بيا دپــــــــورې غـــــــره له ســــــره چيغې خيژي

دهـــــــــــرنــــــاو لــــــــه هر کــــمره چيغې خيژي

شپنه مړه شوه که شپونکې پـــــــه بم ورخوت

درمــــــــــــــــــــودشپـــــــو له بــــره چيغې خيژي

دهوسۍ سترګوکې ډنډ ډنډ اوښکې راغلې

دغـــرڅــــه لــه مـــــاتــه ښـــــــکره چيغې خيژي

ربه بياڅوک سرپرې کړې سيندکې راغـــــــې

پيـــــــــــغلې ژاړي لـــــه ګـــــودره چيغې خيژي

په نــــــــامه دالــــــقاعــــه وړي څوک باګرام ته

دچــــــــــــــورلـــــکـې لــــــــــه وزره چيغې خيژي

داانـــــصـــــــــاف شــــــــو دايساف زمونږ دکلي

مســـجد وران شو لـــــــــــــه ممبره چيغې خيژي

په تنـــــــــکۍ تنــــــه يــــــــــــي بياچااره کش کړه

ســـــــوې ســــــــــوې لــــــــه نــــښتره چيغې خيژي

مونږه پـــــريـــږده دځـــــــان واک درســـــــره نشته

که دې ســـــــل له خـــــــــولې رهبره چيغې خيژي

ښايــــــــي غــــــــــــــم به د(هجران) ورسره مل وي

دغـــــزل لــــــــــــه زيـــــــــــــر اوزوره چيغې خيژي