1) د دوی مشرتوب او امر ته پوره غاړه کېښودل. 

2) د دوی خبروته په سمه توګه غوږ نیول.
3) د دوی رایه او نظر منل(که ناروانه وه) 
4) د دوی په خبروکې برخه لرل. (چې هغه ستا دنه توجه فکر ونکړي)
5) په عاجزي سره دوی ته کتل. ( دمور اوپلار مخته کتل دثواب کارده)
6) د دوی په خبرو خوشالي ښکارول او د دوی ستایل. 
7) له دوی سره دخوشالي خبرې شریکول. 
8) سلبي او بدې خبرې له دوی سره نه شریکول. 
9) د دوی ملګرې ستایل او دوی چې له چاسره مینه لري دهغوستایل.
10) د دوی په مخ کې د دوی بریالیتوبونه یادول .
11) ددوی خبرو ته ښه توجه کول که څه هم مکررې خبرې وي. 
12) د دوی په مخکي دتیر وخت دردوونکي یادونه اوخاطرې نه یادول .
13) کومه موضوع چې د دوی د دلچسپي وړ نه وي هغه نه یادول. 
14) په ډیر احترام د دوی په مخکي کېناستل. 
15) د دوی افکار او نظريې کمزوري نه یادوول.
16) د دوی خبرې نه اخلالول. (دوی چې خبره پوره کړي له هغه وروسته ته خبرکوه)
17) د دوی د عمر مناسب له دوی سره چلند غوره کول. 
18) لمسي او لمسۍ د دوی په مخکي نه زورول او نه ترټل. 
19) د دوی ټول روا نصیحتونه منل.
20) د دوی په مخکي موبایل بندول.

ډیر داسي خلک شته چې هغوی ته شمارلې خبرې ښې او په هغو عمل کول ورته اسانه وي، نن سبا له مندو او پلرونو سره ډیره بې احتیاطي کیږې لطفا هرځای خپلو ملګرو او اړوند خلکو ته دا لنډې، شمارلې او ګټورې خبرې ورسوئ. که هرڅوک عمل پرې وکړي په ثواب کې به تاسو هم ورسره شریک وئ. رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: الدال علي الخیر کفاعله. دخیر ښوونکی دخیر کوونکي په څیر ثواب ترلاسه کولی شي.