داسلام ستر لارښود حضرت مصطفى (ص) په ٥٧١ ميلادي کال داپريل په شلمه نيټه چې دربيع الاول له ١٢ مې نيټې سره برابره ده سهار مهال په شعب بنى هاشم په سوق الليل نومې سيمه کې وزيږيدچې اوس پکي ستر کتابتون ودان دى ،نيکه يې عبدالمطلب ورباندې(محمد)نوم کيښود اومور بي بي به يې ورته احمد ويلې.

 

حضرت عثمان (رض)په ٢٤ هجري قمري کال دمحرم الحرام په لومړۍ نېټه

داسلام دريم  خليفه منتخب شو.

 

سترمحدث امام محمدبن اسماعيل بخاري چې په امام بخاري شهرت لري په ١٩٤هـ ق کال دشوال په ١٣مه نيټه دجمعې له لمانځه نه پس په بخاراکې پيداشو.

 

امام مسلم (رح)په ٢٦١  درجب المرجب په ٢٥مه نيټه ديکشنبې په ورځ وفات شو.

امام ابوداود د٢٧٥ هـ  ق کال دشوال المکرم  په ١٦مه نيټه دجمعې په ورځ لدې نړۍ څخه رحلت وکړ.

 

امام ترمذي په ٢٧٩ هـ ق کال درجب المرجب دمياشتې په ١٣مه نيټه ددوشنبې په شپه وفات شو.

 امام طحطاوي په ٢٢٩ هجري قمري کال دربيع الاول په لسمه نيټه ديکشنبې په شپه دي نړۍ  ته     

 سترګې وغړولې.

امام طحطاوي په ٣٢١ هجري قمري کال دذي القعدې په لومړۍ نيټه دپنجشنبې په شپه وفات شو.

حضرت ابن عباس (رض)په ٣٢ هـ ق کال درجب المرجب دمياشتي په ١٢مه نيټه وفات شو او دجنازې لمونځ يې حضرت عثمان (رض) وکړ اوپه جنت البقيع کې دفن کړاى شو.

 

دحضرت محمد(ص)بي بي  حضرت عايشه رضي الله عنهاپه ٥٨ هـ ق کال درمضا ن المبارک دمياشتې په ١٧مه نيټه دسه شنبې په شپه وفات شوه.

 

دهيواد اواسلامي نړۍ سترعالم حسين بن عبدالله  چې په ابن سينابلخي باندې مشهور وه په ٤٢٨ هـ ق کال درمضان المبارک په لومړى نيټه دجمعې په مبارکه ورځ په همدان کې وفات اوهملته خاورو ته وسپارل شو.

وايي چي ابن سينا دځنکدن په وخت هم دابيت تکراراوه.

نموت وليس لناحاصل –سوى علمنا انه ماعلم.

ژباړه:مرو اوبى له دينه مونورڅه حاصل نه کړل چې پدې وپوهيدو چې په هېڅ نه يو پوهيدلي.

 

دمنطق،رياضياتو او طب لرغون پوهـ ابوريحان البيروني په ٤٤٠هـ ق کال درجب دمياشتې په دويمه نيټه / له ١٠٤٨ميلادي کال ددسمبر له ١١مه نيټه دجمعې دورځې په ماښام په غزني کي مړ شو اوهملته خاورو ته وسپارل شو.

 

نوميالى عالم اومورخ،ليکوال اوشاعرمحمدهوتک په ١٠٨٤ هـ ق کال  درجب المرجب دمياشتي په ١٣مه نيټه دکندهار په کوکران کې زيږيدلى ،پلار يې داود نوميده چې دملي مشر ميرويس نيکه له نږدي ملګروڅخه وو.

 

دهيواد نامتوعالم،پياوړى ليکوال اوژورنالست علامه محمودطرزى دغلام محمد خان طرزي زوى په ١٨٦٨ ميلادي کال په غزني کې دنوميالي واکمن سلطان محمودغزنوي زيارت ته نزدى سترګې نړۍ ته وغړولې نوځکه پرې کورنۍ دمحمودنوم کيښـود.

محمودطرزي په ١٩٣٣ميلادي کال دنومبر په ٢٢مه نيټه دترکيې په مرکز(استانبول) کې دځيګر دسرطان په ناروغۍ وفات شو.

 

دهيواد نامتو رسام اوانځورګر غلام محمدميمنه ګي په ش١٨٧٣ ميلادي کال دفارياب ولايت دميمنې په ښارکې وزيږيد،پلاريې عبدالباقي خان دخپلې سيمې مشهور اوبانفوذه شخصيت وو،پروفيسور غلام محمد ميمنه ګي علم،فرهنګ،اوهنر ته دزياتوخدمتونو علمي اوعملي هلوځلو څخه وروسته په ١٣١٤هـ ش کال دعقرب دمياشتې په ٢٨مه نيټه د٦٢ کالو په عمردويني دفشار دناروغۍ له امله په کابل کې وفات او دعاشقان اوعارفان په هديره کې خاوروته وسپارل شو.

 

نوميالى عالم ،اديب اوفاضل استادعبدالحق بيتاب په ١٣٠٦هـ ق کال په دکابل ښار دپل خشتي په (قصاب کوڅه) کې سترګې نړۍ ته پرانيستې وې دپلارنوم يي ملاعبدالاحد عطاروو،دژوندپه اوږدو کې يې ګڼ شمېر اثار ليکلي اوژباړلي دي ،دپوهنى دغه نوميالى خدمتګار،منلى اديب اوپياوړى استاد په ١٣٤٧ هـ ش کال دحوت دمياشتې په ٢٠مه نيټه دسه شنبې په ورځ په کابل کې وفات شو.