دابه بې وسه وه چې دې ته مخامخ ودرېدې

لمره ! ته راغلې اوسايې ته مخامخ ودرېدې

ستادمکارې قربانۍ نه خپله مور لوګی شه

غشي دې پټ کړل او ليندې ته مخامخ ودرېدې

چې دانسان دوينو څښلوتوان دې شولو تمام

وروسته له هغې نه کعبې ته مخامخ ودرېدې

په تورو خاورو دې پېرزو نه وو  يتيم بچيه!

دخپل شهيدپلار جنازې ته مخامخ ودرېدې

پرون که مونږ په خپل مالت کې ځای درکړای نه وای

نن به مو ولې دروازې ته مخامخ ودرېدې

((اتله))تاته جهانونه خپل صورت کې ښکاري

ته لاړې لاړې ايينې ته مخامخ ودرېدې