دلوی څښتن شکر دی چې هغه وخت هم تېر شو چې دهمدې لېسې په سر اختلافات او لانجې دې حد ته رسېدلې وې چې په مياشتو مياشتو دلېسې دبندېدلو او حتی د ورانېدلو تر ګواښونو خبره رسېدلې وه .ډير زده کوونکي دجنجال له امله نهيلي او له زده کړو پاتې شول خو ډير بيا دې ته انتظار وو چې ستونزه به په نن او سبا کې حل شي .لېسې ته سهار له کتابونو او ملګرو سره تګ نه وه يوازې مازديګر مازديګر به  زده کوونکي دلېسې سلام ته تلل او په افسوس اوخفګان به بېرته راستنېدل.خو بياهم خدای (ج) هغه وخت راوست چې ديو نوي مدير تر مديريت لاندې لېسه منظمه او فعاله شوه .دډېرو زده کوونکو نهيلي ختمه شوه او بيا يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ . که څه هم هغومره بوديجه چې کار پرې وشي په لېسه کې نشته خو بياهم تېره اوونۍ دلېسې دپاکوالي (چې ګڼو زده کوونکوپدغه اشرکې برخه واخيسته)او هم يې د بيارغونې لپاره کار پېل شو چې په نتيجه کې به يې د ټولګيو بامونه،دېوالونه اودټولګيو دروازې او کړکۍ او همدغه راز نورې نيمګرتياوې پوره کړي.او هم په درسي سيستم او په اداري چارو کې نظم مينځ ته راغی او دلېسې بې نظمي تر يو بريده کنټرول شوه لدې سره سره څو با احساسه ځوانانو دپسرلي په رارسېدو سره ګڼ شمېر ګلابونه اونور نيالګي په لېسه کې نيال کړل چې لېسې ته يې نوره ښکلا هم وبخښله .
دغه لېسه چې دپاکستان په کوهاټ کې دافغان کډوالو په يوه کيمپ کې ده په کوهاټ کې يواځېنۍ لېسه ده چې فعاله ده او د شاوخوا لرې او نژدې سيمو ځوانان پکې زده کړې کوي.او تر دې دمه يې په زرګونو د دولسم ټولګيو فارغان ټولنې ته وړاندې کړی.که چېرې دسېمې خلک مشران او ځوانان له دغې لېسې سره دستونزو په حل کې مرسته وکړي نو له دې لېسې به ټولنې ته بااستعداده، تکړه او پوهه شخصيتونه وړاندې کړي.
مونږ هرهغه مشران او کشران  دخپل ولس اتلان بولو چې دافغان ځوانانو د تعليم،ښې روزنې او پرمختګ لپاره کار کوي .

https://fbcdn-sphotos-b-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash3/t31.0-8/p180x540/1890625_1450180001885423_1454494291_o.jpg

دامام ابوحنيفه عالي لېسې لوحه 

دپسرلي په رارسېدو سره په لېسه کې ګلان نيال شول

په رنګ رنګ ګلابونو لېسه ښکلې شوې ده 

دلېسې يو پخوانی انځور

دلېسې يوځوان زده کوونکی بوټو ته په زمکه کېندلو بوخت دی

يو بل زده کوونکی هم په کار بوخت دی

يو بل زده کوونکی هم دګلابونو لپاره زمکه کني.

دوه زده کوونکي د بوټو دکېندلو په اړه په خپل منځ کې خبرې کوی 

باران هم شوی وه او خټې هم وې خو بياهم دوی په ډير شوق خپل کار کاوه 

په دغه نيالګيو کې ډول ډول ګلابونه او نيالګي کېښودل شوي دي

اوس که لېسې ته څوک له مرکزي دروازې څخه راځي نو دګلابونو په مينځ کې به راځي

ګڼ شمېر زده کوونکي په خپله خوښه نن له غرمې وروسته تر ماښامه په لېسه کې په کار بوخت وه 

يو بل زده کوونکی هم ديوه بوټي په کرلو بوخت دی

ددغو بوټو او ګلابونو د اوبه کولو لپاره له يوه لاسي پمپ څخه استفاده کيږي 

د انځورونو د خرابيدو له امله مو معذرت ومنئ چې ماښام ته نږدې وخت کې اخيستل شوي دي