دعقيدي مانااومفهوم:

عقيده له عقدڅخه اخيستل شوې.لفظي مانايې غوټه کول اوديوشي مظبوط اوکلک نيولوته وايي.په ديني اصطلاح کې عقيده عبارت ده:دانسان هغوضروري اوپاخه نظرياتوڅخه چي دزړه له تله پرې يقين لري اوهيڅکله له دې مفکورې اواندڅخه نه اوړي.
ددي مفکوري څښتن دي ته تيارو ي چې له خپلې شتمنۍ اوله نورو مادي ګټواوحقوقوڅخه تيرشي خوخپل خيالات،مفکوره هيڅکله هم نه پرېږدي.
دى خپله مفکوره اواندله دين لاندې ګڼي اوخپل دين ته په ټولو اصولوکي ژمن وي.
اسلامي عقايد:
څنګه چه مسلمان خپلې عقيدې اودين ته ژمن دى اوپه خپل دين پوره يقين اوايمان لري نودده لپاره لا زم اوضروري دي چې داسلام په بنسټيزواصولوياارکانوباندې ولاړ ووسي.
ا:په الله جل جلاله ايمان.
ب:په پرښتوايمان .
ج:په اسماني کتابونو ايمان.
د:دقيامت په ورځ ايمان.
هـ:په رسولانوايمان.
و:په تقديرايمان.
په قرانکريم کې الله جل جلاله ددې اصولو يادونه په دي ډول کړې ده:
ولکن البر من امن بالله واليوم الاخر والملائکة والکتاب والنبين ..........
ژباړه:په حقيقت کې نيک انسان هغه دي چې په الله جل جلاله ،دقيامت په ورځ،په پرښتو،دالله جل جلاله په کتابونواوپه انبياؤ باندې ايمان ولري.
ومن يکفرباالله وملايکته وکتبه ورسله واليوم الاخرفقدضل ضلالا بعيدا
ژباړه:هرهغه څوک چې په الله جل جلاله دهغه په پرښتو دهغه په رسولانو دهغه په کتابونو اودقيامت په ورځ باندې کفر کوي .دغه انسان په ډيري لوې ګمراهۍ کي پروت دي.
حضرت محمدصلى الله عليه وسلم هم دعقيدي دبنيادي اصولو پيژندنه داسي راښودلي ده:
الايمان ان تومن بالله وملائکته وکتبه ورسله واليوم الاخر وتؤمن بالقدر خيره وشره من الله تعالى
ژباړه:ايمان دې ته وايي چې:ايمان راوړل دي په الله تعالى دهغه په پرښتو،دهغه په کتابونو،دهغه په رسولانو،داخرت په ورځ اوپه دې خبره چې خيراوشر دالله جل جلاله له لورې د ي (داهرڅه په حقه تسليم کړي اومکمل تصديق اوباوري شي)
دعلم عقايد اصطلاحي پيژندنه!
امام طحاوي رحمه الله په خپل کتاب شرح عقيدة الطحاويه کې دعلم عقايدو اصطلاحي تعريف اوپيژندنه داسي کښلې ده:
علم يدرک به التوحيد،ويعلم ذات الله سبحانه وتعالى وصفاته
ژباړه:علم عقايد هغه علم دى چې له دې سره دالله تعالى توحيد،ذات اودصفاتو پيژندنه حاصليږي.
امام بيظاوي رحمه الله په تفسير بيضاوي کي دعلم عقايد تعريف په دې ډول کړى دى :
علم يقتدرمعه على اثبات العقايد الدينية بايراد الحجج عليها،رفع الشبهة عنها
ژباړه:علم عقايدهغه علم دي چې له دې لارې دحجت اودلايلو سره دعقايدواثبات اوله دې څخه دشبهاتولرې کولوملکه ترلاسه کيږي.
دعلم عقايدموضوع:
دعلم عقايد موضوع له هغه ضروري امورو څخه بحث کوي چې عبارت دي له:ضرورة،بداهةً،کسباً،استدلالاً عقيده لرل په هر يو مسلمان لازم دي.
دعلم عقايدغرض اوغايه:
تقوية اليقين بالدين عن طريق اثبات العقايد الدينية بالبراهين القطعية،وردالشبهة عنها
ژباړه:دديني عقايدوپه اثبات په قطعي دلايلوسره ثابتول اوله دې عقايدوڅخه شکوک اوشبهات لرې کول اوپه دين پوره يقين حاصلول اوددين اساس اوبنيادله مبطلينوڅخه ساتل دي.

اخځليکونه:صحيح البخاري،شرح العقيدة الطحاوي،احياْالعلوم،الطوالع للبيضاوي.