د نصیر کوټوال په زیار
په دغه بحث کې لاندې ملګرو ګډون کړی:
تاج محمد تمکین
فضل ربی شیرزاد
محمد داود نیازی
بختیار رحمانی
دیان بونیري
شجاع الله امان
نجیب سلطانزوی
نصیر احمد کوټوال
په ساده ژبه انفلاسیون په یوه ټاکلې موده کې د توکو او خدمتونو دبیو ټولیز لوړوالی را پیژني، مصرفي محصولاتي او خدمتونه لکه موټر،وچه ډوډۍ،کالي،رستورانتونه او داسې نور ورځ تر بلې ګرانیږي؛ په روښانه توګه ویلی شو چې دغه حالت هغه وخت رامنځ ته کیږي چې دپیسو ارزښت کم شي او دارزښت دغه کموالی د پیسو د پېر ځواک (درانیولو وړتیا ) کموي چې معمولآ لامل یې دډېرو پیسو شتون په ګوته کوي،یعنې کله چې په مارکیټ کې د توک...و او خدمتونو په پرتله پیسې ډېرې شي نو دبیو په لوړوالي منتج کیږي ،دبیو دغه لوړوالی او دپیسو دارزښت کمښت ته انفلاسیون وایي.
دپاړسوب په هکله اقتصاد پوهانو تراوسه پوری داسې کوم معیاري تعریف ندي وړاندې کړی چې ټول اقتصاد پوهان د پرې یوه خوله وي
هاوټرې وایي:دزیاتو پیسو عرضه کول دانفلاسیون مانا ورکوي په دې تعریف نیوکه کیږي چې هاوټرې له زیاتو پیسو نه څومره مراد دي یعنې څومره پیسو ته مونږ له حده زیاتې پیسې ویلی شو، پس دغه له کنډو ایخوا پیسو تعین ستونزمن دي
برومان بل اقصتاد پوه پدې باور وؤ چې دبیو په عمومي نوملړ کې متواتر زیاتوالی ته انفلاسیوان وایي. همدې ته ورته په سلګونو تعریفونه وړاندې شوي دي ،خو په پایله کې دانفلاسیون دوه دودیز لاملونه چې په لومړي مرحله کې دپیسو بې انډوله تولید او په دوهمه مرحله کې دبیو لوړوالی چې د لومړی مرحلې زیږنده بلل کیږي دپام وړ ټکي دي
کراوتر وايي چې:هغه حالت چې دپیسو دارزښت په کموالي منتج کیږي ،یعنې بیې لوړیږي
دغه حالت ته انفلاسیون ویلی شو، دغه تعریف هم په تجربوي لحاظ ستونزه لري ،ځکه نوموړی باور لري چې دنرخونو لوړوالی د پاړسوب زېږنده ده چې داقتصاد لپاره مضر تمامیږي،خو داسې نده ځکه په منځني توګه انفلاسیون داقتصادي ودې پایله باللی شو،چې دخلکو دپېر وړتیا په ګوته کوي او داقتصاد لپاره سالم دی نه مضر
دانفلاسیون ډولونه عبارت دي له
ښویدونکی انفلاسیون ، نرم انفلاسیون،منډې وهونکی انفلاسیون او هایپر انفلاسیون .....
