قدرمنو نن ستاسو توجه څوداسې شيانو ته رااړوم چې ددغو شيانو استعمال که له يوې خوا اسانتياوې او فايدې لري خو له بلې خوايې ګڼ نقصانونه زمونږ اسلامي او کلتوري ټولنې ته رسيږي،په دغو شيانو کې ګرځنده ټيلفون((مبايل))،ايف ايم راديو چېنلونه،تيلويزيوني کانالونه ،بې پرده ګي،او دلويديځ والو دکلتور تقليد دی.دګرځنده ټيلفون لدې حقيقت څخه انکار هم نه شي کېدای چې پدې بوخت حالت کې ګرځنده تيلفون زمونږ لپاره يو لوی نعمت هم دی،خو کاش چې مونږ او زمونږ مشرانو ددې دغلط استعمال څخه زمونږ تنکی ځوان نسل لرې ساتلی وای،اوياهم هري ټيلفوني شبکې دکم عمره ځوانانو لپاره دسيم کارت اخيستلو ځانګړي قوانين ټاکلي وای.همدغه راز په سيمه کې په درجنوفعالې رسنۍ شته چې که چيرې همدغه رسنۍ دځوان نسل دتربيې او سهي روزنې لپاره کار وکړي په سيمه کې ډير مثبت بدلون راوستلای شي،خو متاسفانه چې ددغو رسنيو دخپرونو زياته برخه موسيقۍ او نورو عبثياتو ته ځانګړی شوي وي چې اوريدونکي يې دوخت له ضايع کولو او له موسيقۍ سره دمينې دزياتېدو نه  او اخلاقو دخرابيدو نه بغير نور هيڅ نه ترلاسه کوي.داځکه چې نن مسلمانانو دحضرت محمد(ص) دغه حديث هېرکړی چې مفهوم يې دادی.            ((موسيقي اورېدل په زړه کې نفاق داسې رازرغونوي لکه څنګه چې اوبه فصل رازرغونوي))او په يو بل حديث کې فرمايي چې موسيقي اوريدل دزنامنتر دی(مشکوة شريف)                                                                                                                      پورتني احاديث به هم زمونږ دواکمنوله نظره نه وي تيرشوی. بلخوا پرده چې داسلام دمقدس دين يوه مهمه برخه ده ،او داچې پرده زمونږ دحيا او ناموس دخوندي ساتلولپاره څومره فايده لري  همدغه راز بې پرده ګي هم لوي نقصانونه لري،نن سبا که هغه ځوان ده او که  پيغله ده خپل اسلامي او مذهبي کلتور حيا او پردې سره يې خدای پاماني کړي ده او دلويديځ والو   بې  حيااو غيراسلامي تقليديې خپل کړی دی.که ځوانانو ته وګورو نو چابه ويښتان دجينکو په شان جوړ کړي وي ږيره او بريت خويې هسې هم خوښ ندي ،اوکه جينکو ته وګورئ دوي خوهم ځان دچانه کم نه بولي اوهر فيشن اوجامه که هندي وي کي مغربي چې دتيلويزيون په پرده يې وګوري بيا به ورپسي دښار ټول مارکيټونه لټوي.خو افسوس چې دوی داسلام دپيغمبر(ص) په طريقه ژوند اختيارنکړ.                                                                                                                   مولاناطارق جميل صيب وايي چې زه روان وم او يو پوليس ما وليده چې ولاړ دی خو هغه دا ونه ويل چې زه پوليس يم ،بلکه دهغه يونيفازم داښايي چې دا پوليس دی،بيا مولانا صيب وويل چې داسې محمدي جوړ شه چې ستا په ليدوخلک دافکر وکړي چې دا رښتيا هم مسلمان دی او دمحمد(ص) امتي دی.راځئ چې دهغې ژباړې متن درسره شريک کړم چې دبې حيايي په اړه مې له ((محاسن اسلام)) مجلې څخه  راژباړلي دی.                                                                                                          معاشره چې نن ددومره د بې حيايۍ او بې دينۍ په لور روانه ده دا ټول زمونږ غفلت او بې حسي ده.دمعاشرې دبې حيايۍ او بي دينۍ دمخنيوي لپاره شرعي پرده ډير مهم اومظبوط بند دی.خو دغه بند په نن وخت کې مسلمان په خپله نړوي.            رسول الله (ص)فرمايي چې لعنت دي وي په هغه بي حياانسان باندي او لعنت دي وي په هغه بې حيا انسان باندې چاته چې کتل کيږي.