پرسر يې ورته لاس راکاږه او ور وړاندې شوه په غيږ کې يې ونيوه،ورو يې ورته وويل((شرميږه مه!خداى راوستې ورځ ده،زه هم کومه خوانه ځم ،هلته په لوى وره کې کينم ،ګورې؟!هامخامخ،هملته ناسته يم ،چې ووتل بيا راځه ،خداى مهربانه دى،ځه هسې ام چې خلک جومات ته راغلي،څه زړه سوى اوهمدردي خوبه خامخاولري.))

هغې يې هرې خبرې ته ((ښه،ښه)) کول اوداترې روانه شوه يوځل بياراوګرځيده ،خداى خبرپه غوږ کې يې څه ورته وويل،چې دهغې په غنمرنګه بڼه کې يې توروالى نورهم زيات کړ.غنمرنګ تندى يې دخولو له نم څخه ځليده.موريې په تلو تلو کې بياورته وويل ((بچى!!!

دټيکري يوه پيڅکه دې په خوله کې ونيسه اوبله په دواړولاسودپيسولپاره))

مور يې بيرته ترې روانه شوه اوداهمدلته ناسته وه.کله کله به يې جومات نه دباندې ناستو خلکوباندې يو ځغلند نظر تيرکړ،خوبيرته به يې سرکښته کړ.

داسې يې انګېرله چې ګواکې دجومات دټولو خلکونظرپرهمدې باندې دى اوچاله پخواڅخه پوى کړي دي،چې داد دې پيغلې سوالګرې  لومړى ځل دى ،چې سوال پسې راوتې  ده.څوځل يې زړه وکړچې جومات پريږدي؛خوبيابه بيرته پرخپل ځاى کيناسته.ښايي هغه مجبوريت به يې سترګوته ودريده .چي داخداى دلته راوستې اودخلکودبوټانوپه ځاى کې يې ناستې ته مجبوره کړې وه.يواځې دخپلې مورډاډګيرنو نيولې وه،چې لايې هم دجومات په وره کې دخلکو دراتلو شيبي شميرلې.

دکوچني اختر ورځ وه.لويو او وړو نوي کالي اغوستې وو.نن داختر دلمانځه داداکولو لپاره هغه څوک هم جومات ته راغلي ول،چې ديو کال په اوږدوکې يې پښه هم ورته نه وه رادننه کړې.بس ښه و،دنورو ورځو په پرتله نن جومات ته خوراډيرخلک راغلي وو.ملاصيب له سلام ګرځولو نه وروسته ښه اوږده خطبه وويله اوبيايي يوه اوږده دعاهم وکړه.له دعاڅخه وروسته خلک ډيره شيبه يوبل ته داختر مبارکۍ ورکولو لپاره جومات کې تم وو اوبيايې له جومات څخه ورو ورو وتل پيل شول.موريې چې له هماغه ځايه داهم څارله ،دخپل زړ ګي درد اوفريادخلکوته په ډير غموونکي اواز اترنم کاوه. مخ يې پټ وه خوله اوازڅخه  يې داسې ښکاريده چې غم اوبې کسۍدژړاترحده رسولې ده .لور يې دخپلې مور له لارښوونې سره سم هماغه څوتوري په ډير شرميدونکي اوازتکرارول.دلورغږيې يواځې هغو خلکو اوريده،چې له جومات څخه  دراوتوپه حال کې ووهغې خپل نيم ټيکرى دروپيو لپاره نيولى و او پربله برخه يې خپل نيم مخ پټ ساته.

خلکو ته به يې دوروڼو په نوم خطاب کاوه او هم به يې ددې ترڅنګ دخپل هغه ناروغ ورور يادونه بيابياکوله، چې له مودو راهيسي ورته په کټ کې بې دارو اودرملو پروت و.چابه چې ورته يوه نيمه روپۍ په پلو کې واچوله ،هغه ته به يې هم دومره دعاګانې کولې،لکه پوره دنيا يي چې ورکړي وي.دمور په پرتله يې ځکه له دې سره خلکوډيره مرسته کوله .چې اواز يې ډير غموونکې اودردونکې و.خلک له جومات څخه ورو ورو کميدل.کله چې ټول ووتل؛نو داهم راپورته شوه او دمورخواته راغله.

له مورسره يو ځاې له  جوماته راووته ؛ دواړه په شنو فصلونوکې  نرۍغزېدلې لارونېوه چي سړک ته ورسېدل ،ټولې  ميده اوغټې روپۍ يې سره يوځاى کړې   اوبيا يې دموټر دراتګ انتظار پيل کړ.دانتظار په  ترڅ کې يې مور ورته وويل((ځه بچى!ښه شوه چې  ته مې هم له ځان سره راوستې.کنه يواځې پر ماڅه نه کيدل.دادې اوس شکردومره څه شوي چې  ورورته دې څه دارو درمل پرې واخلو.))اوبيايې زياته کړه((زويه خداى مهربانه دى  ،ګوندې دې دواسره دې خداى ورور ښه کړي اومونږبه له دغه خيرټولولو نه خلاص شو،بيابه دې ورور کار کوي اودومره به ګټي چې مونږ به يې خورو.......))دوي په همدې خبرو کې ول،چې موټرراغى دوى وروختل اوموټر روان شو،دهغې موردنورو ورځوپه پرتله نن ډيره خوشحاله؛ځکه چې نن يې ډيرې روپۍ کورته وړلې؛خوداختر خوښي يې لا نه وه حس کړې.هغې ته دخپل زوى دروغيدو خوښي له ټولو خوښيو زياته وه ځکه چې هغه يې دهر ارمان دپوره کيدو جوګه و.دموراو لور يې يواځينې ارمان داو،چې يو ځل يې بيا زوى خداى روغ رمټ کړي اودا او لور يې دخير ټولو لو څخه خلاص شي ،خو دخداى پاک داسې خوښه نه وه،هغه غوښتل چې دوى به ابدي سوالګر اوګدايګر وي موربه يې په همدې ارمان کې مري اولور به يې هم پدې لاره کې خپل تور سر سپينوي.

دوى  چې له موټره پلي شول ،دکورلار يې ونيوه ،کوريې له سرک دومره لرې نه وه،ژر ورورسيدل.موريې وړاندې شوه  او ور يې پرانيست .له هرڅه وړاندې يې خونې ته دزوى کټ ته منډه کړه هغه په دې تمه وه چې زوى به بياله کټه نيم راپورته شي اوورته به ووايي((ادې راغلې))خونه هغه بيا له کټه نيم راپورته نشو.هغه يوه سترګه پټه کړې وه اوبله يې ددوى لارې ته دکتلو لپاره خلاصه نيولې وه.ورميږيې يوې خواته کوږشوى و،نورپه ابدي خوب ويده و،خپله مور اوخوريې دوخت ناخوالو ته پې اسرې اونااميده پريښي وواو ځان يې له ټولو غمونوګوښه کړې و.