که څوک له ما څخه د يو مدافع وکيل په توګه پوښتنه وکړي، چې څنګه په محکمو کې عدالت شته او کنه؟ نو زما ځواب به ورته مثبت وي، ورته به ووايم، چې هو بالکل ددې ځاى په محکمو کې عدالت په پرېمانه پيمانه پيدا کېږي او شته؛ ځکه زه خو درواغ نشم ويلاى او نه سترګې پټولاى شم.

زه څنګه سترګې پټې کړم او د دې ځاى د محکمو له قاضيانو څخه شکايت وکړم؟ ولې هغه بله ورځ د شېر کاکا شپاړس کلن زوى حليم د غلا په تور په پينځه کاله بند محکوم نشو؟ عدالت همدې ته وايي، چې غل د خپل جرم جزاء وګوري. د شېر کاکا پر زوى باندې د يو لک روپو د غلا تور و، دا چې څارنوال پرې دغه  تور په کومو اثباتيه دلايلو ثبوت کړى و، ددې معلومات به قاضيانو ته وي، ما ته دومره معلومات شته، چې شېر کاکا پر ملا کړوپ سپيږيرى دى، بې له خدايه بل هېڅوک هم نه لري، چې د محکمې له پرېکړې دمخه په قاضيانو پسې ګرځېدلاى واى او د حليم د دوسيې په اړه يې د قاضيانو خوله خوږه کړې وه. هماغه و، چې د پي آر ټي په شتون کې يې پر هغه د پينځه کاله بند عادلانه پرېکړه واوروله، په دې ډول دغو بهرنيو پوځيانو ته وښودل شوه، چې دلته په محکمو کې عدالت شته، مجرم په جزاء رسېږي او قاضيان هېڅکله رشوتونه نه خوري.

زه ولې د نورو غوندې سترګې پټې کړم او خوله وازه، چې نه دلته ټول ظلم ظلم دى او عدالت نشته، دا تېره ورځ هم يو بل کس د يو سپي په وژنه په درې کاله حبس محکوم شو، هغه د يو کس تعليم يافته سپى په قصد سره وژلاى و، څارنوال او قاضيانو ته پکار و، چې له دغسې قصدي او عمدي قاتلينو سره عدالت وکړي، ځکه د دوى په وينا د دغسې مجرمينو مجازات کول د مجرمينو لپاره زجر او د نورو لپاره عبرت کېږي. دا پرېکړه هم د پي آر ټي مسوولينو په مخ کې وشوه او فکر کوم قاضيانو سره په کې واردمخه ليده کاته نه وه شوي.

زه دوه کسه نور هم پېژنم، چې پر يوه د زنا تور و او پر بل د شراب څښنې، خو دواړو برائت تر لاسه کړ او په محکمه کې ترې د قاضيانو په امر هتکړۍ خلاصې شوې. له دوى سره هم عدالت وشو، ځکه  چې د دوى د جرم په اړه  د عدلي طب ډاکتر منفي نظر ليکلاى و، څارنوال هم د ډاکتر په نظر اکتفاء کړې وه او قاضي هم د هغه نظر د خپلې فيصلې بنسټ وګرځاوه، خو يو ټکى بل هم و، چې دا درې واړه ډاکتر، څارنوال او قاضي دمخه ليدل شوي ول او په اصطلاح له هر يو څخه يوه يوه اندازه عدالت په پيسو اخيستل شوى و. د دوى جلسې ته پي آر ټي او مطبوعات هم نه ول راغوښتل شوي.

زه نو څنګه سترګې پټې کړم او پر محکمو او قاضيانو اعتراض وکړم، چې عدالت نشته، ولې دې ته تاسې عدالت نه وايئ؟

نه، نه، زه دا نشم ويلاى چې دلته عدالت نشته، دلته عدالت شته، خو په پيسو به يې وار دمخه اخلي.

عدالت اوس لکه د پخوا په څېر کوم مانوي موجود نه دى، چې موږ دې يې پر اثارو او علايمو شتون ومنو، نه اوس خو عدالتونو مادي وجودونه هم پيدا کړي دي. عدالتونه اوس په متر او ګز دواړو خرڅېږي. د يو متر عدالت بيه هم معلومه ده او د نيم متر عدالت بيه هم. يوازې په متر او ګز نه، بلکې که وغواړئ په کيلو، چارک، من او دړۍ يې هم موندلاى او اخيستلاى شئ، خو دا ټول بېل بېل نرخونه او قيمتونه لري. دا نو اوس ستاسې په اړتيا او جيبونو پورې اړه لري، چې تاسې څومره عدالت ته اړتيا لرئ او څومره اخيستلاى شئ؟ کله چې تاسې د عدالت اخيستنې وس نه لرئ؛ نو بيا له محکمو او قاضيانو څخه دا شکايت مه کوئ، چې دلته عدالت نشته. زه وايم چې دلته عدالت شته، ښه پرېمانه دى او هر څوک يې چې وغواړي ورته رسېداى شي. كه تاسې سره په جېب كې دومره پيسې نه وي، چې خپل كاله ته پرې يوه كيلو غوښه واخلئ، نو دا خو دا مانا نه لري، چې په ښار كې غوښه نه پيدا كېږي، غوښه شته خو ستاسې وس ورته نه رسېږي او چې وس مو ورته نه رسېږي؛ نو مشرانو ويلي دي، چې ګوش ګران صبر اش اسان.

زه په محبسونو كې پر بنديانو وروڼو غږ كوم، چې كه ستاسې عدالت اخيستنې ته وس نه رسېږي، نو صبر خو دلته اسان دى، زړونه مه تنګوئ، دا چې تاسې په محبسونو كې پراته ياست، ددې ګناه د هېچا پر غاړه نه ده، تاسې قاضي، څارنوال او پوليس نه يئ بنديان كړي، بلكې له خپله جېبه ګيله وكړئ، پخوانيو ويلي دي چې تشه لاسه ته  مې دښمن يې. دا ټول ستاسې د تش لاس نتيجه ده. پر تاسې دې خداى ورحمېږي، ځكه غريب ياست، پرېږدئ چې پر مالدارو او پيسه دارو، پوليس، څارنوال او قاضي ورحمېږي.