې د ويډيوگانو تر کتلو وروسته کشف کړ چی د بعضو مجرمينو يو وحشی کار ترسره کاوه غلاوې او قتلو

11.02.2013 مشفق حريتمل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more