حدیث شریف: (الحرب خدعة). ژباړه: په حدیث شریف کې راغلي دي:( چې جنګ یو هنر/چل دی). مونږه افغانان باید په دیني، سیاسي، اقتصادي، مالي، اجتماعي، فرهنګي، تعلیمي او فزیکي جنګ کې له سلیم عقل او فکر نه کار واخلوو او د جنګ په هر قسم میدان کې لازم هنر یا چل نه استفاده وکړو ترڅو په هر ډول جنګ و مبارزه کې پر دښمن او یرغلګرو بریالی شو.

سیاسي لیکوال: انجنیر سید محمد روحاني

نن ورځ(۲۸ حوت، ۱۳۹۱ ) د آزادی رادیو سهار په اوو بجو خبروکې داسې وویل:( د کابل پو هنتون به ډیر ژر د ماسټرۍ او دوکتوراپروګرام او  نصاب د ژورنالیزم په څانګه کې چې د ایراني استاذانو له خوا به جوړیږي او بیا به تدریس کیږي د پنځو کالو لپاره(د ایراني استاذانو له خوا) د افغاني محصلانو لپاره چمتو کړي).

څرنګه چې مطبوعات(میډیا) او د ژورنالیزم د افغانستان نه ایران واخستل، نو پدې پوه شئ چې زمونږه پاکه خاوره به ډیر زر ایرانیان تسخیر او د ایران یوه سیاسي او فرهنګي ولایت وګرځي ځکه چې مطبوعات او ژورنالیزم د یو هیواد لپار داسې شکل لري لکه روح او تن چې یو پر بل باندې د تل لپاره متکي دي. دلته د ژورنالیزم څانګه د کابل د پوهنتون( د افغانستان تن ) دی او مطبوعات یې (د افغانستان روح) ده. نو که چیرته زمونږه د ژورنالیزم څانګه او مطبوعات(رادیو، تلویزون، اخبار، انټرنیټ وغیره) مو د ایرانیانو له خوا تدریس او عملي کیږي، نو ټول افغانان په ځانکړې توګه سني مسلمانان دې پدې پوه شي چې افغانستان له یوې بلې مستعمرې(شیعه ایزم) سره مخامخ شو چې تر ورځې د قیامت نه به مونږه د ایرانیانو د فرهنک، ژبې، عاداتو، مذهب او سیاست غلامان او چاپلوسان شو چې بیا به مونږ ته د حل لاره پاته نشي اودغه کار زمونږ د ګران هیواد د یرغلګرو او دښمنو ګډ پلان دی چې ایراني شیعه ایزم په افغانستان کې قوي کړي ترڅو د شیعه ورڼو او د سني وروڼو تر منځ اوربل کړي او یوبل سره جنګیږي لکه په پاکستان- بلوچستان-کویټه کې شول چې سنی او شیعه یوبل سره وژني او کفار ورته په ننداره دي لکه خلک د چرګانو د جنګ سیل کوي.

د حل لاره اوس کومه ده؟

د افغانستان اسلامي جمهوریت باید هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان په دیني، مذهبي، تعلیمي، سیاسي، اقتصادي، مالي، فرهنګي او اجتماعي امورو کې لاس وهنه وکړي. افغانستان د هر هیواد مرستې ته اړ دی خو هره مرسته چې له افغانستان سره کیږي هغه به بغیر د کوم قید او شرط نه وي او فقط د افغانستان ملي ګټې به پکې نغښتي وي. پس که هر یو هیواد(مسلمان یا کافر ملک) غواړي افغانستان سره مرسته وکړي، نو مهرباني د وکړي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سره دې تفاهمنامه په رسمي ډول امضاء کړي او بیا چې په هر سیکتور کې سرمایه ګذاره کوي(په خصوصي یا دولتي سیکتور کې) نو دغه تفاهمنامه دې د وزیرانو شورا ته وړاندې کړي، که چیرته د وزیرانو شورا په اکثریت اراء تائید کړه او ملي ګټې یې لرلې، نو کرزی صاحب(یا ولسمشر د افغانستان) دې تصویب کړي او د کابيني یا اړونده ادارې نه دې ورته کمیسون وټاکي چه دغه کارونه دي د یو رسمي قرارداد پذریعه (په منځ د افغانستان او د اړونده یا مرسته کوونکی هیواد) په دقیقه توګه وڅاري تر څو په شفاف ډول عملي شي او د وطن ملي منافع پکې د تل لپاره خوندې پاتي شي.

 

څرنګه چې د لته د عالي تحصیلاتو د لوړو ذده کړو د نصاب او پروګرام ستونزه ده، نو د لوړو ذده کړو وزارت باید دغه ستونزه حل کړي. څرنګه چې د لوړو ذده کړو فعلي وزیر یو ملي خاین دی ځکه چې نوموړي د افغانستان دمظلومو محصلانو(په ځانګړې توګه د پښتنو حق خوړلی دی)  پرون(۲۷ حوت، ۱۳۹۱) د افغانستان د مشرانو له جرګې(غیرمندو سناتورانو/مشرانو) له خوا د افغانستان د ملي رادیوتلویزون له خوا پر ژوندۍ بڼه د نوموړي ملي خیانت ټولو هیواد والو ته ور وپیژندل شو چې د کانکور په عمومي ازموینه کې یې ملي خیانت  کړیده، نو دغه شان وزیران اوس زمونږه مطبوعات او ژورنالیزم په ایرانیانو خرڅوي.

