د پیسو پا لیسې (مونیټري پا لیسي )څه ته وایي؟

  د پیسو پا لیسي له هغه مالي فعا لیتونو څخه عبارت ده کوم چه د یو هیواد د مرکزي بانک له خوا ځنې اداره او کنټرول کیږي لکه د پیسو برابرول، د پیسو موجودول، د اسعارو د تبا دلې نرخ یا ارزښت ټا کل، د پیسو ګټه او د ا سې نور اړونده دندې شوې ترڅو مرکزي بانک وکولای شي چه اقتصادي پرمختګ وکړي، د اسعارو د تباد  لې نرخ ثابت وساتي،  خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د توکو نرخونه ثابت یا ځای پر ځای وساتي او مروجې پیسې د یو هیواد په ثابته توګه وکاروي. د پیسو پا لیسۍ ډېرې موځې لري خورا مهمې دوه یې دا دي:  اوله اصلي موخه د پیسو د پا لیسۍ داده چې مرکزي بانک هره ورځ باید څومره افغانۍ خپل مالي مارکیټ ته وړاندې کړي ترڅو د خپلو مشتریانو غوښتنې پوره کړای شي. دوهم اصلي مقصد د پیسو د پالیسۍ داده چې په یو هیواد کې د هر قسم توکو نرخ ثابت وساتي تر څو د لوړو نرخونو مخه ونیول شي او خلک له اقتصادي او مالي ستونزو نه وژغوري.

مالي پالیسي( فیسکل پا لیسي):

ما لي پا لیسي د یو هیواد د مقننې یا اجرایې قوې له خوا رئیس جمهور ته  وړاندې کیږي او کله چې د رئیس جمهور له خوا تصویب شي نو بیا نوموړې پالیسۍ د یوې رسمي جردیدې له خوا په رسمي ډول چاپ او خپریږي. نو وروسته له رسمي خپریدنې بیا دغه مالي پالیسۍ ګام پر ګام عملي کیږي. ما لي پا لیسي په ځانګړې توګه د حکومت مجموعي لګښت او ټوله ما لیه په نظر کې نیسي ترڅو ملي اقتصاد ته غښتلې وده وړکړي او د عایداتو بودجه زیاته شي. یا په بل عبارت، ملي لګښت کم کړي او د هیواد مالیه زیاته کړي. په یو هیواد کې بو دجوي کسر/کموالی هغه وخت رامنځ ته کیږي چې د حکومت ټول لګښت د خپلو کلنی عایداتو نه زیات  وي او بو د جوی ډیرښت هغه وخت منځ ته راځي چې د یوه هیواد د یو کال لګښت د یوه کال د عایداتو نه کم وي. پس د یو هیواد مرکزي حکومت باید همیشه هڅه وکړي چې خپل کلنی لګښت کم کړي او د خپلو عایداتو اندازه لوړه وساتي ترڅو  د پیسو ارزښت يې ثابت پاتي شي.

 

 

د پیسو ارزښت څنګه معلو میږي؟

دا یو ډیر مغلق او پیچیده سوال دی چې د پیسو ارزښت په څه ډول معلوميږ ي ځکه چې نوموړې موضوع د ملي اقتصاد تخنيکي او علمي عنوان یا بحث دی چې په لاندې ډول ورباندې رڼا اچول کیږي: ټول خلک په نړۍ کې د پیسو په وا سطه هره ورځ  تجار تي ، مالي، اداري او داشان نورې معاملې کوي. د مثال په ډول، یو هیواد د بل هیواد سره د پیسو په ذریعه واردات او صادرات کوي. پس مونږ څنګه کولای شو د خپلو پیسو ارزښت ثا بت وساتو؟ مونږ باید څه وکړو چې نرخونه ټا کلي او منظم وساتو؟هر یو ملک د خپلو پیسو لپاره ځانګړی نوم لري لکه افغانۍ،  ایرو، ریال او ډالر مګر نوم د پیسو ارزښت نلري بلکه د پیسو ارزښت بیل شی دی. تقریبآ هر یو شی په پیسو سره اندازه کیږي. د مثال په توګه د یو تجار یا سرمایه دار  شتمني او جایداد ټول د پیسو په واحد اندازه کیږي یا معلوميږي. مګر د پیسو ارزښت څنګه اندازه کیږي؟

