بېلابېلې ليکنې
امريکايي ميرمنې له سپي سره واده وکړ///جلال الرحمن شرر
امریکایي میرمنی (لینډا) د څلورو مړونو وروسته له خپل پالل سوي سپي (ماکس) سره د ژوند پړۍ وتړی. لینډا د خپل سپي سره د واده کولو مراسم د خپلو دوستانو په ملتیا تر سره کړه . یوازی لینډا د ناوې جامې نه وې په تن کړي ، ماکس (سپي) ته یې هم د واده کرتۍ ور په غاړه کړې وه . په دې مراسمو کی د سیمي د یوه مشر او با کرداره شخص دا جمله چی په ډیر متانت او درناوي سره وویل ، خلګو ته عجبه وه (دواړو ته د نوي ژوند مبارکي وایم ، زوم او ناوې
ستاسو سوال ستاسې په محکمه کې :حضرت ولي خان ((شينواری)) کوهاټ
قدرمنو نن ستاسو توجه څوداسې شيانو ته رااړوم چې ددغو شيانو استعمال که له يوې خوا اسانتياوې او فايدې لري خو له بلې خوايې ګڼ نقصانونه زمونږ اسلامي او کلتوري ټولنې ته رسيږي،په دغو شيانو کې ګرځنده ټيلفون((مبايل))،ايف ايم راديو چېنلونه،تيلويزيوني کانالونه ،بې پرده ګي،او دلويديځ والو دکلتور تقليد دی.دګرځنده ټيلفون لدې حقيقت څخه انکار هم نه شي کېدای چې پدې بوخت حالت کې ګرځنده تيلفون زمونږ لپاره يو لوی نعمت هم دی،خو کاش چې مونږ او زمونږ مشرانو ددې دغلط استعمال څخه زمونږ تنکی ځوان نسل لرې
ارواښاد خالص بابا يو هراړخيز شخصيت : مشفق حريت مل
دارواښادخالص باباپه ژونداوشخصيت خو دومره ليکنې شوي چی ترکتابونو رسېدلي.زه او زماقلم به ډېر عاجز وي چې د دغه سترشخصيت په ژوند دليکلوجرئت کوم خوبهر حال هغه مينه اوعقيدت چې زه يې ارواښاد خالص بابا ته لرم ما دېته هڅوي چې سپين کاغذدخالص باباپه يادونورنګ کړم.ارواښادمولوی محمديونس خالص دمولوی عبدالاکبر زوی اودمولوی عبدالکريم لمسې وه ،په ۱۲۹۸هجري لمريز کال چې له 1920ميلادی کال سره سمون خوري دافغانستان دننګرهار ولايت دخوګياڼو ولسوالۍ دګندومک په قاضي
دارواښادملاعبيدالله اخند لنډ ژوند ليک
الحاج ملا عبيدالله اخند دالحاج ملا يار محمد اخندصاحب زوى اودالحاج ملا فتح حمد اخندمرحوم چې په خپل وخت کې يو مشهور ديني عالم وه لمسى وو.الحاج ملاعبيدالله اخند په ١٣٨٨ هجري قمري کال دکندهار ولايت په ژيړي ولسوالى کې دنلغام په سيمه کښې دالکوزو په کلي کې دې نړېدونکې نړۍ ته سترګې وغړولې.ارواښاد تازه پ
دوه،سره ورته، د كار سړي/// هجرت الله اختيار
ارواښاد علامه رشاد د پښتنو لومړنى قدرمن و، چې د استاد لال پاچا ازمون په مشرۍ ورته ننګرهاريو زلميو د لومړي ځل لپاره د وياړ پګړۍ ور په سر كړه او د پښتنو په اړه يې دا وينا د تل لپاره درواغ كړه، چې ګنې پښتانه خپل ژوندي نه پالي؛ بلكې په مړينه يې پالي يا دا چې پښتانه په ژونديو كې ښه او په مړو كې خرا
عدالت شته او کنه؟!/// ليکوال: پښتون خروټى
که څوک له ما څخه د يو مدافع وکيل په توګه پوښتنه وکړي، چې څنګه په محکمو کې عدالت شته او کنه؟ نو زما ځواب به ورته مثبت وي، ورته به ووايم، چې هو بالکل ددې ځاى په محکمو کې عدالت په پرېمانه پيمانه پيدا کېږي او شته؛ ځکه زه خو درواغ نشم ويلاى او نه سترګې پټولاى شم.
په پښتو ژبه کې د (ي) ګانو په اړه /// ليكوال: هجرت الله اختيار
پښتو ژبه ټولې پينځه (ی) ګانې لري، چې په بېلابېلو اوازونو کې کارول کېږي، د (ى) ګانو د سمې كارونې لپاره اړين دي، چې دغه بېلابېل اوازونه زده كړو. لومړی: نرمه (ی): دا (ی) د ډېرو کليمو په پای کې راځي، خو د ښې زده کړې لپاره يې بايد د لاندې کليمو اوازونه زده شي، په دې مانا په هره کليمه کې چې د (ی) اواز لاندې کليمو غوندې وي، هلته نرمه (ی) کارول کېږي، لکه: سړی، منګی، غوايی، لرګی، زمر
پيغله سوالګره /// هجرت الله اختيار
پرسر يې ورته لاس راکاږه او ور وړاندې شوه په غيږ کې يې ونيوه،ورو يې ورته وويل((شرميږه مه!خداى راوستې ورځ ده،زه هم کومه خوانه ځم ،هلته په لوى وره کې کينم ،ګورې؟!هامخامخ،هملته ناسته يم ،چې ووتل بيا راځه ،خداى مهربانه دى،ځه هسې ام چې خلک جومات ته راغلي،څه زړه سوى اوهمدردي خوبه خامخاولري.)) هغې يې هرې خبرې ته ((ښه،ښه)) کول اوداترې روانه شوه يوځل بياراوګرځيده ،خداى خبرپه غوږ کې يې څه ورته وويل،چې دهغې په غنمرنګه بڼه کې يې توروالى نورهم زيات کړ.غنمرنګ تندى يې دخول