۱- هر ورځ قران کریم، هر شنبه یوه ورځپاڼه، هره اونۍ یو کتاب او هر میاشت یوه مجله ولولئ.

۲- هیلې او موخې مو له هغو کسانو سره شریکې کړئ چې تل مو هڅوي.

۳- ګډ ژوند د اعتماد او باور پرستنو ولاړ وي که دا ستنې ونړیږي نو ګډ ژوند په یوازېتوب بدلیږي.

۴- خلکو ته هغه کتابونه امانت ورکړئ کوم چې په نشتون کې یې نه ناراحته کیږئ.

۵- د هر ډول وسلو له ګرځولو په ډډه وکړئ ځکه ساتونکی مو خدای(ج) دی نه وسلې.

۶- د هېواد د ځینو قوانینو لوستل اړین دي لوستل یې مه هیروئ.

۷- که مو دښمنان ډېر شول په دې پوه شئ چې خپلو موخو ته نېږدې شوي یاست.

۸- هر انسان ډاډ ته اړتیا لري، هغوي ته ډاډ ورکړئ.

۹- ټول ژوندي موجودات د احترام وړ دي احترام یې وکړئ.

۱۰- هېچا ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو مزاحم شي او ځان ته هم دا اجازه مه ورکوئ چې د نورو مزاحم شئ.

۱۱- تل د ښګڼو او نېکیو ګټونکي واوسئ.

۱۲- هېڅکله په لوږه کې د پېرلو لپاره مه ځئ کېدای شې له اړتیا ډېر شي وپېرئ.

۱۲- څه شی چې کم ازرښته دي هغه مه مهموئ.

۱۴- هېڅکله نورو ته مه وايئ چې ستړی او خسته معلومیږې.

۱۵- ځینې دوستان او ملګري په پیسو اخلی هغه هېڅکله له لاسه مه ورکوئ.

۱۶- باید څک او هوښیار و اوسئ چې د چا په لومړۍ لیدنه فریب ونه خورئ.

۱۷- پرېږدئ چې هر څه ساده و اوسي.

۱۸- له خلکو نه په لومړۍ لیدنه کې له شخصي پوښتنو په کلکه ډډه وکړئ.

۱۹- له هغو خلکو وډار شئ چې د لاسه ورکولو لپاره هېڅ نه لري.

۲۰- چېرته چې د تللو هوډ لرئ لس دقیقې مخکې حرکت وکړئ.

۲۱- له پیسو تل د نېکمرغۍ تمه مه لرئ.

۲۲- د «ستونزې» د کلمې پرځای د «فرصت» کلمه ډیره وکاروئ.

۲۳- د خپل شهرت ساتنه وکړئ ځکه نېک شهرت لویه شتمني ده.

۲۴- ددېکلمو له ویلو مه ویرېږئ، تېروتنه مې وکړه، مرستې ته اړتیا لرم، بښنه غواړم، یو سوال لرم او….

۲۶- هڅه وکړئ چې د خلکو د بریا او نېکمرغۍ سبب شئ نه د ماتې.

۲۷- د ژوند د بدلون امکان شته ځکه دا کار نور کړئ تاسو یې هم تجربه کړئ.

۲۸- ځینې وخت پر تاسو د خلکو نیوکې حقیقي نه وي، بلکې د هغوي شخصي باور وي.

۲۹- پر هغو کسانو باور ولرئ کوم چې پرتاسو  بارو لري.

۳۰- په تکراري لارو له تګ نه ډډه وکړو نوې لارې تجربه کړئ.

۳۱- څوک چې ستاسو تعریف او ستاینه کوي هغه باید په مهربانۍ ومنئ خو تاسو د خلکو بې ځایه ستاینې مه کوئ.

۳۲- د کار د پیلوو په وخت کې خنډونه تر شا پرېږدئ.

۳۳- یوازې تاسو یاست چې خپل افکار او فعالیتونه مو کنټرلاوی شی.

۳۴- حتا له یوې باراني ورځې هم خوند اخیستلای شئ، که وغواړئ.

۳۵- څوک چې خوښۍ ته اړتیا لري هغه خوشاله کړئ.

۳۶- دا عبارت «مینه درسره لرم» ډېر وکارئ.

۳۷- ماتې مو د بریاوو په څېر له نورو سره شریکې کړئ.

۳۹- نېکمرغي داسې شی ده چې باید خپله یې تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړئ.

۴۰- تر هغه له چا قرض مه کوئ ترڅو چې ډیر مجبوره نه شئ، قرضونه مو ملا در ماتوي.

۴۱- په یاد ولرئ احساساتي او قهرجن خلک تل په حقه نه وي.

۴۲- غوره خلکو ته د ملګرۍ او دوستۍ پر وړاندیز مه شرمیږئ ځکه د نیکو کسانو سره ملګري کول نیکي ده.

۴۳- له خلکو سره مرسته وکړئ خو دا هڅه مه کوئ چې پوره یې کړئ ځکه دا ستاسو له وسې پورته خبره ده.

۴۴- د خلکو د کارونو او فعالیتونو له مخې د هغوی قضاوت وکړئ نه د دوي د خبرو له مخې.

۴۵- که ټول ښه نه وي او یا ټول نېکمرغه نه وي دا ستاسو تقصیر او قصور نه دی.

۴۶- له مناسبو پلورنځیو نه په مناسب قیمت شیان وپېرئ چې پیسې مو سپما شي.

۴۷- قمتي شیان تل با کیفیته نه وي، تل قمتي شی مه پېرئ.

۴۸- د داسې کسانو د لیدو هڅه وکړئ چې هغوي ستاسو په لیدو خوشاله کیږي.

۴۹- له هغه چا سره چې مینه لرئ د هغه لپاره تر ټولو ښکلې ډالۍ مسکا ده.

۵۰- تېره ورځ تېره شوې له نن سره مینه وکړئ او له سبا نه هېڅ مه ویریږئ.