وروڼو هڅه وکړئ چي له دې ناوړو خویونو ځانونه وساتئ.
په حدیثو کي دتکبر او لويي ډیري نښي ښودل شوي او ویل شوي چي دانښي په هر چا کي وي هغه کبرجن دی.
علماوو په لنډ ډول داویلي چي څوک نور خلک تر ځان ښکته او ځان تر ټولو لوړاوغوره ګڼي هغه کبرجن دی.
د کبرجن ځیني نښي دادي :
۱- دنورو خبري په منځ کي پرې کوي او خپله خبر په خلکو په زور اوري.
۲-پایڅې يي تل تر بجلکو لاندي پسي کښیږي .
۳ـ د روغبړ پر مهال مخامخ سړي ته توجه نه ورکوي.
۴ـ په خلکو پسخند وهي ،او ور پوري خاندي.
۵ـ په مجلس کي ناست له یوه سره وي مګر دسترګو اشارې بل چاته کوي، اوهغه پدې پوهوي چي زه خو په ده ملنډي وهم.
۶ـ دځان صفتونه کوي، او له نورو هم دده د صفت بیانولو تمه لري.
۷ـ ځان تر هرچا عزتمن ورته ښکاري له هرچا دعزت تمه کوي.
۸ـ ترځان بل پوه هوښیاراوپه عقل پوره نه ورته ښکاري.
۹ـ له مسکینانو سره په ناسته ولاړه شرمیږي.
۱۰ـ په ځینو ځایونو کي لوڅ سر، خلاص ګرېوان او لستوڼي رابډوهلي ګرځېدل هم د کبر جن نښه بلل کیږي

الله ج دې مونږ له کبره وساتي