ارواښاد علامه رشاد د پښتنو لومړنى قدرمن و، چې د استاد لال پاچا ازمون په مشرۍ ورته ننګرهاريو زلميو د لومړي ځل لپاره د وياړ پګړۍ ور په سر كړه او د پښتنو په اړه يې دا وينا د تل لپاره درواغ كړه، چې ګنې پښتانه خپل ژوندي نه پالي؛ بلكې په مړينه يې پالي يا دا چې پښتانه په ژونديو كې ښه او په مړو كې خراب نه لري. له هغې راوروسته د خپلو ژونديو قدرمنو او نازوليو د قدرولو، پاللو او نازولو دود له ننګرهاره وخوځېد، د هېواد نورو ولايتونو ته هم ورسېد. په كندهار كې استاد محمد اصف صميم او استاد محمد صديق پسرلى ونازول شول، قدر يې وشو او ونمانځل شول، بېرته په ننګرهار كې استاد سعدالدين شپون، دروېش دورانى، حبيب الله رفيع، سيال كاكړ، ډاكتر اسرار او رحمت شاه سايل ته ناز وركړل شو او ونمانځل شول. دې لړۍ او دې څپې ورو ورو زور واخيست، تر دې چې په هېواد كې دننه او بهر په هر ځاى او سيمې كې پښتنو فرهنګيانو او فرهنګپالو د خپل علم و ادب درانه لا پسې درانه كړل، ويې نازول او نمانځنه يې وكړه.

نن خوستوال زلمي پر دې ډېر ښه ښكاري چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه يې خپل ليكوال، شاعران او فرهنګپالان وروڼه راغوښتي، په دې بانه چې دوى د خپلو دوو داسې درنو، ښاغليو، قدرمنو او د كار سړيو قدر كوي، نمانځي يې او نازوي يې چې يوه يې د هېواد په ختيځ او بل يې په سويل كې د دوى د ژبې، فرهنګ او علم خدمت كړى، ورته يې كار كړى، منډې يې وهلي او ځانونه يې ستړي كړي دي. خوستوال زلمي پر دې هم د قدر او مننې وړ دي چې دوه داسې ورته څېرې يې موندلي دي چې يوه بلې ته ډېرې نږدې دي، دومره نږدې چې كېداى شي موږ يې د يوې سكې دوه مخونه وګڼو، دومره نږدې چې د يو وجود دوه لاسونه هم ورته ويلاى شو، دومره نږدې چې د يو مخ دوه سترګې يې هم ګڼلاى شو. استاد لال پاچا ازمون كه په ختيځ كې د خپلو ليكوالو، شاعرانو او فرهنګيانو د اميد مرجع ده؛ نو ښاغلي محمديار ته په سويل كې دغه ډول سترګې وراوړي.

كه استاد لال پاچا ازمون په ختيځ كې د ليكوالو، شاعرانو او ژورناليستانو خپلواكې ټولنې مشري تر غاړې لري او د دوى لپاره يې هرې ستونزې او سختې ته اوږه وركړې؛ نو ښاغلى محمديار بيا په سويل كې د بينوا فرهنګي ټولنې لاس او پښې ګڼلاى شو، كه څه هم ښاغلى محمديار څښتن تعالى جل جلاله له د خپلو دوو پښو له نعمته محروم كړى؛ خو بيا هم همدغه بې پښو محمديار دومره تېز، دومره ګړندى او دومره تلولى دى، چې د لر او بر هره ادبي او فرهنګي غونډه كې يې حاضري وركړې وي، محمديار نه يوازې دا چې د خپلې ټولنې او كورنۍ پر اوږو بار نه دى؛ بلكې همدغه بې پښو محمديار د خپلې ټولنې او خپل لوى كور بلا سياسي، فرهنګي، ټولنيزو او شخصي غمونو، كړاوونو او ستونزو ته اوږه وركړې او پر خپل سر يې اخيستي دي.

استاد لال پاچا ازمون كه د امريكا غږ په خبريالۍ كې د يو وتلي ژورناليست په توګه د خپل ولس، دردونه، غمونه او ستونزې د نړيوالو تر غوږونو رسولي او په دې لار كې ښه ځلېدلاى دى؛ نو ښاغلي محمديار بيا دا كار د ښكلا مجلې له لارې كړى دى، ښكلا مجله د ښاغلي محمديار له بركته د هغو پښتو خپرونو له ډلې څخه ده چې د معياري ليكنو په خپرولو سره يې د چاپي ژورنالېزم په ډګر كې د ځآن لپاره ځانګړى ځاى وموند او ډېر ژر يې ګڼ شمېر مينه وال پر ځان رامات كړل.