انفلاسیوني خلا یا Inflationary Gap
دا هغه اصطلاح ده چې کینز وکاروله. انفلاسیونی خلا د هغه حالت څخه عبارت ده کله چې د اساس د قیمتونو په نظر کې نیولو سره اټکل شوي لګښتونه د مو جوده محصولاتو څخه زیات شي یا په بل عبارت دا د یوې ټولنې د وګړو د پولي عایداتو او د شته تولیداتو او خدماتو د مقدار تر مینځ تفاوت دی. نو په یوه ټولنه کې د انفلاسیون د رامینځ ته کیدو لامل هم د کینز په اند همدا انفلاسیوني خلا ده. د انفلاسیون د مخنیوي یا له مینځه وړلو لپاره باید دا خلا ډکه شي. مونږ یواځې دغه خلا د انفلاسیون لامل نه شو ګڼلای او انفلاسیون ډیر لاملونه لري چې دلته به پرې په تفصیل سره نورې خبرې هم وشي خو یادونه باید وکړم چې کله د انفلاسیون څخه خبره کوو نو موخه مو باید د قیمتونو په کچه کې دوامداره زیاتوالی وي د قیمتونو موقتي زیاتوالی انفلاسیون نه شو بللی ځکه کیدای شي په مارکیټ کې یوازی د یو جنس له امله د هماغه جنس قیمت لوړ شي خو د نورو اجناسو قیمتونه ثابت وي یا هم د خرابې هوا او یا وچکالۍ له امله د غله جاتو د بیې لوړیدل. په پای کې باید ووایم چې د قیمتونو د کچې لوړوالی د انفلاسیون یو شاخص او نښه ده نه د هغه لامل ځکه انفلاسیون نور ډیر لاملونه لري چې دلته به پرې سره خبرې وکړو
د انفلاسیون لاملونه Causes of Inflation
داچې دپاړسوب اخیری پایله د بیو لوړیدل راښیي،خو دتوکو او خدمتونو دبیو لوړیدل بیا د شیانوا و خدمتونو د عرضې او تقاضا په مټ ټاکل کیږي ، د همدغه ټکي په نظر کې نیولو سره انفلاسیون هغه وخت رامنځ ته کیږي چې توکو ټولیزه تقاضاپر ټولو شته توکو ور واوړي یعنې چې له عرضې تقاضا ډېره شي ،چې دغه حالت د جنګ په وخت کې، دپلانونو د پلې کیدو په وخت کې او همدارنګه د تکنالوژي دچټکې ودې په وخت کې تجربه شوي دي.
دپاړسوب دوه عمده لاملونه چې په ګوته شوي عبارت دی له:
۱:-دتوکو او خدمتونو د تقاضا ډېرښت
۲:- د توکو او خدمتونو د تولید کمښت
د توکو او خدمتونو دتقاضا ډېرښت لاملونه عبارت دی له:
۱:- ددولت او خصوصي سکتور ونو د لګښتونه ډېروالی
د صادراتو دحجم زیاتوالی,د ټکسونو کموالی,ددولت لخو د کورني اخستل شوؤ پورونو چټکه ورکړه,د نفوس چټکه وده ,بې قانونه مارکیټ (تور مارکیټ)
هغه لاملونه چې د تولید کچه را ټیټوي عبارت له:
دتولید دفکتورنو کموالی (لکه ځمکه،کارګر،سرمایه،خام مواد...),په صنعتي سکتور کې شخړې (ناهم غږي),طبعې پېښې,بې انډوله تولیداو همدارنګه دتوکو یا اجناسو زیرمه کول
انفلاسیون لکه مخکې چې هر ور څخه یادونه وشوه عموما یا د تولید دلګښتونو دلوړوالي له امله او یاهم په تقاضا کې د زیاتوالی له امله رامینځټه کیږي
یانې یا به Cost PUsh Inflation وي یا به Demand Pull Inflation وي
که چیرې انفلاسیون د تولید دلګښتونو دلوړوالي له امله رامینځته شوي وي نو لاملونه یې عمدتا
۱. دخامو موادو په بیو کې لوړوالی عموما وارداتي خام مواد
۲. د کارګرو په لګښت کې لوړوالې
۳. د غیر مستقیمو مالیاتو لوړوالی
که انفلاسیون د تقاضا د زیاتوالي له امله رامینځته شوی وي نو لاملونه یې :
۱. دتبادلې په نرخ کې ټیټوالې
۲. په مستقیمو مالیاتو کې کموالی چې په دې سره د مستهلکینو عاید کې بهتر والی راځي نو له همدې امله تقاضا زیاتیږي
۳. د پیسو په عرضه کې زیاتوالی
او داسې نور
طبعې پیښې هم په تولید بدې اغیزې کولی شي دبېلګې په توګه سیلابونه او وچکالي د کرنیزو تولیداتو کچه راکموي چې د خامو موادو او غذایی موادو د کمبود سبب ګرځي او قیمتونه لوړیږي....دمصرفي محصولاتو په پرتله د عیاشي(لوړې سویې) توکو تولید ته ډېره پاملرنه کول چې دغه بې انډولتوب په مارکیټ کې د ډیرو اړینو موادو او توکودتولید د کمښت سبب ګرځی او قیمت ورسره لوړیږي....ځینې وخت بیې ورځ تر بلې لوړیږي او سوداګر په دغه و خت کې کوښښ کوي چې خپل مالونه خوندی وساتي تر څو په راتلونکي کې ورته ډېره ګټه وګړي اودغه ساتنه هم د توکو د کمښت سبب ګرځی چې انفلاسیون ته لاره هواروي.
