نن له ډېرې عجيبه کيسې سره مخ شوم، يو د پاخه عمر کس رانږدې شو؛ له لاسه يې ونيوم، د دېوال څنډې ته يې کش کړم، او کيسه يې پيل کړه چې زه او لور مې له وطن څخه عمرې ته راغلي يو؛ او اوس مکې مکرمې ته د عمرې لپاره روان يو؛ په لور مې مياشتنی عادت راغلی، زما زوم دلته کار کوي، هغه هم راسره ملګری دی؛ دواړو ډېره موده سره نه دي ليدلي؛ نو مېړه يې نشي کولی چې صبر ترې وکړي؛ آيا داسې به جايز وي؛ چې لور مې مونږ سره مکې ته پرته له احرامه لاړه شي، او هلته مونږ عمره وکړو، مېړه يې ورسره کوروالی وکړي؟ او چې کله پاکه شي؛ نو بيا به عمره وکړي؟ ورته ومې وويل: لومړی خو دې په لور واجب دي؛ چې له ميقات څخه نيت وکړي؛ او مکې مکرمې کې تر هغې انتظار وباسي؛ تر څو پاکه شي؛ بيا دې عمره پوره وکړي؟ پلار يې وايي: نه، مېړه يې ترې صبر نشي کولی؛ ما ورته وويل: که چېرې له دې ځايه نيت ونه کړي؛ نو يا به بېرته ميقات ته راګرځي؛ او يا به دم ورکوي او ګناهګاره به هم وي چې قصدا يې ميقات ترک کړی دی، خو په دې حالت کې هم مېړه نشي ورنږدې کېدلی؛ ځکه چې لور دې په مياشتني عادت کې ده؟ هغه وويل: خو صبر يې ترې نه کیږي؟ ورته ومې ويل: الله جل جلاله فرمايي: ويسألونک عن المحيض، قل هو أذی فاعتزلوا الناس في المحيض ولا تقربوهن حتی يطهرن.
هغه راته وويل: سمه ده، خو له هغه دوه ځايونو پرته خو نور څه ورسره کولی شي کنه؟. سړی د دم ورکولو ته هم نه حاضرېده؛ او راته ويل يې چې يوه داسې لار راته وګوره، چې هم دم په کې نه وي؛ او هم ترې مېړه محروم نشي، او عمره هم وکړي  ځکه چې مېړه ترې صبر نشي کولی، د لاسونو په حرکاتو سره راته وايي چې آخوا دېخوا څه ګنجايش منجايش په کې وګوره 
ما ورته وويل: داسې لار نشته کومه چې ته غواړې، که د احرام حالت کې شي؛ نو بيا جماع او مقدمات د جماع دواړه حرام دي، که د حيض حالت وي؛ کوروالی ناروا دی، که نيت له ميقات څخه ونه کړي؛ نو واجب يې ترک کړ، ګناهګاره شو؛ او دم به ورکوي. نو ښه حل به دا وي؛ چې خپله لور ځان سره کړې؛ او دواړه د عمرې نيت وکړئ؛ او زوم دې لرې چېرته ولېږې؛ کله چې حالات برابر شو؛ زوم دې راوبوله، عمره به وکړي، او...
سړی لاړه، او زه يې په يوه حيراوونکي حالت کې پرېښودم، د خپلې ټولنې کلتور مې را مخې ته شو؛ چې له واده وروسته هم خسر د خپل زوم شتون په خپل کور کې نشي برداشت کولی... او دلته يې د څه او څه غم ورسره دی...