وروز د يو اختر په توګه لمانځل، او په کې ځانګړي ديني او مذهبي مراسم ترسره کول، يو ناروا مجوسي عمل دی. 
.
اما د پسرلې په لومړی ورځې او د طبيعت په نوو زېږېدل شويو ښکلاګانو باندې د طبيعي خوښۍ اظهار جلا عمل دی؛ چې د هر انسان او ټولنې طبيعي حق ګڼل کيږي، که چېرې دغه خوښي په منظمه توګه څرګنده شي؛ البته د يوه عام اختر بڼه ونه لري؛ ديني مراسم په کې نه وي؛ نو ان شاء الله باک نه لري. که چېرې د خوشالۍ تر څنګ د نيالګيو په کښېنولو استقبال شي؛ نو دا تر ټولو ارزښتمن کار دی، او اسلامي شريعت مونږ دغه ډول کار ته ډېر هڅولي يو. 
.
حديث شريف دی: 
عن أنس قال: قدم رسول الله صلى الله عليه وسلم المدينة ولهم يومان [من كل سنة] يلعبون فيهما، فقال: «ما هذان اليومان ؟» قالوا: يومان كنا نلعب فيهما في الجاهلية، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إن الله قد أبدلكم بهما خيرا منهما يوم الأضحى ويوم الفطر»
ژباړه: د انس نه روایت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم مدينې ته راغی، دوی په کال کې دوه ورځې د خوښۍ لرې، نو هغه پوښتنه وکړه( دا دوه ورځې د څه شي دي) دوی وويل: په دې دوه ورځو کې به موږ په جاهيت کې لوبې کولې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: الله پاک تاسې د دغه دوه ورځو په بدل کې غوره ورځې درکړي دي، لوی اختر او کوچنی اختر. (د حديث ژباړه مې د شرر ساپي صاحب نه کاپي کړې). 
نو مونږ ته الله جل جلاله دوه اختره راکړي دي؛ بايد هيڅ يوه خوښي د اختر په کچه ونه لمانځو. 
هره ورځ مو بختوره او په خوښيو پوښلې شه.
.