درقيب اودشيطان خوڅه فرق نشه

دفرعون اوهامان خوڅه فرق نشته

چې ماليار اوګل پخلانکړې سپرليه

بيا دستا اودخزان خوڅه فرق نشته

په هجران کې لږاميد دوصال شته دى

نور دمرګ اودهجران خوڅه فرق نشته

بې له ياره که بادشاه دټول جهان وي

دهغه ژوند او زندان خوڅه فرق نشته

چې خواږه زيري راوړي درته ((سعيده))

بيا ريبار اودجانان خو څه فرق نشته