پښتو ژبه ټولې پينځه (ی) ګانې لري، چې په بېلابېلو اوازونو کې کارول کېږي، د (ى) ګانو د سمې كارونې لپاره اړين دي، چې دغه بېلابېل اوازونه زده كړو. لومړی: نرمه (ی): دا (ی) د ډېرو کليمو په پای کې راځي، خو د ښې زده کړې لپاره يې بايد د لاندې کليمو اوازونه زده شي، په دې مانا په هره کليمه کې چې د (ی) اواز لاندې کليمو غوندې وي، هلته نرمه (ی) کارول کېږي، لکه: سړی، منګی، غوايی، لرګی، زمری، دی، خدای، ځای، شی، پردی، لالی، پرونی، نننی، سبانی او نور.... دويم: څرګنده (ي) دا (ي) زياتره په جمعو کليمو کې کارول کېږي، ډېری مهال په هغو جمعو کليمو کې چې مفرده بڼه يې په پورتنۍ نرمه (ی) ليکل کېږي، همدارنګه په لاندې کليمو کې د (ي) په ټولو اوازونو کې همدغه څرګنده (ي) کارول کېږي، لکه: سړي (جمع)، منګي (جمع)، غوايي (جمع)، لرګي، زمري، دي، کوي، ځي، راځي، شي، پروني، ننني، سباني او نور.... درېيم: اوږده (ې) د دې (ې) د اواز د زده کړې لپاره غوره لار دا ده، چې موږ د (ب، ت، ث، ر، ز، ټ، چ) تورو اوازونه زده کړو، په دې مانا په هره کليمه کې چې (ې) د پورته توريو غوندې اوازونه ولري، په هغې کليمه کې همدا اوږده (ې) کارول کېږي، لکه په لاندې کليمو کې: چې، کې، مې، ادې، درې، وې، مېوې، شپې، ناوې، غواوې، غواګانې، دواګانې او نور... ځينې مهال د کليمو په منځ کې هم دا (ې) کارول کېږي، چې د تشخيص لپاره يې بايد د کليمې هماغه برخه له نورې رابېله کړو او بيا يې اواز له پورته اواز سره پرتله کړو، لکه په (ډېر، مېنه (ځای)، ښېګڼه، بېلتون، کېږي) او نورو کليمو کې. که لاندې کليمې سره جدا کړو او د هغې برخې اواز، چې (ې) لري له نورو سره پرتله شي، خپله معلومېږي، چې دلته اوږده (ې) راځي، لکه په لاندې ډول: په (ډېر) کې، ډې + ر ، ډې = بې، چې، تې .... په (مېنه) کې، مې+ نه، مې= بې، چې ، تې، رې په (ښېګڼه) کې، ښې + ګڼه، ښې= بې، چې، تې ټې، ثې او.... په (کېږي) کې، کې +ږي، کې= بې، چې ټې، ثې، رې او .... څلورم: لکۍ واله (ۍ) ددې (ۍ) اواز يا غږ په پورته راغلې کليمې (لکۍ) کې ډېر ښه څرګند دی، نو سړی ويلای شي، چې هره کليمه کې (ۍ) د پورتنۍ کليمې غوندې اواز ولري، هلته لکۍ واله (ۍ) راځي، لکه: لکۍ، ډوډۍ، نړۍ، هګۍ، څپلۍ، غوږۍ، نجلۍ، سپوږمۍ، رسۍ او .... خو بايد په پام کې ولرو، چې په هغه صورت کې د پورتني غږ يا اواز لپاره دا (ۍ) کارول کېږي، کله چې په اسم يا نوم کې راغلی وي، که نوموړی غږ يا اواز له نوم پرته په فعل يا بل څه کې راشي، نو هلته ددې (ۍ) پر ځای زورکي واله (ئ) کارول کېږي، لکه په لاندې فعلونو کې، چې کټ مټ پورتنی اواز راغلی دی: پينځم: زورکي واله (ئ) راځئ، مه ځئ، کوئ، مه کوئ، خورئ، وليکئ، زده کړئ، او نور، بايد دا هم په ياد ولرو، چې دا (ئ) زياتره د جمع لپاره په امريه فعلونو کې کارول کېږي. پورته د جمع امريه فعلونه يو ځل بيا ولولئ.