زه او زه چې سره کېنو
ددنيا داشوم نېتونه
لويه زمکه کړي راتنګه
په مونږ دواړو
ناهيلي شي، ناهيلي شي
خومونږ بياهم دوجود له درېڅيو
دواړه يو بل ته اګاه شو
خاموشي وي
سوي سوي زګيروي اورو
نه پوهيږو
کوم تړون کومې خپلوۍ مونږ سره پالو
چې ددواړو وجودونو
په سړې چوپه چوپتيا کې
په رمزونو مونږ پوهيږو
په رمزونومونږ پوهيږو
06.03.2012
- مشفق حريتمل
که څوک له ما څخه د يو مدافع وکيل په توګه پوښتنه وکړي، چې څنګه په محکمو کې عدالت شته او کنه؟ نو زما ځواب به ورته مثبت وي، ورته به ووايم، چې هو بالکل ددې ځاى په محکمو کې عدالت په پرېمانه پيمانه پيدا کېږي او شته؛ ځکه زه خو درواغ نشم ويلاى او نه سترګې پټولاى شم....
06.03.2012
- مشفق حريتمل
درقيب اودشيطان خوڅه فرق نشه...