(مشکوة).په يو بل حديث کې راځي چې کله يوسړی له يوې ښځې سره په يواځي والي کې و ي نو ددوی دواړو سره دريم کس  ضرور شيطان وي.                                                                                                                                                                ديو بل حديث مفهوم دی چې يو ورځ حضرت محمد(ص) په جومات کې ناست ووچې دمزينه قبيلې يوه سينګارشوې ښځه  په نخروجومات ته راغله،نوحضرت محمد(ص) وفرمايل چې ای خلکو!خپلې ښځې چې  دښکلااو سينګار په لباس ملبوسې وې جومات ته يې مه راپريږدئ!ځکه چې بني اسرائيلو باندې ترهغه وخت لعنت نه کيده ترڅوچې دهغوی ښځوله سينګارسره تلل نه وو اختيارکړي(ابن ماجه)دپردې په اړه نور هم ګڼ احاديث او قراني اياتونه شته او ځای ځای الله (ج)اودهغه خوږ پيغمبر مسلمانانو ته دپردي حکم کړی دی.نن دفتنو په دور کې دپردې اهميت اودپردې کولو ضرورت نن سبا تر بل هر وخت زيات دی،ځکه چې همدغه پرده ده چې دانسان عزت پرې خوندي ده ،اودبې پرده ګۍ له امله کيدونکي زيانونه هم له چاپټ نه دي.تاسو به ډير وارې په ورځپاڼوکې ليدلې او له نورو رسنيو اوريدلي وي چې څومره خلک په غير اخلاقي جرمونو کې نيول کيږي.کله چې يو ه ښځه ځان سينګار کړي او ښکلې جامې واغوندي  بهر ووځي،او له کوم لوفر سره مخ شي او هغه ورسره غيراخلاقي رويه وکړي،اوياورته دلوچکې مينې کومه کلمه ووايې نو پدې کې قصور دچاشواوڅوک ګرم شول؟داهغه پوښتنه ده چې نن يې ستاسو دضمير په محکمه کې دفيصلې او ځواب انتظار کوي.                          دښارونو په ګڼه ګوڼه کې چې دځوانانو له لوري پېغلو نجونوسره کوم غيراخلاقي  حرکات کيږي ،پکار ده چې  دغو بداخلاقه ځوانانو ته ښه  سنګينه سزا ورکول شي خو دچابيخي پرې هيڅ پروا نه راځي.اونه هم چا دغه سينګار شوي اودښارونو په مارکيټونو کې ګرځيدونکوښځو ته  وويل چې ښار ته  بې ضرورته مه ځه چې ښار دعزتونو دتالان نوم ده او ښار کې  فساد ونه اوفتنې او قسما قسم خلک دي .                                                                                                                                لکه چې مخکې مې دګرځنده تيلفون(مبايل)خبره کوله يوه کيسه راياده شوه چې وايي: يوځل په يوه محکمه کې ديوې قضيې فيصله کېدله يوه نجلۍ دخپل ګرځنده تيلفون له يو ملګري سره واده کول غوښتل ،خوموريې دلور ددې واده مخالفه وه اوپه دليل کې به يې ويل چې دا جينۍ نابالغه ده دادخپلې خوښې د واده اختيار نه لري،دمحکمې قاضيان هغه مهال په حيرانتيا کې پريوتل چې جينۍ په محکمه کې دګڼ شمير خلکو په مخ کې په لوړ غږ دا اقرار وکړ چې :             قاضي صيب زه بالغه جينۍ يم او ماته دخپلې خوښې دواده کولو مکمل اختيار حاصل ده  ،زه بالغه يمه زما مور په ماباندې په زوره خپله فيصله منل غواړي.اودافيصله ماته باالکل دمنلووړ نه ده.                                                                 قاضي چې دجينۍ دسپين سترګۍ او بې حيايۍ خبرې واورېدې نو دجينۍ مور ته يې وويل چې ته يو دانه بل مبايل هم خپلې لور ته واخله .                                                                                                                                                                                    