دا لیسه چې زمونږ دسيمې يواځينۍ لیسه ده او يو شمير ځوانان لدې لارې خپلو ارمانو ته ورسيدل او دپوهنتون په درشل يې قدم کيښود خو پدې وروستيو کې ددغې لېسې مسولين د اداري فساد له امله دغې لیسې نه دزده کړې په ځای دلانجو ډګر جوړ شوی دی او دادې له تعليمي کال څخه نږدې يوه مياشت تيريږي خو پدې ليسه کې د درسي ساعتونو په ځای دنويو جنجالو مضامين ديوشمير کړيو له خوا تعقيب دي غواړي پدې لیسې خپل ځان ته ګټه وکړي غواړې پدې ليسې خپل شهرت ترلاسه کړي او خپل جیب ډک کړي غواړي ددې ليسې دلانجې څخه په استفادې خپل رقابتونه وپالي او مقابل لوري ته پکې ماتې ورکړي او خپل ځان بريالی وښايي.

خو دخدای لپاره 

داليسه پريږدي ددې ځوريدلې او کړيدلي او وروسته پاتې قام بچيان پريږدئ چې زده کړې وکړي او له تيارو نه د رڼا په لور ګام واخلي
که د افغان اولس دټپونو څو ک نه مرهم کيږي دخدای لپاره په پرهرو يې مالګې مه پاشئ
داسې مه کوئ چې خدای مکړه دستاسو له امله څو ځوانان بې تعليمه او بې سرنوشته پاتې شي.
دغه د اولس بچيان خپل بچيان وګڼۍ پرې وځورېږئ پرې ودردېږئ ددوې دروښانه راتلونکې لپاره زمينه برابره کړئ ددوی دپرمختګ لپاره خنډ مه جوړيږئ 
نړئ چيرته روانه او مونږ څه کوو ؟؟؟؟؟؟

يه پای کې وايم هغه څوک زما اتل ده چې زما د افغانستان دبچيانو ددرد دوا، دټپ مرهم ،او دپرمختګ وسيله شي .

درنښت : مشفق حريتمل