په دې ارزې چې سړى درپسې مات شي
چې په شرنګ لکه بنګړى درپسې مات شي
خوږه ژونده څومره تريخ دې تېرېدل دي
سړى کوږ شي اوژوندى درپسې مات شي
کله سر کله تندى کله زړه حسنه!!
بايدهره ورځ يو شى درپسې مات شي
بې حضوره او بې کيفه سجدو تنګ کړم
خدايه کاشکې مې تندى درپسې مات شي
خرپ او ترپ نکوي شعر وايې له درده
چې ((بسمل)) لکه لرګى درپسې مات شي
06.03.2012
- مشفق حريتمل
ځوانان چې سپينې توري دميدان کلي ته وړي
زيـــــانــــونه بــــه دسرټول دښــــمنان کلي ته وړي
داکــــــور دمسلمان،نامسلــــمان پکې شرميږي
لــــه ګــټي يـې توبه شوه اوس تاوان کلي ته وړي
ژوندي کلـــــــــه پاتيږي بــــــي ګودره چې ګډيږي
سرزوړندټيټي سترګې پــــــــه ارمان کلي ته وړي
داستــادتورې شرنــــګ اوذوالفقار وارخطاکړي
داروغ ر...
06.03.2012
- مشفق حريتمل
پښتو ژبه ټولې پينځه (ی) ګانې لري، چې په بېلابېلو اوازونو کې کارول کېږي، د (ى) ګانو د سمې كارونې لپاره اړين دي، چې دغه بېلابېل اوازونه زده كړو. لومړی: نرمه (ی): دا (ی) د ډېرو کليمو په پای کې راځي، خو د ښې زده کړې لپاره يې بايد د لاندې کليمو اوازونه زده شي، په دې مانا په هره کليمه کې چې د (ی) اواز لاندې کليمو غوندې وي، هلته نرمه (ی) کارول کېږي، لکه: سړی، منګی، غوايی، لرګی، زمر...