ای دنوروز بې ځايه هوسونو او مستيو اخيستو

!!!!!!!!!!

د بېوزلو ناچارو او غريبانو فريادونه او چېغې اورئ؟؟؟؟؟

هغه خواران او غريبان هم د همدغه وطن دي چې دنوروز په ورځ به تاسو مېلې او نشې   پکې کوئ خو دوی به لاهم دسوال لاسونه غزولي وي او دخپلې لوږې ګېډې لپاره به درنه څه غواړي

او تاسو به ددوی له مخې لکه ړانده او کاڼه تېرېږئ

ای مسلمان افغانه!

ته پوهېږې چې ته کومې روپۍد نوروز په جشنونو او مېلو کې مصرفوې هغه ستاله لاسه ووتې او يواځې دې خپل زړه د څو ساعتونو لپاره خوشال کړ

خو له دې بې غمه او بې غوره وې چې یوه ورځ به تاته همدغه روپۍ او مېلې عذاب جوړيږي ځکه چې تا پدې ورځ او پدې روپيو بې ځايه خرمستي کړې ده

ای ګوره تاسې ټول پوهېږئ ورځې ورځې مخکې واعظانو خطيبانو عالمانو او اسلام پالو فیسبوکيانو درته جېغې ووهلې لاهم درته لګيا دي چې له داسې خرافاتو او بې ځايه مېلو لاس واخلئ ګناه ده ناروا ده د الله ج په وړاندې رسوايي ده خو تاسو بياهم په خپل کاږه فکر دخپلو هوسونو په نېلۍ سپاره يئ او هېڅ غوږ نه نېسئ

راځئ له ځان سره دخوشالئ لپاره خپل بې وزله غريب او فقير اولس ملګری کړئ هغه روپۍ چې تاسو يې دنوروز په هفت ميوو او نورو مېلو لګوئ خپل يوه فقير او غريب ګاونډی چې ستا سو دژوند خلاف په لوږه ګېډه شپې تېروي مصرف کړه

ته خبر يې؟ چې ستا په نږدې ګاونډکې داسې خلک شته او ته يې هره ورځ ګورې چې هغه له لوږې ځوريږي او کولمې يې خوږيږي خو پا ته په ورځ کې ډیر داسې حالات راځي چې له خوشالئ او خندا نه دې کولمې خوږيږي ته به ډير څه لرې خو هغه هېڅ نه لري

هغه ته خدای ج داسې نعمتونو او دولت ورکوی شي لکه تا ته يې چې درکړی دی خو

پدې کې دخدای ج حکمت دی او غواړي چې ددغو بې وزلو په سر ستا په شان مالداره خلکو امتحان واخلي خو راځه ځان دې په خپل امتحان کړه او د شيطان لاره پرېږده درحمن په لاره لاړ شه

الله دې مونږ سم کړي