سیاسي لیکوال: سید محمد روحاني (تل له اسلام او وطن نه قربان)

پښتنو وروڼو! د دښمن او یرغلګرو په مقابل کې یو شئ! او که یو نشوئ ستاسو هیواد او ناموسونه به ډیر زر له بین څخه لاړشي او په هغه دنیا به مو جهنم ځای وي ځکه چې خپله خاوره او خپل ناموس د پښتون قوم لپاره هم اسلام دی او هم ایمان. نو که خپل اسلام او دین درباندې ګران وي نو متحد شئ چې خپل هیواد او خپل ناموسونه د پردو یرغلګرو ظالمانو نه بچ کړو.

(Divide and Rule Theory) 
خارجیان ولې زمونږه ملي اقلیتونو ( هزاره او ازبکو) ته زیات ارزښت ورکوي؟
څرنګه چې استعمار یا یرغلګر همیشه د فریب او چل نه کار اخلي په ځانګړې توګه د انګریزانو له ملي سیاسي مفکورې څخه تر څو پر نورو کمزورو هیوادو باندې حکومت وکړي.(Divide and Rule) 
( چې اول یوملک په څو برخو[سیاسي، مذهبي، قومي او دیني] وېشي ، نو بیا ورباندې ښه حکومت/امر کیږي) یا مستعمره کیږي یا ښه کار ورنه اخستل کیږي. څرنګه چې تاسو نن سبا ګورئ زمونږ د کانکور د ازموینې نتیجه ده چې په هغه وروسته پاته ولایتونوکې لکه بامیان او دائیکندي شول- څومره زیات کسان کامیابیږي مګر د پکتیا او پکتیکا نه یو یا دوه کسان کامیابيږي... دا ولې؟ دا ځکه چې استعمار په ځانګړې توګه بریتانیا او امریکا غواړي په افغانستان کې قومي، مذهبي او دیني تعصبات(لکه د شیعه او سني) تر منځ جنګ را منځ ته کړي، نو ځکه خارجیان غواړي د افغانستان اقلیتونه له ځان سره ونيسي او هغوی ته له ټولو(پښتنواو تاجکو)زیات امتیازات ورکړي ترڅو په افغانستان کې مذهبي، دیني او قومي جنګونه د شیعه مذهبو او سني مذهبو ترمنځ بیا د تاجکو او پښتنو تر منځ(په تعصبي شکل)، د ازبکو او ترکمنو ترمنځ(نژادي شکل) او د هزاروو او کوچیانو ترمنځ (په قومي او قبلوي شکل) رامنځ کړي او خارجیان ورته د خیر په غونډۍ پلترۍ ووهي چې افغانان به په خپلو کې جنګیږي او خارجیان به د هغوی طبیعي زیرمې او معد نیات د هوا او ځمکې له لارې خپلو ملکونو ته نقلوي.
پس له محترم کرزی صاحب نه خواهش کیږي، هر څوک چې قومي، مذهبي، قبلوي او دیني جنګونو ته لمن وهي(لکه د کانکور د ازموینې لړۍ) زر ترزره محکوم او ورته اشد مجازات وټاکې او له خپلو مقدسو دندو یې ګوښه کړي ځکه دغه یو ملي او روڼ خیانت دی تر څو د آینده لپاره یو بل ملي خاین وزیر دغه شان د فاسدې ادارې او درغلۍ او ملي خیانت جرائت ونکړي او د غیرتمندو پښتنو حقوق چې غالب اکثریت د خپل هیواد تشکیلوي تر پښو لاندې نکړي. اوکه چیرته د کانکور د ازموینې چارواکي له خپلو دندو ګوښه نشي، نو په هیواد کې به بې ثباتي او نا قراري رامنځ ته کیږي چې بیا به د حامد کرزي دغه بې وسه او کمزوری حکومت ډیر زر له خپل قدرت نه وغورځیږي(خارجیان غواړي د کرزی صاحب حکومت په یو یا بل ډول کمزوری یا له بین څخه یوسي) ځکه چې په افغانستان کې ملي خیانت نه بښونکي خیانت دی چې ملي پاڅون ورته په طمع او او امید شپې او ورځې سبا کوي.
مګر خارجیان دي هم پدې پوه شي چې اوس د هغوی پورته مکاره او فریبي مفکوره(یو هیواد تقسیم کړه او پرې حکومت وکړه) نه چلیږي ځکه چې اوس د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه پښتانه له درانه خوب نه رابیدار شوي دي اود نړۍ هیڅ یو سیاستمدار یا حاکم زمونږه غیرتي پښتون قوم نور نشي ګمراه کولای یا یې دوکه/چل ورسره نکيږي ځکه چې پښتانه اوس ډیرو غمونو او سوچونو ټول سیا ستمداران او پروفیسران کړل چې ټولې نړۍ ته د سیاست او عبرت درس ورکوي. هر پښتون باید له لاندې شعر نه ځان قربان کړي:

پښتتون زلمی یم د پښتو ټوله معنی پیژنم
چې پکې ژوند کړم د شرف هغه دنیا پیژنم
مور په زانګو کې راته درس د قرباني راکړی
دابراهیم خلیل الله دین لا پخوا پیژنم
وطن ناموس دی د ناموس ساتنه فرض ده پر ما
دې فریضه کې لو ایثار د خدای رضا پیژنم

يادونه : هره ليکنه دليکوال خپل نظر ده اود ((حريت ))توافق ورسره شرط نه ده البته اسلام او هيوادته زيان رسوونکي مطالب حريت نه خپروي. مننه 

دليکوال نورې لېکنې 

ايران غواړي دخپل سياست اوفرهنګ له لارې افغانستان مستعمره کړي.