لږ فکر کول پکار دي ځوان نسل اوپه خاص ډول پيغلې دمبايل په ذريعه په بې حيايې کې څومره پرمختګ کوي.؟مبايل چې په نن وخت کې دښځينه لپاره څومره تاواني ده دهغې يوڅرک دمحاسن اسلام مجلې له يوې ګڼې په يو راپور کې ليدلی شو .دمحاسن اسلام دراپور له مخې يواځې دپنځومياشتو په موده کې دلاهور د ښار په بنديخانوکې  (۱۰۷۷) دانجونو دتښتونې پېښې ثبت شوي دي.                                                                                                                                                          دزنانه ودټولونه لويه تيروتنه داده چې څنګه دغير محرم سړي سره دخبرو کولو جرئت کوي؟                                                    دنن عصر پرمختللي ټيکنالوژۍ کې يو هم انټرنيټ ده چې که له يوې خوا په علمي اوټولنيزه  برخه کې ترې ډيره استفاده کيدلای شي له بل لوري ورته دتنکيو ځوانانو لاس رسی هم ګڼ غيراخلاقي نتيجې لرلای شي.تاسو به په دې خبره حيران شي چې زه دا اوس هم  داسې خلک له نږدې نه پيژنم چې پلرونو اونيکونو دعلمااو اکابرو سره ناسته پاسته وه،اوپه ديندارۍ کې يې هم مثال نه وو،خونن دهغوي دکورنۍ ځوانان که ټول نه  دي نو تقريبآ نيم يې دلويديځوالو پرکلتور دخپلې کورنۍ دينداره حيثت قربان کړ.چې اوس دچادايقين نه راځي چې دابه دهماغه ديندار دکورنۍ اولاده وي.                         دنن عصر دموسيقۍ وسايل او تيلويزوني کانالونه ، راديوګانې اود انټرنيټ پاڼې چې کومې غيراخلاقي خپرونې لري ښايې چې په تير کې به يې ساری نه وي ليدل شوی.

علامه سيدمحمديوسف بنوري(رح) به فرمايل چې افسوس نن په اسلامي امت باندې څوک د وير کولو هم نشته دي،نن دا امت د کاټ شوي ګوډي پران په څېر ده ،کوم چې هر يو سړی غواړي چې اوچت يې کړي.څرنګه چې يوه الوتکه په هوايي ډګر کې ښکته شي نو دخدمت لپاره يې څوقسمه مزدوران حاضرشي.څوک مسافر له الوتکې راښکته کوي ،څوک دمسافرو سامانونه راښکته کوي ،څوک  دالوتکې په صفاکولو بوخت وي،همدغه راز هر څوک خپل کارونه پرمخ بيايي.همدغه راز داسلامي امت دګمراه کولو لپاره په سيمه کې ،فحاشي، عرياني،بې حيايي،اودبدامنۍ دخپرولو لپاره کفارو مختلفې شبکې او خلک ګومارلي دي او حالت داسلامي طريقې نه دلويديځ په بڼه دديموکراسۍ او ازادي په نامه اړوي. خومتاسفانه چې دکفارو ددغو فريبونو او دسيسو په خلاف چې اسلامي امت کوم کار کوي هغه خويادنشت برابر ده او ياهم په وړو کې دمالګې برابر ده.نن اسلامي امت په داسې ګناهونو کې اخته ده چې کوم ګناهونه ډير خلک دکم علمۍ له امله ګناه هم نه ګڼي.                                                                                                                                                                                   نو له  ټولو هغوعلمااونورو لوستو او ديندارو مسلمانانو وروڼو څخه هيله کوم چې دټولنې او کورنيو  اصلاح ته توجه وکړي ،ترڅو اسلامي امت دمسائلو په ګرداب کې له ښکيليدو څخه وژغورل شي او ټول اسلامي امت دالهي احکاماتو اوداسلام دستر پيغمبرحضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه وسلم )دسنتو پابند واوسي او په دنيا کې يې هم د عزت او په اخرت کې يې هم دعزت ژوند او دجنت ډالي  نصيب شي .په پای کې دعاکوم چې الله رب العزت دي زمونږ پر حال ورحميږي او الله(ج)ټول اسلامي امت دحضرت محمد(ص)په روي په صراط مستقيم باندې دتلو توفيق ورکړي   امين