كه د استاد لال پاچا ازمون د قلم زور موږ د هغه د (د هريرود او هريوا تر څنډو)، (د تركستان په ميرو وركه) او () كتابونو لوستلو پر مهال رامعلومېږي؛ نو د ښاغلي محمديار د قلم او فكر زور او تېزوالى په (خرابات او مناجات) لوستلو كې ښه ترا راجوتېږي. كومه منظركشي چې استاد لال پاچا ازمون (د تركستان په ميرو وركه) او () يونليكونو كې كړې ده، په همدې ډول ښاغلي محمديار په (خرابات او مناجات) كې د پښتونخوا د بېلابېلو سيمو راڼه تصويرونه په الفاظو كې راوړي دي. د پښتون قام د كوم درد و غم وېرنې چې ښاغلي ازمون په (د هريرود او هريوا تر څنډو) يونليك كې كړي دي، ښاغلي محمديار كټ مټ (په خرابات او مناجات) كې په هماغه ډول رااخيستې دي.

تر هغه ځايه چې ما دغه دوه د كار سړي او دغه دوه سترې سټې له لرې لرې په عملي او مشاهداتي لوستنې كې لوستي دي، نو د دغو دوو سړيو د فطرت او طبعيت ساده ګي او رواني هم يو ډول ده. ما چې څومره ساده ګي د استاد لال پاچا ازمون په ناسته و پاسته، راشه درشه اوكړو وړو كې په مشاهداتي توګه لوستې او كتلې ده، كټ مټ مې په همدې ډول د ښاغلي محمديار په جان و قربان كې هم درك كړې ده. دلته اړينه ده چې د دغو دوو سټو له يو جوت توپير څخه هم يادونه وكړم، او هغه دا چې ښاغلى محمديار كه څه هم پر سترګو او پښو معذور دى، خو ددې حوصله لري چې هر سهار او يا هم هر دويم سهار خپله ږيره پاكه وخريي او خوي مخ د يارانو پر وړاندې راڅرګند شي، خپل وېښتان منظم ساتي، تېل پرې وهي؛ خو استاد لال پاچا ازمون لكه چې بيا دا كارونه اضافات ګڼي، د هغه دا نه خوښېږي چې په حمام كې دې نيم ساعت تېر كړي، تر څو يې ږيره او وېښتان ورته منظم كړي. ههههههههههه

له ښاغلي محمدياره نه يم خبر، خو تر كومه چې ما استاد لال پاچا ازمون لوستى او كتلى دى، نو له هر چا سره يې د اړتيا پر مهال د خپل وس دوه برابره منډه وهلې ده، په ځانګړې توګه كه د چا په كومې دولتي اداره كې كار بند پاتې شوى وي او بيا يې ځان تر استاد ازمونه رسولى وي؛ نو هغه ته به ښه معلومه شوي وي، چې له كومو كومو سوريو يې داسې كسان ورته موندلي، چې د هغه كس بند كار دې يې روان كړى وي.

بيا هم له ښاغلي محمدياره نه يم خبر، خو په استاد ازمون كې چې يو بل شى ما كتلى هغه دا دى چې له نظام سره ډېر نږدې؛ بلكې د نظام په داخل كې اوسي خو كله چې د حق او د نظام تر منځ خبره شي؛ نو بيا هم دى د نظام په مقابل كې د حق په پلوۍ تر ټولو لومړى مخالف وي.

زه په پاى كې ددغو دواړو يوسفانو د يو خريدار په توګه د خپلو پورته خبرو له امله لومړى له دغو دواړو درنو څخه بښنه غواړم او بيا له حاضر مجلس څخه، په تلو تلو كې دا هم وايم چې خوستوال فرهنګپال هم د نازولو دي چې د خپلو دغو دوو د كار سړيو قدر يې وكړ او ويې نمانځل، په كار ده چې موږ ځوانان د دغو دوو د كار سړيو پر قدمونو پل واخلو، خداى مه كړه چې پر پلونو يې ګردونه پرېوځي.

درنښت