انفلاسیون لاملونه کیدای شي په دوه ډوله وویشل شي:
ا . د مجموعي تقاضا زیاتوالی چې د تقاضا د زیاتوالي لاملونه هم عبارت دي له:
د پیسو د عرضېې زیاتوالی
د شخصي عوایدو زیاتوالی
د مجموعي مصارفو او پانګونې زیاتوالی
داخلی تولیداتو ته د خارجې تقاضا زیاتیدل چې په ترڅ کې یې صادرات هم زیاتیږي
د مزدونو، معاشونو او د نورو مکافاتو زیاتوالی
د نفوسو زیاتوالی
۲.د د غه تقاضا په مقابل کې د اجناسو او خدماتو نه زیاتوالی چې لاملونه یې عبارت دی له: د سرمایوي اجناسو عدم مثمریت، د تولید د عواملو کم اغیزمنتوب لکه غیر مسلکي کارګر یاد د خامو موادو کمبود او داسې نور، د اسعارو د خارجې تبادلې د نرخ د رالویدو د مخنیوي په موخه د صادراتو زیاتول چې په ترڅ کې یې د هیواد په داخل کې د محصولاتو عرضه کمیږي، د تجارانو له لوري د تولیداتو احتکار، طبیعي آفات لکه وچکالي سیلابونه او نور......
د تقاضا دزیاتوالی له امله رامینځ ته شوی انفلاسیون ته Demand pull Inflation وایی او د یو اقتصادي جریان د هغه عواملو د تقاضا د زیاتوالی له امله رامینځ ته کیږي کوم چې د مارکیټ د تقاضا یا مصرف په اړخ کې شتون لري چې عبارت دي له کورنیو، د پانګونې د مصارفو او د دولت د مصارفو څخه چې د دوی د تقاضاګانو ټولګه د یو هیواد مجموعی تقاضا هم جوړوي نو کله چي دغه تقاضا د اجناسو او خدماتو د موجوده عرضي څخه زیاتیږي نو دا د انفلاسیوني فشار ښکارندوی ده که د اضافي تقاضا په مقابل کې عرضه زیاتوالی ونه کړي نو طبیعي ده چې انفلاسیون به رامینځ ته شي
د انفلاسیون څخه څوک اغیزمن کیږي؟
کله چې مونږه دانفلاسیون څخه خبرې کوو په دې مانا چې قیمتونه لوړیږي او دقیمتونو لوړوالی په ټولو اغیزه لري خو دټولنې غریب قشر زیات ترې اغیزمن کیږي ځکه چې غریبه طبقه ډیر کم عواید لاسته راوړي او اجناس ډیر قیمته کیږي په دې اساس هغوی دانفلاسیون څخه زیات اغیزمن کیږي.
په نورماله انفلاسیون یا ښوینده انفلاسیون کې په سوداګرواو په خصوص تولیدونکوباندې دومره اغیزه نه وي ځکه چې دخامو موادو دقیمت په لږ لوړوالي سره دهغوی تولیدي مصرف زیاتیږي خو ورسره ورسره دهغوی ګټه هم زیاتیږي خو دښوینده انفلاسیون نه علاوه بل انفلاسیون یعنې هایپر انفلاسیون رامنځ ته شي نو په دې صورت کې نه یواځې په داخلي مولدینو باندې دخطر اغیزې غورځوي بلکه خارجي پانګه وال هم ویره پیداکوي او حتی الامکان کوښښ کوي چې خپله پانګه دنوموړي هیواد څخه وباسي لکه په پاکستان کې دزرداري دحکومت راتګ سره چې کله قیمتونه ډیر لوړشول او انفلاسیوني اغیزې زیاتي شوي نو داخلي او خارجي پانګوال دواړه دمیدان څخه وتښتیدل...............اوهمدارنګه دموادو دکیفیت معیار ته هم دانفلاسیون په راتګ سره خطر پیښیږي ځکه کله چې قیمتونه لوړشي سوداګر کوښښ کوي چې خپله ګټه دتیر په شان وساتي چې په همدې وجه داجناسو کیفیت کې کمښت راولي.