د پیسو ارزښت د اقتصاد په څانګه او څیړنه کې خورا مهم رول لوبوي. د پیسو ارزښت معنی د توکود  رانیولو قوت دی چې د توکو په رانیولو کې څومره ظرفیت او طاقت لري. مثلا که مونږ په یو مقدار پیسو باندې زیات توکي  رانیولای شو نو ویلای شو د پیسو ارزښت مو لوړ دی او که په یوه اندازه پیسو لږ توکي رانیولی شو، نو ویلای شو د پیسو ارزښت مو ټیټ یا کمزوری دی. دلته ویلای شو چې د پیسو ارزښت یا قوت مستقیمآ د توکو په رانیولو سره تړاو لري. يا په بل ډول، کله چې عمومي نرخونه لوړيږي نو د پیسو ارزښت ټیټیږي یا کمیږي او کله چې عمومي نرخونه د توکو کمیږي نو د پیسو ارزښت زیا تیږي. نو د ریاضي له مخه ویلی شو چې د پیسو ارزښت او د عمومي نرخونو لیول معکوسآ یو بل سره متنا سب دي.

همدغه شان ویلی شو د پیسو ارزښت په بدلولو د پیسو سره کیږي لکه افغانۍ په ډالر او ډالر په ریال باندې او داسې نور شول. د پیسو ارزښت په معلومولو کې  ملي تجاران، مسافرین، حکومتونه او هغه کسان چې په داخلي او خارجي  اسعارو په تبادله کې بوخت وي غټ رول لري. د پیسو مار کیټ (لکه  شهزاده مارکیټ په کابل کې) چې ډول ډول مروجې روپۍ د بیلا بیلو هیوادو پکې هره ورځ بد لیږي یو خورا ستر ځای دی چې د مختلفو روپیو ارزښت پکې روزانه ټاکل کیږي چې خرڅونکی او را نیونکی په خپلې خوښۍ سره د پیسو راکړه ورکړه پکې سرته رسوي. ترڅو مونږ د پیسو ارزښت لا نور هم و پیژنو، نو لاندې یو څو مهم عا ملونه د پیسو په ارزښت باندې مستقیمه اغیزه لري:

۱) په هیواد کې عمومي سیا سي حا لات: د یو ملک سیاسي ثبات، د اداري فساد کچه، د قانون پلي کیدل، دسیاسي نظام ډول، د حکومت تشکیل او ډول، د هیواد اړیکې له نورو بهرنیو ملکو سره لکه امریکا، برتا نیا، چین او روسیه دغه ټول د پیسو په ارزښت باندي مستقیم اثر لري.

۲)  اقتصادي حالت:  د خلکو په کار ګمارنه، بیکاري، د کار اخلاقي فضا‌ء، بیا رغاونه، د نرخونو لوړوالی، د اقتصاد رهبري، د شرکتونو او مو سسو موجودیت، عصري ټیکنا لوژۍ، د فابریکو شتون  او د کرنې او مالدارۍ در لودنه او داسي نور شول. دغه ټول د پیسو په ارزښت باندې نیغ په نیغه اغیزه لري.

۳)  د خلکو پوهیدنه: خلک د ميډیا یا له رسانیو له لاري د یو ملک په باره کې معلومات ځانته راټولوي لکه تلویزیون، اخبار، مجله، معلوماتي فلم او انټرنیټ شول دغه ټول شیان د یو هیواد د پیژند نې لپاره ښه معلومات لري ترڅو خلک وکولای شي د یو ملک سره څنګه سیاسي، تجارتي او اقتصادي اړیکې او کړۍ مضبوطې  وسا تي. نو ویلای شو چه عامه پوهاوی چې د میډیا په واسطه صورت نیسي هم د پیسو په ارزښت کې ځانګړی اغیز لري.

۴)  د خلکو شمیر او ابادي هم د پیسو په ارزښت کې خاص رول لوبوي.

۵)  ملي رهبران:  د یو هیواد رهبران، وزیران، سفیران والیان، ملي تجاران، د سپورت مشران، ملي شخصیتونه، ملي لیکوالان، ملي اتلان دغه ټول په ملي اقتصاد، په ځانګړې توګه د پیسو په ارزښت او په تبادلې د اسعارو باندې خا صه اغیزه لري. یعنې که چیرته په یو هیواد کې سا لمه رهبري، عدالت، انصاف او قانون شتون ولري، نو په همغه اندازه پکې سیاسي او اقتصادي ثبات رامنځ ته کیږي اود پیسو ارزښت یې په نړۍ واله کچه لوړیږي.

