الحاج ملا عبيدالله اخند دالحاج ملا يار محمد اخندصاحب زوى اودالحاج ملا فتح حمد اخندمرحوم چې په خپل وخت کې يو مشهور ديني عالم وه لمسى وو.الحاج ملاعبيدالله اخند په ١٣٨٨ هجري قمري کال دکندهار ولايت په ژيړي ولسوالى کې دنلغام په سيمه کښې دالکوزو په کلي کې دې نړېدونکې نړۍ ته سترګې وغړولې.ارواښاد تازه په زوانۍ راغلى وه چې دروسي اشغالګرو فوځونو مو دهيواد په ګريوان کې دظلم ،وحشت اوبربريت پنجې خښې کړې وې دغه مهال ارواښاد زده کړې کولې خو دخپل دينې مسوليت له مخې يې دشوروي وحشي اشغالګروپرضد برحقه مبارزې ته ورودانګل اودهغه وخت دطالبانو دمشهور قومندان ((حاجي ملا محمدصادق)) اخندپه جبهه کې له نورو مجاهدينو سره اوږه په اوږه يې دالله اکبر په هيبتي غږ يې ددښمن په بزدل عسکرو زمکه سره تبۍ کړه ،او ارواښاد په لنډوخت کې دخپل اخلاص اولياقت له امله دنوموړې جبهې دعمومي قومندان مرتبې ته ورسېد.ويل کيږي چې نوموړې دجهاد په سختو شپوکې څو ځله سخت ټپي شوې هم وو او يو ځل دقندهار ښار ته نزدې دمحله جات دکوڅې په نو م سيمه کې پداسې حال کې سخت ژوبل شو چې نوموړى او اميرالمومنين (ملامحمدعمر مجاهد) په يوسنګرکې ناست وه ارواښاد دشوروي اتحاد پر خلاف جهادکې له پيله ترپايه په وسله وال جهادبوخت وو.په افغانستان کې چې کله دتنظيمونو دفسادونو پرخلاف دطالبانو اسلامي تحريک دفساد د له مينځه وړلو اوپه افغانستان کې ديو سوچه اسلامي نظام دراوستلو لپاره مبارزه پيل کړه نو ارواښادهم دهمدې تحريک له لومړنيو کسانو څخه وه چې دعامه تکاليفو اوګډوډيو دختمولو لپاره ډېرې ستړياوې تېرې کړي او دنورو مسئولتونو ترڅنګ يې دکندهار دقول اردو دقومندان په صفت هم ډېر دقدر وړ خدمتونه ترسره کړل.چې بيا داسلامي تحريک په لاس دکابل تر فتحې کولو په همدې وظيفه پاتې شو.دکابل له فتحې يو کال وړاندې ارواښاد ملاعبيدالله ((اخند))يو ځل دفراه په جبهاتوکې داسماعيل خان ديو پراخ بريد په ترڅ کې چې داختر په ورځ يې ترسره کړې وه داسماعيل خان دجنګياليو لخوا ژوندى ونيول شو.خو دڅلويښت ورځوله تېرولو وروسته نوموړى ديو ې تبادلى په پايله کې راخلاص شو.کله چې دافغانستان پلازمېنه((کابل)) داسلامي تحريک له خوافتحه شوه نوارواښـاد ملاعبيدالله ((اخند)) دعاليقدر اميرالمومنين له خو ا ددفاع وزير په حيث وټاکل شو . چې پر افغانستان باندې دصليبي شيطاني ايتلاف داشغال تر مهاله په همدې دنده وظيفه اجراء کوله .کله چې دصليبي ايتلاف له يرغل نه وروسته پلازمېنه کابل او دهېواد نو ر ستر ښارونه داسلامي امارت له خوا تخليه شو ل ،ارواښاد هم دچهار اسياب اولوګر په لاره کندهار ته ستو ن شو.او دصليبي ايتلاف په ضد په نوې روحيه يوځل بيا دجهاد سنګرونه دالله اکبر په نعره راژوندي کړل او دڅه وخت نه وروسته بيا دعاليقدرا مير المومنين له خوادخپل مرستيال په توګه وټاکل شو ،ارواښاد له جهاد سره سره خپلو نيمګړو ديني زده کړو ته هم پوره پوره متوجه وه او لايې هم خپلې زدکړې پرمخ بېولې،تردې چې له نيول کېدو وړاندې هم دوړې دورې دځينۍ کتابونو په لوستلو بوخت وه ،خو د2007 زيږديز کال دجنورۍ په درېمه نېټه دپاکستان په بلوجستان ايالت کې ونيول شواو دحق دلارې دغه رښتيني مبارز او مجاهد په داسې حال کې خپل روح داجل داعي ته وروسپارلوچې ټول ژوند يې دالهي دين له خدمت ،جهاد،ديني زده کړو او داسلامي واکمنۍ دبرپاکولو پرته بل هيڅ کې نه وه مصرف کړى.
اروا يې ښاده ياد يې تلپاتې