د انفلاسیون دکچې حسابول:
دانفلاسیون دکچې محاسبه کول په دې ترتیب کیږي :
دانفلاسیون کچه =سږکال دبیې شاخص-دتیرکال دبیو شاخص/تیرکال دبیو شاخص *
یوه خبره چې زه یې باید دسنجش په حق کې وکړم اګر چه فارمول مې ورته مخکې لیکلی دی خو اوس وخت کې چې دانفلاسیون اندازه په افغانستان کې سنجش کیږي تر هرڅه دمخه 1000 کورونه په هر زون کې (افغانستان په 7 زونونو ویشل شوی) سروې کیږي ترڅو زیات استعمالیدونکي شیان ترې مالوم کړی شي او دانفلاسیون کچه پرې وسنجول شي همدارنګه په دودیزه توګه د 1000-500پورې د توکو او خدمتونو بیې چک کیږی او په عین ورځ دیوه ټاکلی توکي بیه په مختلفو ځایو کې بیه کیږی او اوسط بیه یې یاداښت کیږي او هغه متودولوژی چې د بیو توپیر پرې سنجول کیږی د شاخص عدد(اینډکس نمبر) په نوم یادیږی ،دشاخص عدد په مټ کولی شو د یوټاکلی توکی د نسبي بیې توپیر په یو ټاکلی کال کې محاسبه کړو چې ورته د اساس (بیس) کال ویل کیږي.
دبېلګې په توګه فرض کړی دیو دسمال بیه په کال ۲۰۰۰ (بېس کال) کې اته افغانۍ وه او د نوموړي قلم بیه په کال ۲۰۱۰ (جاری کال) کې ۱۲ افغانۍ اټکل شوې ده نو دجارې کال شاخص داسې محاسبه کیږي :
انډکس ویلیو=12/8*100
او ددې ټولې پروسې نه وروسته پرې بیا مخکنی فرمول عملي کیږي او دانفلاسیون عمومي کچه پکې مالومیږي
سټیګفلیشن Stagflation
سټګفلیشن ددوو کلمو دلنډیز ترکیب دی چې یو یې Stagnation چې د رکود په مانا دی او بل یې Inflation . سټګفلیشن هغه اقتصادي حالت ته ویل کیږي چې هم په کې بیې لوړې وي او اقتصادي رکود په ډیرو ساده الفاظو .... له یوې خوا نه کاروبارونه صورت نه نیسې او له بلې خوا بیې اسمان ته ختلی وي.
د سټګفلیشن په څیر ځینې نور ترکیبونه هم شته په انګریزي کې لکه :
MerKozy کله چې د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل او سرکوزي د مینې کیسې رابرسیرې شوی نو په دوی ته بیا خلکو مرکوزي ویل ....
زه باید دومره ووایم چې ددووکلمو دغه شان جوړښت ته په انګلیسي ژبه کې blending او یاهم two in one وایي او داسې ډیرې کلمې شته چې دبلینډنګ په اساس جوړې او اوس مروج شوي دي لکه motel=hotel +motorموټل هغه هوټل ته وايي چې عموما خلکو ته داوسیدو دځای څخه علاوه دپارکنګ دموټرو دتمولو وړیا اسانتیا هم ورکوي .......په پښتو کې هم داسې بیلګې شته لکه مینه ناک(مینه+ناک) ،ګلزار(ګل+زار) او داسې نور ....
په پرمختیایې هیوادونو کې انفلاسیون:
پرمختیایې هیوادونه د خپل قتصادي پرمختګ په لړ کې تل د انفلاسیون سره لاس او ګریوان وي، خو د پرمختیایې هیوادونو انفلاسیون د پرمختللی هیوادونو د انفلاسیون سره توپیر لري داسې چې په پرمختللی هیوادونو کې هغه وخت انفلاسیوني حالت رامینځ ته کیږي کله چې د Full Employment یا بشپړ استخدام حالت حاکم شي خو په پرمختیایي او وروسته پاتې هیوادونو کې اوزګارتیا او انفلاسیون دواړه یو ځای شتون لري.
