طنزیه لیکنه!
نظرمحمد مطمئن
خبرتیا!
د ازادو رسنیو د اتحاديې د ادارې له خوا!
د امريکايې يوځيانو، ناټو، آیساف، افغان حکومت او طالبانو د پام وړ!
که بیا ځل په پنجوايې کې امريکايانو کوچني کندهاري ماشومان شهيدان کړل، که بیا ځل په هسکه مېنه کې پر ورا امريکايانو بمبارد وکړ، که بيل ځل امريکا په لوګر کې پر ملي ادرو عسکرو بمبارد وکړ او ويې وژل، که بيا ځل امريکايې يوځيانو په تګاب کې پر ملکې کسانو د توپکو شپيلۍ ورکږې کړي او ملکې خلک يې په عام ډول شهيدان کړل، که بيا ځل امریکايانو په شنډنډ کې کلی له خاورو سره هوار کړ او تر سل زيات بې ګناه ماشومان، نجونې، ښځې، ځوانان او سپين ژیرې يې شهيدان کړل، که بيا ځل امريکایانو په عامه ځايونو کې چاودنې وکړي، که بيا ځل امريکايانو او آیساف د ارزګان خبريال احمد اميد وواژه، که بيا ځل زموږ مقدساتو ته په ځانګړې ډول قران کریم ته د آیساف عسکرو سپکاوی وکړ، که بيا ځل آیساف پر مسجد بمبارد وکړ، او بې ګناه لمونځ کونکې يې شهيدان کړل، که بيا ځل چا شهيد روحاني وواژه، که بيا ځل په زندانو او د امن خونو کې پر میرمنو جنسي تیری ؤشو، که بيا ځل بې ګناه ميرمنې او ماشومان د نورو سره د اړیکو او خپلوې په تور زندانونو ته واستول شوې، که بيا ځل وکیل صاحب او وکېلې صاحبې خبريال وډباوو، که بيا ځل خبریالان د پولیسو له خوا وترټل شول، که بيا ځل د ماشومانو په لوبغالو کې چاودنه وشوه، که بيا ځل د مکتب شاګردان د مشرانو د هرکلې په وخت کې د چاودنې له امله شهيدان شول، که بيا ځل په سرپل کې نجونې او هلوکان شهيدان شول او که بيا ځل په رڼا ورځ په وزیر اکبر خان کې سويډنی خبريال نلس هارنر ووژل شو.
امريکا، ناټو، آیساف، افغان حکومت او طالبان دي خبر وي، د نی د خبریالانو ازاده اداره، ډا ډول په کوردننه کورنۍ او هغه بهرنۍ رسنۍ چې په افغانستان کې دي په يوه خوله پريکړه وکړه چې د يوې مياشتې له پاره به پر ماشومانو، نجونو، میرمنو او بې ګناه خلکو د برید کوونکې لوري خبرونه نه خپروي. که هر لوري سرغړونه وکړه بیا به د شکایت حق نه لري.
د افغانستان د ازادو رسنیو د اتحاديې د ادراې له خوا
يادونه! پرته له ثبوته که بيا ځل هم په سرينا او يا کوم بل هوټل کې ماشومان شهيدان شول، موږ به له څيړنو او تحقيقاتو پرته يو لوری پړ وګڼو، او خپل بای کاټ به ورسره اعلان کړو، په دغسې او ورته مسايلو کې موږ اړ يو چې احساساتي او يو طرفه پريکړې وکړو، هیله ده چې زموږ مجبوریتونه ټولې خواوې په نظر کې ونيسي.