داسلامي نړۍ ستر عارف اوعالم مولاناجلا الدين محمد په ٦٠٤ هجري قمري (١٢٠٧م)کال زمونږدهيواد په لرغوني ښار بلخ کې زيږيدلى ده.پلار يې محمد بن حسن خطيبي چې په بهاءالدين ولد مشهور،اودپخپل وخت کې دبلخ له نومياليوعارفانوڅخه و.
مولانا جلال الدين بلخي دلومړنيو مروجه ديني علوموزده کړه له خپل پلارڅخه پيل کړه اوکله چې هغه له بلخ څخه دچنګيزخان ديرغل اوپه يو بل روايت له خوارزم شاه سره دراپيداشويواختلافاتوله امله ظاهراً دحج په نامه بغدادسفر کاوه ،زوي يې جلال الدين هم ،چې داوخت ١٤ کلن و،له ځان سره ملګرى کړ.
وايى کله چې دوى پر لاره نيشاپورته ورسيدل ،دنوميالې عالم اوعارف شيخ فريدالدين عطار دليدلو لپاره لاړل ،هغه جلال الدين په غيږ کي ونيو،دعايې ورته وکړه اود(اسرارنامه)مثنوي يى هغه ته دهديې په توګه ورکړه.کله چې دبغدادله سفر اودحج دفريضې له اداء کولوڅخه راوګرځيدل ملاطيه سيمي ته ورسيدل او څلورکاله يې هلته تيرکړل.بياله هغه ځايه دلارنده په نوم يوښارپه وکوچيدل اووه کاله يې هلته تيرکړل اوبيادترکيې دسلجوقي واکمن سلطان علاؤ الدين کيبقادپه بلنه دهغه هيوادمرکزقونيه ته ولاړل.دمولاناپلارهلته دعلومو په تدريس اونورو عرفاني چاروپيل وکړ.مولاناتردغه وخته پورې له وخته پورې له خپل پلارڅخه دديني اوعرفاني علوموزده کړه کوله .ادبي اوعرفاني اثار يي مطالعه کول.پلار يې په ٦٢٨هـ ق (١٢٣٠م)کال وفات شو.کله چې يې دپلارشاګردسيدبرهان الدين محقق ترمذي چې دخپل وخت نوميالى عالم په تصوف اوعرفان کې دلوړې پوهې اومرتبې خاوند و.ترکيې ته ورغى ،مولانا له هغه څخه دعلوموزده کړه پيل کړه او نهه کاله يې له هغه څخه بيلابيل علوم ولوستل اودډيروعرفاني اوتصوفي فيوضاتو اوبرکاتو خاوندشو.وروسته يې شام ته سفر وکړاوهلته يې په دمشق کې استوګنه غوره اودديني اوعرفاني علوموپه تدريس يې پيل وکړاوډيرژرديولوى عالم اوعارف په توګه په ټوله سيمه کي مشهور شو.په همدغه ځاى کې له شمس الدين محمدتبريزي(چې په شمش تـبريزي مشهوردي)په نوم له يو علمي ،عرفاني او روحاني شخصيت سره اشناشواودهغه روحاني اوعرفاني ميني پرمولاناډيره ژوره اغيزه وکړه،هغه ته پوره ارادتمنداودمرشداولارښود په توګه يې قبول کړ.له هغه سره دمولانادرښتينې مينې اوروحاني اړيکو په هکله ډول ډول روايتونه اوحکاياتونه موجود دي.
په هر صورت ،مولانا ورته کلکه عقيده اوبې اندازې زيات اخلاص اودرناوى درلود،چې هغه مونږته دمولانا دآثارو او افکارو له مطالعې څخه څرګنديدلاى شي.
مولانا جلال الدين بلخي نه يوازى لوى عالم ،عارف اودلوړوعرفاني اوتصوفي افکاروخاوند دي ،نوميالى اديب،شاعراوليکوال هم دى.داشعارو لوى ديوان لري چې دخپل روحاني مرشد اولارښود سره دزياتې حقيقي مينې له امله يې دهغه په نوم نومولى دى اودشمش تبريزي کليات ياديوان کبير په نوم مشهور دى.اوپه زرګونوعشقي،عرفاني اوتصوفي غزلې،رباعيات،اونورمتفرقه اشعارپکې راغلي د ي.بل ډير مشهور اثر يې(مثنوي معنوي)نوميږي چې ٢٦٠٠٠ بيتونه لري اوپه شپږودفترونو کې ترتيب شوې اوډيرعلمي ،عرفاني ،اوتصوفي افکارپکې بيان شوي دي.اوله ستروعلمي اوادبي شهکارونوڅخه ګڼل کيږي.په نثري کتابونو کې يې مشهور کتاب (فيه مافيه)دى چې په زړه پورې علمي ،عرفاني،اوتصوفي مسايل پکې په ډيره ښه طريقه بيان شوي دي.
دمولاناجلال الدين بلخي اثارو نه يوازې داچې زمونږ په هيواد اونوره اسلامي نړ ۍ کې په هر وخت اوزمانه کې ډيرلوستونکي اوعلاقمندان لرلي ،بلکه په اروپايى ژبو يې هم اثارترجمه شوي اوپوره نړيوال علمي،عرفاني شهرت يې ترلاسه کړى دى.
مولاناجلا الدين بلخي په ٦٧٢ هـ ق (١٢٧٣م) کال د٦٨ کالو په عمر په ترکيه کې وفات اوهلته ښخ دي.