په پرمختللي هیوادونو کې کله چې دولت وغواړي اقتصادي رکود له مینځه یوسي نو د بیلابیلو لارو له مخې پانګونه زیاتوي چې ورسره د پانګونې لګښتونه زیاتیږی او دا په خپل وار سره د تقاضا د زیاتوالي لامل کیږي خو دغه زیاته شوی یا اضافه تقاضا د انفلاسیوني حالت د رامینځ ته کیدا لامل نه کیږي ځکه چې په دغه هیوادونو کې د تقاضا په مقابل کې عرضه ارتجاعیت لري یعنې د تقاضا په زیاتیدا سره عرضه هم زیاتیږي، ځکه خو په پرمختللي هیوادونو کې د اقتصادي رکود او اوزګارتیا د له مینځه وړلو لپاره د اضافي تقاضا د رامینځ ته کولو کوښښ کیږي داسې چې پرمختللی هیوادونه دا وړتیا لري چې د متناسبې عرضې له مخې نوموړې اضافي تقاضا اشباع کړي
خو په پرمختیایې هیوادونو کې بیا داسې نه ده، په دغه هیوادونو کې پانګه اچونه اضافي تقاضا رامینځ ته کوي خو اقتصادي نظام د د پانګې د نه شتون له امله دا وړتیا نه لري چې عرضه ورسره په متناسب ډول زیاته شی. په دغه هیوادونو کې د ملي عاید زیاتیدل او د اوزګارتیا له مینځه تلل د حقیقې پانګې د زیاتیدلو سره تړلې دي او د پانګې زیاتیدل بیا د پانګونې پورې اړه لري نو د دې لپاره چې په دغه هیوادونو کې د پانګې جوړښت Capital Formation تحقق بیامومې نو هغوی د خپلو اقتصادي پلانونو له مخې لویې پانګونې تشویق او تر سره کوي دغه پانګه اچونې مصرفي اجناسو په ځانګړي ډول زراعتي تولیداتو ته تقاضا زیاتوي په داسې حال کې چې موجوده امکانات دا ظرفیت نه لري چې د متناسبې او یا مناسبې عرضې له مخې دغه تقاضا پوره کړي چې د عرضې او تقاضا د قانون له مخې دغه حالت د قیمتونو د لوړیدا لامل کیږي.
زمونږ دګران هیواد په څیر ډیری پرمختیایي یا مخ پر ودې هیوادونه په زراعتی محصولاتو متکی وي ځکه خو د زراعتي محصولاتو لکه غلې دانې او داسې نورو قیمتونه د دغه هیوادونو د قیمتونو په جوړښت کې لویه ونډه لري نو د زراعتي محصولاتو په قیمتونو کې هر ډول بدلون د قیمتونو د ټول جوړښت د بدلون لامل کیږي د بیلګې په ډول د زراعتي خوراکي محصولاتو په قیمت کې تغیر د وګړو لګښتونه زیاتوي او وګړي له دې امله ډیر ځپل کیږي چې عاید یې دومره نه وي چې د دغه پورته تللو قیمتونو تاب دې راوړي، ځکه خو هغوی د خپلو معاشونو یا مزدونو د لوړیدا لپاره هلې ځلې کوي باالاخره کله چې مزدونه زیات شي نو د تولید د لګښتونو د زیاتوالی لامل کیږی او دا بیا په خپل وار سره د دغه تولیداتو قیمتونه لوړوي. له بل لوري ځینې زراعتی محصولات د صنعتي محصولاتو لپاره خام مواد دي نو د دغه محصولاتو د قیمتونو لوړیدل په مستقیم ډول د صنعتي محصولاتو د تولید مصارف لوړوي . له بله اړخه د زراعتی او صنعتی محصولاتو زیرمه کول او احتکار د انفلاسیون اور ته د پوکي ورکول دي.
د بې روزګارۍ سره د انفلاسیون تړاو:
یو نقطه چی ځنی وخت ورته توجو نه کیږی هغه دا ده چی ازاد متحویل او تابعی متحویل په نظر کی نه نیول کیږی.
که چیری مونږ داسی وایو چی د انفلاسیون رابطه د بیکاری سره پدی معنی چی ازاد متحویل انفلاسیون ده او تابع متحویل بیکاری ده یعنی د انفلاسیون په نرخ کی تغیر په بیکاری کی څه تغیر راولی او بیکاری د انفلاسیون تابع ده او که وایو بیکاری د انفلاسیون سره رابطه نو پدی معنی چه بیکاری ازاد متحویل او انفلاسیون یو تابع متحویل ده پدی معنی چی د بیکاری په نرخ کی تغیر په انفلاسیون کی څه تغیر راولی یعنی د انفلاسیون تغیر د بیکاری تابع ده.
نو زیاتولی په انفلاسیون کی بیکاری نه کموی بلکی زیاتوی او دلیل یی هم دا ده چی د انفلاسیون په صورت کی د پانګی اچوونی سطحه کمیږی او بیکاری زیاتیږی.
نو داسی ویلی شو چی بیکاری د انفلاسیون سره معکوس رابطه لری.
