داسلام ستر خليفه حضرت عمر (رض) دخلافت پر مهال دعربو غښتلى اوجنګي لښکر دساسانيانوزړه واکمني له پښو وغورځوله. دساسانيانو وروستنى واکمن دريېم (يزدګرد) تر دوه سترو جګړو ١٦هـ کال او٢٠ هـ کال وروسته خراسان ته راغى.

احنف دقيس زوى، چې دحضرت عمرفاروق(رض) له خوادلښکرمشر ټاکل شوى و،دساسانيانو واکمن يزيدګرد تعقيب کړاوکله چې خليفه خراسان ته پسې راغى ټول خراسان يي فتح کړ.ددې سترخليفه دخلافت په وروستي وخت ٢٣ هـ کال کې دعربو يو شمېر جنګياليو دکرمان ترنيولو وروسته سسيتان هم لاندې کړ.مطلب داچې داعرب جنګيالي دهرات اوسسيتان دلاور افغانستان ته راننوتل.په دشمال کې تر تخارستان اوپه جنوبي برخه کې تر ارغنداب پورې ټولې سيمې يوه په بلې پسې فتح شوې.

دحضرت عثمان (رض)دخلافت په وخت (٢٥_٣٥ هـ)کې هم عربو جنګياليوپه افغانستان کي ډيرفتوحات وکړلزيوتن سرلښکر عبدالله دعامر زوى کابل فتح کړ،خولږه موده وروسته دکابل خلکوبيادخپلواکۍ بيرغ پورته کړاوپوره پنځه کاله يې دسيمه ييزو واکمنانو واکمنۍ ته غاړه ايښې وه.دامهال احنف دقيس زوى تر٣٢ هـجري پورې بلخ، تخارستان اوسمنګان له ياغي کسانو پاک کړ اودهيواد په ډيروسيمو کې لکه ګوزرګان،بادغيس،غور،زرنج،خاشروداونورو برخوکې عرب واکمن شول،خوپه هرځاى کې لږ ډير مخالفتونه موجود و.

دحضرت علي کرم الله وجهه دخلافت (٣٥_٤٠هـ ق) په وخت کې هم دافغانستان په ګڼو ځايونو کې له عربوسره مخالفتونواوپاڅونونو دوام درلود.دعربو يو لښکر،چې مشري يې عبدالرحمن دسمره زوى کوله په ٣٦ هـ ق کال کې کابل يوځل بياترپنځه کاله خپلواکۍ وروسته دکابل شاه ترځان سپارنې وروسته فتح کړ.دهمدې خليفه دخلافت پرمهال دخراسان خلکو د(جزيه)له ورکولو انکار وکړ. چې په پاى کې  جعده دهبيره مخزومي زوى ددې خلکو دځپلو لپاره راغى،خو هغه هم ونشو کولاى چې دخراسان خلک ځانته تابع کړي.

کله چې دآ مويانو دخلافت دوره په ٤٠ هـ کال کي پيل شوه،داسلامي  لښکرو اوسيمه يزو واکمنو ترمينځ جنګ جګړې ښې په زور کې وې.دعربو يوشميرغښتلي سرلښکر او مشهور مشران لکه احنف دقيس زوى،قتيبه دمسلم زوى،عبدالعزيز دعبدالله زوى،تميم داسيدزوى،مهلب دابي صفوه زوى،عبدالله دعامرزوي،په افغانستان کې پاتې شول اوپه مختلفو سيموکې يې ژوندکاوه.دامهال داافغانستان شمالي سيمې عربانوفتح کړې.پاڅونونه يې غلي کړل اوداسلام دين يې په خلکوومانه،خوډيرغنيمنتونه يي هم له ځان سره يووړل.افغانانو که له يوې خوادعربي دولت سياسي واک نه مانه له بل پلوه دبني اميه اوبني هاشم په اختلافاتوکې يې دبني هاشموپلوي توب کاوه .تردې چې کله يې له جګړې لاس واخيست،وسله يې په ځمکه کيښوده،نوبيايې هم هڅه کوله ،ترڅوخلافت آل هاشم ته ورکړل شي اودخپلې خپلواکۍ لپاره يې زيار وېست.

ځکه خودرويشت کلن نوميالي ابومسلم مرزوي چې په ابومسلم خراساني شهرت لري په ١٢٤ هـ ق کال کوفي ته ترورتللووروسته په مکه کې امام ابراهيم عباسي سره وکتل اوخلکوته يي دعباس کورنۍ دتائېدولولپاره بلنه ورکړه.نوموړى کوفې  ته ترتللو وروسته دپنځوکالوپه اوږدوکې وکړاى شو،چې دافغانستان دګڼوځايونوخلک پرځان راټول اودعباس دکورنۍ خلافت يې اعلان کړ.

ديادونې وړ ده چې دنورو ترڅنګ دغوردسوريانوکورنۍ دامير کروړسوري پلار امير پولاد سوري ورسره دخلافت په جوړولو کې ډيره مرسته وکړه.په ١٣٢ هـ ق کال کې بيا کوفي ته ولاړ اوهلته يې دامويانو ددولت ړنګېدل اعلان کړ.خوکله چې درېيم ځل مکې معظمې ته ولاړ دخليفه منصورعباس له خوا د٣٧ کالو په عمرووژل شو.دده تر وژلو وروسته دافغانستان خلک دعباسيانو په ضد پاڅون وکړ اوډيرې خونړۍ جګړې يې ورسره وکړې. تردې پورې چې عرب مجبورشول،ترڅو واکمن له همدغو خلکو وټاکي اوپخپله ترې ولاړ شي،همداسې يې وکړل.

په برمکيانو کې يې يوتن فضل ديحى برمکي زوى ته په ١٧٧ هـ ق کال کې دخراسان واکمني وروسپارله.نوموړى چې بيادهارون الذشيددخلافت په وخت دهغه دربارته ورغى،هغه وواژه چې دده تر وژلو وروسته په خراسان کې بياله عباسيانوسره اختلافات ،جنګ جګړې پيل شوې.خودعباسيانو حکومت په خراسان کې ترډيرو وختونو دوام وکړ،ترڅوچې په ٢٠٥ هـ ق کال کې يې سقوط وکړ.له ٢٢_٢٠٥ هـ ق کال پوري دافغانستان دخلکو سراوکار له عربو سره و،چې په پاى کې دافغانستان دشمالي،لويديځې ،جنوبي اوجنوب ختيځي برخې داسلام په منور دين منورې شوې په دي سينو کي عربي ژبه له اسلامي علومو سره يوځاى خپره شوه اوعربي ژبه ددي سيمو ديني،رسمي،علمي او ادبي ژبه وګرځېده. افغانانو پدي ژبه کې علم حاصل کړ،شاعري اوليکوالي يې وکړه.په دې اوږده دوه سوه کلنه دوره کې دافغانستان زاړه دينونه لکه زردشتي،بودايي،برهمني له مينځه لاړل اودټولو ځاى داسلام مقدس دين ونيو.داسلامي علومو مدرسې جوړې شوې.ښه ښه عالمان وروزل شول ،ادب اوفرهنګ وده وکړه اقتصاديې،پياوړى اوسوداګري يي وده وکړه.

 دښاغلي اورنګزيب ارشاد له کتاب(افغانستان پيژندنه)څخه