۶)  جلا توب په مقابل د يو ځایوالي کې:  نن او سبا چین غواړي له ټولو هیوادونو سره تجارتي او سیاسي اړیکې محکمې کړي تر څو وکولای په ټوله نړۍ باندې خپل توکې و پلوري او په مارکیټ کې له ټولو نه زیات مشتریان پیداکړي. که چیرتا کیوبا یا شما لي کوریا ته ځیر شو، دغه دواړه هیوادونو له نړۍ نه جلاتوب غوره کړی او تقریبآ له ډیرو هیوادونو سره يې تجارتي او سیاسي اړيکې ډیرې خرابې دي. پس ویلای شو چې یو هیواد د نړۍ نه  هر څومره سوداګریز او سیاسي  لریوالی یا جلاتوب اختیار کړي، په همغه اندازه يې د پیسو ارزښت کميږي. یا په بل عبارت، یو مملکت باید د ټولې نړۍ سره ښې یا غوره اقتصادي، تجارتي، سیاسي،ټو لنیزې او انساني اړیکې ولري ترڅو  ددغه ملک ملي اقتصاد تقویه او د پیسو ارزښت یې زیات شي خکه چې یو انسان بل انسان ته ضرورت لري او یو هیواد بل هیواد ته محتاج دی.

۷)  طبیعي زیرمې:  طبیعي زیرمې لکه تیل، غاز، معدني مواد، کاني مواد ماهي، ځنګلونه او د عصری ټیکنا لوژۍ شتون چې په دغه طبیعي زیرمو  کې ترې کار واخلي ډیر اړین کار دی. نو په نتیجه کې ویلای شو چي طبیعي زیرمې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او د پیسو په ارزښت کې خورا مهم رول لري او هر څومره چي د یو ملک طبیعي زیرمې ډیرې وي او د عصري ټیکنا لوژۍ وسایل ولري، او له دغو زیرمو څخه اړونده محصولات او مواد استخراج شي نو په همغه اندازه یې ملي اقتصاد قوي کیږي او د پیسو ارزښت یې پورته ځي.

۸)  داخلي تولیدات: که چیرته په یو ملک کې طبیعي زیرمې زیاتې وي او د اخلي تولیدات په پراخه اندازه صورت ونیسي په خاصه توګه د عصري ټیکنا لوژۍ په ذریعه سره، نو ددغه شان مملکت صادرات زیاتیږي او واردات یې کمیږي او ملي اقتصاد او د پیسو ارزښت هم قوي او هم ثابت پاته کیږي.

۹)  طبیعي پیښې او د هوا حالات:  طبیعي پیښې لکه وچکالي، زلزلې، سیلابونه، بحري طوفانونه،  د وچې طوفانونه او داسې نور شول دغه راز طبیعې پیښې د یو ملک پر اقتصاد او د پیسو په ارزښت کې ډیر لوی رول لري چه یو هیواد څنګه کولای د طبیعې پیښو مخنوی وکړي په ځانګړې توګه د عصري ټیکنالوژۍ د وسائیلو په واسطه سره او خپل اقتصاد د همیش لپاره پیاوړی وساتي تر څو د پیسو ارزښت يې لوړ یا ثابت پاتې شي.

۱۰) د اخلي جنګونه یا اخ و ډ ب: په یو هیواد کې داخلي جنګونه، قومي مخا لفتونه او داخلي شخړې یا لانجې دغه ټول عا ملونه په مستقیم ډول د یو مملکت په ملی اقتصاد او د پیسو په ارزښت ډیر بد اثر لري او هر څومره چې په یو هیواد کې بد امنۍ زیا تیږي په همغه پیمانه ملي اقتصاد يې کمزوری کیږي او د پیسو ارزښت يې ورو ورو له منځه ځي. نو ویلای شو چې د یو ملک سیاسي ثبات د همغه هیواد پر ملي اقتصاد او د پیسو په ارزښت باندې مستقیم اغیز لري.

 د یو هیواد د پیسو د تبادلې رېټ د همغه پیسو قیمت چې د یو بل هیواد د پیسو سره تبادله کیږي. نن او سبا  د کابل مارکیټ مهمې پیسې پونډ، ډالر، ایرو، ریال، تومن او پاکستانۍ کلدارې دي چې په افغانیو سره تبادله کیږي او د دوی د تبادلې رېټ د مار کیټ د زور په حالاتو سره ټا کل کیږي په ځانګړې ډول مطابق د نړیوال مارکیټ په غوښتنه او سمبالونه د پیسو کې چې باید هره ورځ  څومره افغانۍ یا ډالر يا ایرو او داسي نور د پیسو سوداګریږ مارکیټ ته راوړل شي تر څو د خلکو ضروریات ورباندې لرې شي. نو دلته باید وویل شي چې هغه کوم عاملونه دي چې د پیسو په تبادلې یا عمومي اسعارو په راکړه او ورکړه باندې اثر کوي؟

۱ د ګټې اندازه:  د ګټې زیات نرخ په معنی د غوره عاید  وندر یا بونډ دی. د مثال په ډول که د بریتانیا پونډ لوړیږي نو پونډ د نورو خارجي اسعارو په مقا بل کې لوړيږي او زیات ارزښت پیدا کوي او که چیرته پونډ کمزوری کیږي نو پونډ د خارجي اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او ارزښت يې را ټیټیږي.