او انفلاسیون د بیکاری سره مستقیمه رابطه لری چی په لاندی ډول یی څیړم:
بیکاری د انفلاسیون سره معکوسه رابطه لری ځکه کله چی بیکاری نرخ لوړ شی نو پدی صورت کی د خلکو په عوایدو که کموالی راځی چی د عوایدو په کموالی سره اجناسو او خدماتو ته هم تقاضا کمیږی او په تقتاضا کی کمولی په نرخونو کی د ټیټیدلو سبب کیږی او پدی توګه د پیسو د نرخ د لا ټیټیدلو مخنوی کوی او په دی ډول د بیکاری زیاتوالی د انفلاسیون نرخ را کموی.
پاتی شو د انفلاسیون او بیکاری رابطه
د انفلاسیون او بیکاری ترمنځ مستقیمه رابطه وجود لری پدی معنی چی د انفلاسیون په زیاتیدلو سره بیکاری زیاتیږی.
خو البته Jimes Tabin داسی نظر ورکړی چی تر ۳٪ پوری انفلاسیون د بیکاری سطحه را ټیټوی پدی معنی چی تر ۳٪ پوری انفلاسیون د بیکاری سره معکوسه رابطه لری. ځکه چی کله تر ۳٪ پوری انفلاسیون وی نو پدی صورت کی د پیسو د ذخیره کول ویره پیدا کیږی او پدی توګه پانګه اچونه او د استخدام سطحه لوړیږی.
خو البته که چیری یو هیواد تصمیم نیسی چی تر ۳٪ پوری انفلاسیون د پانګه اچونی او استخدام د سطحی د لوړولی په خاطر په خپل اقتصاد کی رامنځته کړی نو باید د قوی اقتصاد لرونکی وی ځکه که چیری پرمختللی اقتصاد ونه لری نو که چیری ۳٪ انفلاسیون په خپل اقتصاد کی رامنځته کړی نو بیا یی د کنترول وړتیا نلری.
خو ۳٪څخه زیات انفلاسیون په صورت کی د پانګه اچوونکو زیاته پانګه کم خام مواد را نیولی شی او پدی توګه تولید کمیږی او پدی سره د پانګه اچوونکو په عوایدو کی کموالی راځی او مجبوریږی چی خپل کار کوونکو په تعداد کی کموالی راولی د بلی خو کارکوونکی هم د زیات معاش او مزد غوښتنه کوی ځکه د پخوا څخه ددوی د عوایدو د اخستو قدرت کم شوی او پدی سره د پانګه اچوونکو مصرف زیاتیږی او تولیدی ظرفیت یی ټیټیږی او پانګه اچوونکی کوشش کوی چی خپل د کارکونکو تعداد را کم کړی. د نور زاویو څخه هم دا موضوع د څیړلو وړ ده.
د انفلاسیون د مخنیوي لارې چارې:
د انفلاسیون کنټرول او له مینځه وړل یوه ستونزمنه کشاله ده داسې چې کومه ځانګړې او مشخصه لار نشته چې یوازې د هغه په وسیله انفلاسیون ته شکست ورکړل شي ځکه خو د انفلاسیون سره د مبارزې لپاره د بیلابیلو لارو (پولي او غیر پولي) څخه ګټه اخیستل کیږي. د دغه ټولو لارو چارو موخه دا ده ترڅو د هغه پیسو مصارف راکم کړي چې د موجوده تولید د اخیستلو لپاره کارول کیږي. د انفلاسیون د مخنیوي ځینې لارې چارې په لاندې ډول دي:
۱.پولي وسایل
۲.مالي وسایل
۳.غیرپولي اقدامات او وسایل
د انفلاسیون د مخنیوي تر ټولو غوره لار دا ده چې پولي یا د پیسو مصارف راکم کړل شي. د پولي مصارفو د راکمولو لپاره دولت د پولي سیاستونو څخه استفاده کوي او په ترڅ کې یې مجموعي تقاضا راکموي یعنې کله چې پولي وسایل او کریډیټ کم وي نو طبعاً د وګړو د پیر ځواک (تقاضا) راکمیږي او دا خو روښانه خبره ده چې په یو هیواد کې انفلاسیون د اضافي تقاضا (excess demand) څخه رازیږي او د اضافي تقاضا لامل بیا د وګړو په ولکه کې د ډیرو پیسو شتون دی.
ادامه لري ................