ليکوال: ميامحمد بشريار
مورهغه مهربانه اوزړه سواندی بشردی چی دخپل زړه غوښی خپل اولادته ورکوی اودزړه په و ينو خپل اولاد لويه وی دموراوپلار يواځنی ثمر اولادونه دی که دا اولادونه صالح اونيک وی دموراوپلاردافتخار سبب کيږی اوکه خدای مکړه نااهله اوجاهلان وی مور اوپلار ورته زوریږی دموراوپلار په درد نخوری موراوپلارته دردسر جوړيږی ٠
ځرنګه چی مور اوپلار په اولادونو ډيرحقوق لری همدارنګه ډير مسؤليتونه هم لری داولادونو خوراک پوشاک روزنه پالنه تعليم وتربيه ښه اوبد ټول دمور اوپلار مسؤليت دی بختور به هغه مور اوپلاروی چی خپل اولادونه ئی سالم افغان اومسلمان روزلی وی دهغوی په پالنه کی ئی ډير زيار وزحمت ايستلی وی داسی وخت به راشی چی دخپل ثمر ترسيوری لاندی ارام او هوسا ژوند وکړی اوپخپل ثمر ونازيږی اوافتخار پری وکړی ٠
سالم اولادونه دموروپلار کورنی خپلو خپلوانو اوټولنی دافتخار سبب کيږی هرچاه ته ئی ښه رسيږی اوپدی کارخدای اودخدای بنده ګان ټول به تری خوشاله وی چی داډيره لويه خوشبختی ده اوکه خدای مکړه موراوپلارورڅخه ازاروی خپل اوپردی ورځخه ازاروی په ټولنه کی دشر اوفسات منبع وی پداسی جاهل اولادبه مور اوپلارهروخت بدياديږی٠
افغان بچو جنت دمور اوپلارترپښو لاندی دی دمور اوپلار عزت اوقدر وکړی چی خدای پاک ستاسوقدر اوعزت وکړی اوپخپل ژوندکی دموراوپلار له برکته ارام هوسا اودخوشبختی خاوندان شی سبا ستاسو اولادونه ستاسو قدر اوعزت وکړی چی انسان څه کری هغه ريبی موروپلارشپه اوورځ زحمت وباسی اوخپلواولادونوته روزی پيداکوی اولادونه بايد دادرک اواحساس کړی چی پلار اومورئی څومره زحمت وباسی اودازحمت د خپلوخوږو بچيانوپخاطر وباسی موروپلارهروخت دا کوشش کوی چی خپلو اولادونوته ښه ارام اودغزت ژوند ورکړی اودخپلو اولادونوڅخه په مقابل کې يواځی اويواځی احترام غواړی افغان بچودموراوپلارمشرانو اوخپلواستاذانو احترام وکړی قدرئی وکړی چی په ټولنه کې تاسو دښوخلکو په نوم يادشی هر وخت صادق باايمانه با وجدانه او وطندوست واوسيږی ترڅوپه ټولنه کې دښه شخصيت نوم وګټی٠
افغان بچو دظالم دظلمه اودشيطان دشره په امان اوسی دخپل مور اوپلار روزی شی ٠
مونږټول دمور اوپلار دوعاته احتياج يوومورګانی اوپلرونه دی مونږ ته دوعا ګانی وکړی اوپخپلو بزرګواريو دی زمونږ خطاوی وبخې٠
خوشبخت به هغه څوک وی چی مور اوپلار ورته دوعا کوی ٠
په اخرکی دمور دورځی مبارکی ټولو مورګانوته استوم ٠