۲ اقتصادي جوړتیا:  د هغه اقتصاد نښې لکه پرمختګ، د نرخونو لوړوالی، د قرضونو بار دغه ټول د یوهیواد د پیسو په ارزښت کې خا ص رول لري.

۳ بهرنی تجارت: که چیرته د یو ملک صادرات زیات وي او د نورو هیوادونو د محصولاتو غوښتنه هم زیاته وي، نو په همغه اندازه د یو ملک د پیسو ارزښت لوړيږي او که د یو هیواد د محصولاتو کچه ټیټه وي او د نورو بهرنیو هیوادو تقاضا هم کمه وي نو په دغه حالت کې یې د پیسو ارزښت هم کمیږي. په نتیجه کې ویل کیږي چې صادرات او واردات د یو ملک په ملي اقتصاد او د پیسو په ارزښت کې جلا اثر لري.

۴ د حکومت له خوا رسمي مداخله:  په بحراني یا خطر ناکو حالاتو کې په ځانګړي توګه د اقتصادي او سیا سي ثبات لپاره یو حکومت یا مرکزي بانک کولای شي د پیسو په سوداګریز مار کیټ کې دا سې مداخله وکړي چه د خپل هیواد د پیسو ارزښت ثابت یا لوړ وساتي په اخستلو د نړیوال مارکیټ کي یا د خپل ملک د پیسو اخستلو نرخ لوړول او داسې نورشول.

۵  ګونګوسې او خفګان: کله نا کله چټې آوازې او غلط معلومات د پیسو یا اسعارو په تبادله کې ناوړه اثر رامنځ ته کوي. د مثال په ډول، که یو څوک آوازه خپره کړي چه د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې یو امریکايي ډالر د( ۶۰)افغانیو سره معادل دی، نو کیدای په شهزاده سرای کې د یو لږ وخت لپاره او په ولایاتو کې د ډیر وخت لپاره د افغا نیو ارزښت په همدې بیه پاتي شي او د ټولو خلکو د خفګان سبب و ګرځي ځکه چې نن سبا یو امریکایي ډالر  له (۵۲ ) افغانیو سره معادل دی. نو دلته په یو ډالر کې  ۸ افغانۍ تمیز لیدل کیږي چې د افغانیو ارزښت د ډالر په مقابل خورا کمزوری دی او د ټولو خلکو لپاره سبب د تشویش او خفګان کیږي.

په لنډ ډول، د پیسو پالیسۍ( مونټرینګ پالیسي او فسکل پا لیسي) د پیسو په ارزښت او ثبات باندې مستقیم اثر لري. حکومت یا  مرکزی بانک او ملي بانک اود هیواد اقتصادي کار پوهان باید په ګډه سره هڅه وکړي چې پورته ټکي جدي په نظر کې ونیسي ترڅو د خپل هیواد د پیسو ارزښت لوړ وساتي، خپل داخلي تولیدات زیات کړي،  زراعت او مالدارارۍ ته ځانګړې وده ورکړي، ملي طبیعي سرچیني استخراج کړي، د وارداتو کچه را ټیټه کړي، خپل صادرات زیات کړي، خلکوته په ځانګړي توګه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، په ملی تجارتي مارکیټ کې د پیسو د غوښتنې او برابرونې موازنه وساتي، حکومت خپل مصارف کم کړي، خپل کلنی عاید زیات کړي، د رسانیوو په ذریعه سره هره ورځ د هیواد ټولو وګړو ته د اسعارو نرخونه ورکړي، غوره سیاسي، تجارتي او اقتصادي اړیکې له نړۍ سره وساتي،  د پیسو  د تبا دلې مارکیټ لکه شهزاده سرای تر خپل مستقیم کنټرول او نظارت لاندې وساتي،  د تورو پیسو مخنیوی وکړي او  په غیر قانوني ډول د پیسو انتقال له بین څخه یوسي تر څو مونږ وکولای شو ملي اقتصاد قوي کړو او د خپلو پیسو ارزښت لوړ او ثابت وساتو.

سر چینې:

1)      http://www. allafrica.com/stories

2)        http://www.businessinsider.com

3)      http://www.marketoracle.co.uk/