دباران یو څاڅکی دهواڅپو دسمندر تر پراخي غیږي راورساوو څاڅکي چي کله د سمندر ژوروالی او پراخي وليدله نو په زړه کي یی ویل: ددي دومره پراخ او ژور سمندر په وړاندي زما وجود څه حیثیت لري؟
زما وجود خو د سمندر په وړاندي په نشت حساب دي
کله چي دباران څاڅکي ځان ته په کم او کمزوري نظر وکتل نو یوه صدف (کب) په خوله کي واخیست او په ډیره خواري سره یي وپالي .
څه موده پس دغه څاڅکی په یوه قیمتي غمي بدل شو او همداسي لاس په لاس تر باچا ورسیدی او دباچا دتاج ښکلا شو
دخونــــد او پنـــد کیسي
دسعدي شیرازي (رح)دلنډو کیسو غورچاڼ
پښتو ژباړه: حمدالله حلمیار
20.03.2014
- مشفق حريتمل
بهاره ستړی مه شې
ته به خبرنه یې چې زما او ستا په دې مېنه کي
په غرو ، رغو ، په اېلبندو ، په ورشوګانو باندې
دا لس یوولس کاله کیږي چې کلسټر وریږي
په هرکلسټر کې سل او شپږشلې بمونه پټ وي
نیم یې چاودلي ، نیم ناچاود پاته دي
نو په شپنو او اوبورو دې غږ وکړه چې ډېر پام وساتي
دلته دهر اېلبند او هرې ورشو
ت...
21.03.2014
- مشفق حريتمل
وروز د يو اختر په توګه لمانځل، او په کې ځانګړي ديني او مذهبي مراسم ترسره کول، يو ناروا مجوسي عمل دی. . اما د پسرلې په لومړی ورځې او د طبيعت په نوو زېږېدل شويو ښکلاګانو باندې د طبيعي خوښۍ اظهار جلا عمل دی؛ چې د هر انسان او ټولنې طبيعي حق ګڼل کيږي، که چېرې دغه خوښي په منظمه توګه څرګنده شي؛ البته د يوه عام اختر بڼه ونه لري؛ ديني مراسم په کې نه وي؛ نو ان شاء الله باک نه لري. که چېرې د خوشالۍ تر څنګ د نيالګيو په کښېنولو استقبال شي؛ نو دا تر ټولو ارزښتمن کار دی، او...