سهار وختي ده

لا رسميات نه دي شروع

چای مې هم ونه څښه ناوخته کيږي

ځم چې نوبت ونيسم

خپل ځای ته ورسيدم

اوهو دا څومره خلک راغلي دي؟

ددوی لکه چې شپه همدلته وه ؟

نه شپه يې دلته نه وه ځکه چې دا ځای دشپې بنديږي

او سهار وختي خلاصيږي

کتار جوړ ده

مونږ ته ويل شوي وه چې کار اته نيمې بجي شروع کيږي

خو اوس نهه بجې دي کار نه ده شروع

لس شوې!!

يوولس شوې!!

کار لاهم نه ده شروع خلک منتظر دي

ولې؟

په سيستم کې څه تخنيکي ستونزه ده

په انټر نېټ کې څه ستونزه ده

يوولس نېمې بجې شوې

راځه ملګريه ځو ياره

سهار مې چای هم نه دی څښلی

غرمه ده وږی يم  چې کورته ځان ورسوم

 نقيبه وروره زه لاړم ته خو هسې هم همدلته يې

چې کله کار شروع شو بيا ماته زنګ ووهه

ښه سمه ده په مخه مو ښه شه

زه بيا درته احوال درکوم

لاړو دکارتونو دنوي کولو له مرکزه پنا شو

ګرځنده تېلفون ته زنګ راغی

السلام عليکم

وعليکم سلام نقيبه څه حال دی؟

راځئ راتاو شئ کار شروع شو

ښه درغلو مننه

صحنې ته بيا داخل شو

شور ماشور

چېغې نارې

اخوا شه

ای دېخوا شه

لرې شه مړه

ای زما نمبر دی

پوليس هم له کوتکونو سره ولاړ ښکاري

ډب ټس

 وای مړ دې کړم!!!

وځه بهر وځه

زه لدې حالت نه لرې ولاړ وم او نه مې غوښتل چې په داسې حال کې مخکې ورشم

خو دا هرګزار چې کېده

په خپل ځان مې احساساوه

ځکه چې زه هم افغان مهاجر وم

هغه هم افغان مهاجر وه

په هغه ګزار په ما ګزار وه

يوه بجه شوه

يوه نيمه شوه

زه هم نه تلم بغېر له کاره

ځکه چې هلته مې ټوله ورځ خرابه شوه

که بياهم رانه پاتې وای سبا بيا خرابيدله

خو کور دې ودان وي

يو دوست مې چې دکارتونو د نوي کولو دپروسې په داخل کې وه

ماته يې راغږ کړ چې تاسو راشئ

په ډيرټېل ماټيل او رش کې مې ځان ور ورساوه

دکارخونې ته ورداخل شوم

ګورم شپږ اووه کمپيوټرونه ايښي دي

کار کوونکي لګيا دي کار کوي

شپاړس اوولس کسان ورته انتظار دي

نيم ساعت مو دلته هم تېر شو

په اخر کې يې راته ټول کارتونه راکړل

 او په مخ بېرته راغلم

ای خدايه!!

 په دې ورځ مې د افغان مهاجرينو ډيرې ستونزې او تکليفونه وليدل

او ته يې له ماښه وينې!!

خدايه نور پدې ولس ورحمېږه

خدايه نور پدې ولس ورحمېږه

ليکوال:مشفق حريتمل