په لنډ ډول، څرنګه چې د لوړو ذده کړو تعلیمي نصاب او پروګرامونه په ټول ملت او هیواد پورې اړه لري، نو پدغه شان نوښتونو او تغیراتو کې (د عالي تحصیلاتو په نصاب/پروګرام کې تغیر راوستل) د پارلمان(د مشرانو جرګه او ولسې جرګه) باید په ګډه کار وکړي چې زمونږه د کابل پوهنتون کومې عمومي فاکلتې ولري؟ کومې عمومی تعلیمي څانکې ولري؟ تعلیمي نصاب یې څنګه او په کومو ژبو تدریس شي؟ تدریسي مواد به یې څنګه وي؟ استاذانو به یې څوک وي؟ داخلي یا خارجي استاذان په کومو شرایطو کولای شې په حیث د یو استاذ دنده مخ پر وړاندې بوزي؟ د استاذانو معاشات له کومه لوري اجراء یا تمویل شي؟ څوک یا کوم ملک کولای شي زمونږه تعلیمی نصاب او پروګرام عملي، تغیر/تعد یل یا تمویل کړي او په څه ډول سره؟ د خارجي او داخلي استاذانو صلاحیتونه، دندې، مسؤولیتونه او حساب ورکونه په څه ډول سره کیږي؟ زمونږه د ماسټري او دوکتورا څانګې کوم هیواد تمویل کولای شی او په کومو شرایطواو قراردادونو سره باید اجراء یا عملي شي؟ زمونږه د خصوصي او دولتي پوهنتونونو تعلیمي نصاب او پروګرامونه د لسانس، ما سټرۍ او دوکتورا لپاره څه قسم او د کوم ملک سره په معیاراو کیفیت برابر وي؟ زمونږه خصوصي او دولتي پو هنتونونه د نړۍ د کومو دولتو یا پوهنتونونو سره اړیکې، معاملات، او یو بل سره همکاري ولري؟ د افغانستان حکومت(اجرائیه قوه) کومې دندې لري چې د افغاستان د خصوصي او دولتي پوهنتونونو نصابي او تعلیمي ستونزې حل کړي؟ محصلان څنګه کولای شي خپل حقوق تر لاسه کړي؟ په داخل او خارج کې د افغاني محصلانو لپاره په اسلامي، طبیعي او اجتماعی څانګو کې(لسانس، ماسټري او دوکتورا) څنګه زمینه برابریږي؟ د کانکور ازموینه څوک جوړه او عملي کړي؟ خارج ته کوم مستحق محصلان ولاړشي او په کوم څانګو کې خپل تخصص حاصل کړي؟  دا هغه پو ښتنی دي چې د افغانستان حکومت(مقننه، اجرائیه او قضائیه) قوي په شمول د لوی څارنوالي ورته یو ګډ مسلکي کمیسیون جوړکړي(چې ددغه کمیسیون هر غړی باید په خپله څانګه کې[دیني علوم، طبیعی علوم یا اجتماعي علوم] باید خپل بخش کې دوکتورا او خورا غوره تجربه لرونکي وي تر څو هغوی ددغه کار د ښه اجراء کولو توان او کیفیت ولري چې زمونږه د پوهنتونونو فارغان(له خصوصي او دولتي پوهنتونونو) څخه په نړیول معیاري ډول لوړې ذده کړي په دیني، طبیعي او اجتماعي علومو کې لاس ته راړي او دغه راز ستونزو ته لکه د ایرانیانو استاذانو  له خوا زمونږه د کابل پو هنتوت د ماسټري او دوکتورا پروګرام او نصاب جوړیدل او هغه بیا د ایراني استاذانو له خوا تدریس او عملي کیدل(چې دغه عمل یو فرهنګي او علمي تجاوز دی) له منځ څخه لاړشي او زمونږ په ملک کې ملي حاکمیت منځ ته راشي، زمونږه افغانان زمونږه د اقتصادي، مذهبي، مالي، تعلیمي/نصابي، اجتماعي، سیاسي اوداشان نورې ستنونزې په مسلکی او بنیادي شکل حل وفصل کړي ترڅو زمونږ په ملک کې ملي ثبات، وحدت، پرمختګ، خپلواکي او حاکمیت راشي او د متجاوزینو، یرغلګرو او دښمنانو د هر راز تجاوز او ظلم مخنیوی وشي.

                                   پای!

 يادونه : هر ه ليکنه دليکوال خپل نظر دی د((حريت))توافق ورسره شرط نه دی البته حريت اسلام او هيواد ته زيان رسوونکي مطالب نه خپروي

دليکوال نورې ليکنې

انګريزان او امريکايان ولې پښتانه نه غواړي؟؟